CRI Online

په يانګ شو ولسوالۍ کې د مينې کيسې

cri     (GMT+08:00) 2013-11-26 19:44:20


درې مياشتې مخکې ٨٤ کلن امريکايي سپينږيري کريس او ٦٥ کلنې چيني مېرمن جانګ ليان فانګ په يانګ شو ولسوالۍ کې د واده مراسم ترسره کړل. که څه هم دوی د ژبو او عمرونو په برخو کې ډېر توپيرونه لري، خو دوی اوس ډېر نيکمرغه ژوند لري


ښاغلي کريس د اوسنې مېرمن ډېره لوړه ستاينه کوي

ګرانو دوستانو،د چين په جنوب کې د يانګ شو په نوم ولسوالۍ ډېرې ښکلې طبيعي منظرې لري او هرکال ګڼ شمېر چيني او بهرني سلانيان راجلبوي. د چين او لويديځ کلتورونه دلته په ښه توګه يو ځای شوي دي، دغه راز د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د مينې ډېرې په زړه پورې کيسې هم دلته رامنځته شوي. اوس يانګ شو ته ځو او راسره پاتې شئ او په دې ښکلي ځای کې د مينې په زړه پورې کيسې واورئ!

ماښام رارسېدلی، د يانګ شو ولسوالۍ لويديځ واټ ډېره ګڼه کوڼه لري. لويديځ واټ په يانګ شو ولسوالۍ کې ترټولو لرغونی واټ دی او ١٤٠٠ کلن تاريخ لري، څه باندې دوه سوه جوړې چې خاوند او مېرمن يې له مختلفو هيوادونو څخه راغلي،دلته اشنا شوي او واده يې کړی. درې مياشتې مخکې ٨٤ کلن امريکايي سپينږيري کريس او ٦٥ کلنې چيني مېرمن جانګ ليان فانګ په يانګ شو ولسوالۍ کې د واده مراسم ترسره کړل. که څه هم دوی د ژبو او عمرونو په برخو کې ډېر توپيرونه لري، خو دوی اوس ډېر نيکمرغه ژوند لري.

کريس وويل: ((هيڅکله مې فکر نه وکړی چې زه به له يوې چيني ښځې سره واده کوم، ان دغه چيني ښځه په انګليسي ژبه هم نه پوهيږي. خو مينه تل له منطق سره سمون نه لري، مشهور شاعر شېکسپير ويلي و چې مينه ړنده ده.))

مېرمن جانګ ليان فانګ وويل: (( زما انګليسي ژبه بده ده او د هغه چيني ژبه . خو موږ سره پوهيږو. نو په ژوند کې به هيڅ شخړه ونه لرو.))

اوه کاله دمخه کريس له پخوانې مېرمن سره يوځای د امريکا له يريسنا ايالت څخه يانګ شو ته راغی او د داوطلب په توګه يې ځايي ماشومانو ته انګليسي ژبې درس ورکاوه. خو درې کاله مخکې يې مېرمن وفات شوه، خو ښه خبره دا ده چې هغه وروسته يوه ښکلې چيني مېرمن پيدا کړه او اوس نيکمرغه ژوند لري. کريس د اوسنې مېرمن داسې لوړه ستاينه وکړه:

(( هغې د دېرشو کلونو لپاره د واده ژوند درلود. د هغې خاوند فلج شو، خو هغې تل خپل خاوند ښه پاللی و، ترڅو خاوند يې وفات شو. هغه يوه ډېره ښه ښځه ده.))

د کريس جوړې په شان له اسرائيلو څخه راغلی ميک او چيني پېغلۍ چين جيان رونګ اوس ډېر نيکمرغه ژوند سره لري. اته کاله کيږي چې دوی سره واده کړی. ميک وويل، چې هغه له اوسني ژوند څخه ډېر خوند اخلي.

(( زه له چيني کلتور سره ډېره ليوالتيا لرم. دلته ژوند خوښوم. د راتلونکي په هکله بشپړ پلان نه لرم، اوسنی مهم پلان دا دی چې په راتلونکي کال کې به زما زوی په ښوونځي کې شامل شي. ټول شيان د بدلون په حال کې دي، نو بايد په ښه توګه هره ورځ تېره کړو.))

د ميک مېرمن وايي: (( د ژوند په برخه کې زياتې غوښتنې نه لرم، که غوښتنې زياتې شي، ژوند به له لازياتو فشارونو سره مخامخ شي.))

له هولنډ څخه راغلي ښاغلي رولند له ميک سره مختلفه رويه لري. هغه په کارونو ډېر کوشش کوي او غواړي چې زياتې پيسې وګټي . هغه په روانه چيني ژبه د خپلې مېرمن له ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه:

(( هغه غواړي کور ، موټر واخلي،په حقيقت کې ډېر چينايان هم دا ډول پلان لري. د هغې لپاره به په کارونو کې ډېر کوشش وکړم او د هغې په ملاتړ سره به بريالی وم.))

رولند د يانګ شو ولسوالۍ په رومانتيک لويديځ واټ کې له خپلې مېرمن سره اشنا شوی او بيا يې په دې ولسوالۍ کې دايمي ژوند کړی. د خوښې وړ خبر دا دی چې په نږدې راتلونکي کې به د هغه ماشوم پيدا شي.))

له ١٩٧٨ کال څخه راپدې خوا په يانګ شو ولسوالۍ کې څه باندې ١١٥٠ جوړو وادونه کړي. د چيني او لويديځ کلتورونو ترمنځ د پيستون له امله موږ نور باور هم لرو چې په دې ښکلی ځای کې به د نړيوالې مينې په اړه لازياتې په زړه پورې کيسې رامنځته شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای