CRI Online

پاکستانۍ محصله انعم : پاکستان او چين دواړه زما کورونه دي

cri     (GMT+08:00) 2013-11-26 20:35:59


دالي پوهنتون

ګرانو دوستانو! د چين په جنوب لويديځ کې د يون نان ولايت په منځنۍ سيمه کې د دالي د بای قوم خپلواکه لويه ولسوالی د ښکلو منظرو او ځانګړو قومي دودونو له امله ډېر شهرت لري. دالي پوهنتون هم په دغه ايالت کې واقع دی او د جنوبي اسيا د هيوادونو ډېر محصلين په دې پوهنتون کې زده کړه کوي. انعم د پاکستان د پنجاب ولايت له بهاولپور ولسوالۍ څخه راغلې، له دغو محصلينو څخه يوه هم ده. انعم په دې هکله داسې وويل:

((زه اوس په دالي پوهنتون کې د جراحي څانګې د ماسترې درجې د لاسته راوړنې لپاره زده کړه کوم . شپږ کاله کيږي چې چين ته راغلې يم او په لومړيو پنځو کلونو کې مې د چين په جنوب کې د های نان ولايت په های کو ښار کې زده کړه وکړه. په هغه وخت کې مې غوښتل چې د جراحي څانګې ماستري درجې لاسته راوړلو لپاره کوشش وکړم، زما ښوونکي ما ته دالي پوهنتون معرفي کړ او بيا دې پوهنتون کې مې د شاملېدو غوښتن ليک وړاندې کړ او وروسته په دې پوهنتون کې شامله شوم.))

ولې يوه پاکستانۍ نجلۍ يوازې خپل کور پريږدي او چين ته د زده کړې لپاره راځي؟ انعم دې پوښتنې ته داسې ځواب ورکړ:

(( له ماشومتوب څخه مې چين پېژنده ځکله چې زما مور او پلار ځيني چيني ملګري درلودل او له دوی څخه مې د چين په هکله زيات معلومات ترلاسه کول. نو پريکړه مې وکړه چې د زده کړې لپاره چين ته لاړه شم.))

د طبي تخصص د زده کړې لپاره درسي فشار دروند دی، انعم پرته د درس نه په روغتون کې د ستاژرې په توګه دنده هم ترسره کوي. دې په زده کړه کې د لوړې نمبرې له امله د پوهنتون سکالرشيپ ترلاسه کړ. په وزګار وخت کې هغه ډېرې علاقې هم لري. مثلا په فارغ وخت کې شعر ليکي يا يې انځوروي. د دالي ولسوالۍ ښکلۍ طبيعي منظرې هغې ته ډېر الهامونه ورکوي. انعم په دې هکله داسې وويل:

(( په دالي کې هوا ډېره ښه ده، منظرې يې هم ډېرې ښکلۍ دي، زه له شعر ليکلو او انځورولو سره ډېره علاقه لرم، دلته ټول شيان ما ته الهام راکوي، دالي ډېر ښکلی ځای دی.))

د انعم په وينا د شپږو کلونو راهيسې په چين کې هره ورځ ورته ارامه او ښايسته ده. په تېره بيا د دالي ولسوالۍ له ښکليو منظرو پرته د چينايانو تودو احساساتو او په کارونو کې د دوي نه ستومانه کېدونکې روحيې ورته ډېرې ژورې خاطرې بښلې دي. انعم په دې هکله وويل:

((د چينايانو دوستي څخه زما په ذهن کې ډېره ژوره خاطره راپاتې شوې. که څه هم ډېر چينايان په انګليسي ژبه نه پوهيږي، خو کله چې له ستونزې سره مخامخ شم او يا کومې مرستې ته اړتيا ولرم، دوی راسره مرسته کوي. برسيره پردې، چينايان هم ډېر زحمتکښ وکړي دي، دوی په کار او زده کړه کې ډېر کوشش کوي. زما په اند دوی نه يوازې زموږ لپاره بلکې د ټولو کسانو لپاره يوه نمونه ده.))

د شپږو کلونو د ژوند او زده کړې څخه راپدې خوا ، انعم چين خپل دوهم ټاټوبی بولي، هغه په چين کې د يوې جراحي ډاکټرې د جوړېدو لپاره هڅه کوي، د راتلونکي پلان په هکله انعم وويل:

(( زما په زړه کې چين زما دوهم ټاټوبی دی. زه به دلته خپله زده کړه بشپړه کړم. هيله لري چې په راتلونکي کې مې خپل اميد پوره شي چې د يوې جراحې ډاکټرې په توګه وګرځم . په هغه وخت کې که زما وطن ما ته اړتيا ولري، زه به بېرته خپل وطن ته لاړه شم. که چين ما ته اړتيا ولري، زه به دلته پاتې شم. پاکستان او چين دواړه زما ټاټوبی دي.))

په دالي پوهنتون کې د انعم په شان ډېر محصلين شته. له ٢٠٠٥ کال څخه دالي پوهنتون د جنوبي اسيا د هيوادونو ډېر محصلين منلي دي. اوس هرکال په منځنۍ توګه يو سلو پنځوس تنه محصلين له پاکستان، هند، نيپال، بنګلادېش او داسې نورو اسيايي هيوادونو څخه راځي او په پوهنتون کې د خپل اميد د ترسره کولو لپاره هڅه کوي!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای