CRI Online

چين به مرستندويه ساحه پراخه کړي

cri     (GMT+08:00) 2013-12-09 19:50:55

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دسمبر په پنځمه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه او پکې يې د چين د ملکي کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل.د چين د ملکي چارو وزارت يوه مسئول وويل چې چين په هر اړخيزه توګه د لنډمهالي مرستې نظام په جوړونه بوخت دی او په راتلونکې کې مرستندويه ساحه پراخه شي او له بې وزلو کسانو سره مرستې پياوړې شي.د دې ترڅنګ ياد وزارت وويل چې له هغو ماشومانو سره چې د پلار و مور د طلاق او زندانۍ له امله ساتنه او پاملرنه له لاسه ور کوي، ، مرستې پياوړې شي چې د ستونزو پرمخ دوی ته د مرستې لاس اوږد شي.

د روان کال په اکتوبر کې د چين د هه بی ولايت يو بزګر د پيسو د کمښت له امله درملنه نه شوای تر لاسه کولی او د مجبوريت له مخې يې په خپله د ورون يوه برخه پرې کړه .دغه پېښه ډېرو بې وزليو کسانو ته د ټولنې پاملرنه راجلب کړه او ور څخه څرګنده شوی چې په دې برخه کې د چين حکومتي مرستې کمې دي. په ياده خبري ناسته کې د دغه وزارت مرستيال دو يوو پې وويل چې اوس د چين په ټولنيزه مرسته کې موجودې دوې مسئلې دا دي چې يوه يې طبي مرستې او بله يې لنډمهالي مرستې دي.هغه زياته کړه چې د چين حکومت به طبي مرستې او ټولنيزې مرستې پياوړې کړي ترڅو په طبي درملنه کې ډېرو غريبانو ته اسانتياوې برابرې شي.هغه وويل (اواز............) د چين حکومت به مرستندويه ساحه پراخه کړي او په مناسب ډول ځينی مرستندويه محدوديت ليری کړي او مرستندويه پيسې به زياتې کړي تر څو د ډېرو بې وزلو کسانو بار کم شي.

د ځينو هغو کورنيو په مقابل کې چې که څه هم عايدات يې د ژوند ضمانت له ډېرې ټيټې کچې څخه لږ څه لوړ دی،خو د طبي درملرنې او د ماشومانو د زده کړې لګښتونه يې ډېر دي ،او د ځينو هغو نورو کورنيو په مقابل کې چې له لنډمهالي ستونزو سره مخامخ دي،اوس د چين د ملکي چارو وزارت له اړوندو څانګو سره د لنډمهالي مرستندويه نظام د جوړولو څېړنه کوي.ښاغلي دو وويل د ژوند د ډېر تيټ ضمانت نظام په ټولنيزه مرسته کې ډېر بنسټيز نظام دی او له نن څخه به په بېلا بېلو ځايونو کې اړوند نظام بشپړ شي .هغه وويل (اواز..........) بايد په چټکۍ سره د وګړو د کورني اقتصادي حالت د پلټنې ميکانيزم جوړ شي تر څو د کور، موټر،پسانداز او اسهامو په باب معلومات تر لاسه شي . د دې ترڅنګ بايد د شيانو د بيو له بدلون سره سم د ژوند د ضمانت ټيټې کچې د زياتولو نظام بشپړ شي.

په ياده خبري ناسته کې د غورځول شويو بچيانو لپاره د خونې جوړونه د پاملرنې وړ ده يعنی د غورځول شويو بچيانو ساتونکی مرکز جوړيږي چې پکې د اړتيا وړ شيان برابريږي او په اخر کې بچيان خيريه مرکز ته ليږدول کيږي.په دې وروستيو ورځو کې د چين د شن جن ښار له خيريه مرکز څخه د رارسيدلي خبر له مخې په راتلونکی کال کې به لومړنی همدغسی مرکز جوړشي.خو دغه مرکز د چين په دننه کې د جنجالونو د رامنځته کېدو سبب ګرځي.د ځينو کسانو په اند له دغه عمل څخه څرګنديږي چې دا کړنه د ژوند درناوی کول دي،خو ځينی نور يی دا نظر لري چې د دې کړنې له امله به د بچيانو غورځونه وهڅول شي.ښاغلي دو وويل چې دی د دی مرکز د جوړولو ملاتړ کوي او دغه کړنه به نورو سيمو ته خپره شي.هغه وويل (اواز..........) دغه ډول مرکز به حيات او د ماشومانو حقونو ته د ارزښت ور کولو له اصولو سره سم جوړيږي چې دا د نابالغو کسانو د ساتلو د قانون له اړوندې روحيې سره سمون لري او د غورځول شويو بچيانو په اړه مجرمينو ته د سزا ور کولو په هکله د جنايي قانون له اړوندو مادو څخه سرغړونه نه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای