CRI Online

د ګوانګ جو ښار د استوګنې په يوه ناحيه کې د خدمتي مرکز کوښښونه

cri     (GMT+08:00) 2013-12-09 19:42:18

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د ګوانګ جو ښار يو داسی ښار دی چې پکې د اوسېدونکيو افريقايانو شمېر د نورو سيمو په پرتله ډېرې دی او په ګوټ ګوټ ګې يې ډېر افريقايان ليدل کيږي.دوی غواړي چې د چين له اقتصادي پرمختګ څخه ګټه واخلي .د معلوماتو له مخې د ګوانګ جو ښار د يوو شيو سيمې د دنګ فنګ نومی د استوګنې په ناحيه کې نژدې زر تنه افريقايان اوسيږي.د دوي د خوب د رېښتيا کېدو لپاره د دې ناحيې خدمتي مرکز کارکوونکيو ډېره هڅه کړې او کوي يي.

(اواز………) هره ورځ تر غرمۍ وروسته په پنځو بجو په دې مرکز کې يوه ډله افريقايان د چيني ژبې په زده کړې بوخت دي چې زياتره يې په ګوانګ جو ښار کې سوداګری کوي.(اواز………) د ګوانګ جو د بهرنيو ژبو پوهنتون زده کوونکيو ته مو بلنه ور کړه چې د داوطلبانو په توګه هغو افريقايانو ته چيني ژبه ور زده کړې چې مورنی ژبه يې انګليسي يا فرانسوي ژبه ده.

د ګوانګ جو پوهنتون د عامې ادارې پوهنځي د پروفيسر مرستيال وانګ ليانګ چې په ٢٠١١ کال کې يې د دې سيمې د ياد مرکز بلنه ومنله او د دې مرکز مشر په حيث وګمارل شو او دلته افريقايي اوسېدونکيو ته خدمت کوي.هغه وويل چې د دې مرکز بنسټيز کار دا دی چې د هرې ورځې په ماښام په وړيا توګه افريقايانو ته چينی ژبه ور زده کوي.هغه وويل (اواز…………)د دوی پرمخ تر ټولو لويه اړتيا د چيني ژبې زده کړه کول دي .دلته ډېر بهرني اوسېدونکي چې مورنی ژبه يې انګليسي، فرانسوي يا عربي ژبه ده، اوس لاهم نه شی کولی چې له چينايانو سره د نظريو تبادله وکړي.

د سوداګرۍ او ژوند د اړتياوو پوره کولو لپاره له چيني ژبې څخه د افريقايانو د زده کړې شوق او ذوق قوی دی .د مرکز په دفتر کې چې مساحت يې يوازې څه باندې شل مربع متره دی،کله نا کله څلوېښت يا پنځوس تنه افريقايان ليدل کيږي.د ګيني سلمان وويل چې که په چين کې لويه سوداګری وکړي، بايد په چيني ژبه ښه پوهيږي.

خو د چيني ژبې د زده کړې بهير اوږد دی .د افريقايي اوسېدونکيو په وړاندې ډېرې ريښتيې ستونزې پر اوسېدو، طب او د ماشومانو پر زده کړې پورې اړه لري.

(اواز…………) د ګوانګ جو ښار نجلۍ جاو ون هوا چې په انګليسي ژبه فصيحه ده،د دې مرکز يوه کارکوونکې ده او ورځنی کار يې د افريقايي اوسېدونکيو د ستونزو ليری کول دي.هغې وويل (اواز……….) مونږ له افريقايي ښځو څخه طبي ملاتړ کوو مثلا دوی غواړي چې د ايدز ناروغۍ معاينه وکړي.مونږ ور سره مرسته کوو او له همکاريزو روغتونونو څخه د اړوندو لګښتونو په اړه پوښتنه کوو تر څو دوی د معاينې وخت وټاکي.

هغې زياته کړه چې دغه مرکز په ټاکلي وخت کې د چين د قوانينو په اړه کورس جوړوي ، افريقايي ښځو ته طبي مرستې برابروي او د دوي د ماشومانو د زده کړې ستونزې حلوو. د ژوند او کار په اړه ډېر معلومات د مرکز له لارې دوی ته وړاندې کيږي.

(اواز…………)سربېره پردې دغه مرکز هم کله نا کله د دغو ځانګړو اوسېدونکيو لپاره غونډې جوړوي.د چين د سپوږمۍ په تېر اختر کې دلته ځايی وګړو د دغه اختر په باب معلومات افريقايي ملګرو ته ورکړل او افريقايي اوسېدونکو هم چيني ملګرو ته د افريقا دوديز اخترونه ور وپېژندل .وانګ ليانګ وويل چې د ژبې او د ژوند د عادتونو د توپير د موجوديت له امله په سيمه ييزې ټولنې کې د اوسېدونکو افريقايانو ګډون مشکل کار دی ، خو خدمتي مرکز تل د چين په دوديزو اخترونو کې د چينايانو او بهرنيانو ترمنځ د اړيکيو د ټينګښت لپاره د خوښيو غونډې جوړوي او په ټاکلي وخت کې د دوی روحانی ملاتړ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای