CRI Online

په چين کې د سګريټ د کنترول او مخنيوي کارونه په ستونزمن حال کی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-12-31 19:21:33

چين په نړۍ کې د تنباکو تر ټولو لوی توليدونکی او مصرفي هېواد دی او سګرټيان يې دری سوه مليونو تنو ته رسيدلی دی.هره ورځ د سګريټونو د چکولو په امله د مړه شويو کسانو شمېر دری زره او اته سوه تنه دي .روان کال د روغتيا نړيوال سازمان د توباکو د کنترول په چوکاټي تړون کې د چين د ګډون له لسمې کاليزې سره برابر دی .د يوه تازه راپور له مخې له لسو کلونو راهيسې په چين کې د سګريټ توليدي اندازه نه يوازې ده کمه شوې بلکی په سلو کې پنځوس برخه زياته شوې ده.په چين کې د سګريټونو کنترول کارونه لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.د چين د سګريټونو د کنترول ملکي سازمان يعنی د شين تان په نامه د روغتيا او پرمختګ څېړنيز مرکز په دې وروستيو ورځو کې د سګريټ د کنترول په اړه يو کلنی راپور خپور کړ او ويې ويل د چين د سګريټ د کنترول کارونه په ستونزمن حال کی دي.د دې مرکز مسئول وانګ که ان وويل (اواز..........) په ٢٠٠٢ کال کې په چين کې د سګريټ توليدي اندازه اوولس سوه مليارډه دانو ته ورسيده ، خو په ٢٠١٢ کال کې دغه شمېر دوه زره او پنځه سوه او شل مليارډه دانې وې چې په تېرو لسو کلونو کې دغه رقم نژدې په سلو کې پنځوس برخه زياته شوې ده.د دی ترڅنګ په چين کې د توباکو توليدي اندازه د نړۍ د عمومي توليدي اندازې په سلو کې دری څلوېښت برخه نيسي.

چين په ٢٠٠٣ کال کې د روغتيا د نړيوال سازمان د توباکو د کنترول په چوکاټي تړون کې ګډون وکړ او ژمنه يې وکړه چې په ٢٠١١ کال کې په عامو او کاري ځايونو کې د سګريت څکلو د مخنيوي لپاره مثبته تګلاره غوره کړي او د توباکو په اړه ټول اعلانونه منع کړي ،خو تر اوسه چين خپله ژمنه نه ده پوره کړې.د ياد راپور له مخې د روغتيا نړيوال سازمان د اړوندې پلټنې له مخې له ١٦ ډولو عامو او کاري ځايونو څخه يوازې په طبي او ښوونيزو ځايونو کې د سګريټ د ممنوعيت قاعده غوره کړې وه چې له امله يې اړوندې نمرې په نړۍ کې وروسته پاتی دي.

د ٢٠١١ کال د مې له لومړنې نيټې څخه د چين حکومت په عامو ځايونو کې د سګريټ چکولو د ممنوعيت لپاره اړوند قاعده پلی کړی ده. د دې ترڅنګ په شانګهای،هانګ جو ، ګوانګ جو ، هاربين او تيان جين ښارونو کې اړونده قاعده هم جوړه شوی ده ، خو د قاعدې د پلي کېدو حالت د خوشبينی وړ نه دی .که څه هم اړونده قاعده جوړه شوی ، خو تر اوسه اړونده سزا لاهم نه ده ور کړل شوې.د هاربين د ناروغيو د کنترول مرکز د سګريټ د مخنيوي څانګې مسئول جانګ جينګ دونګ وويل چې هاربين د سګريټ د کنترول د قاعدې د پلي کولو په بهير کې ځينی ښې پايلې تر لاسه کړې.هغه وويل (اواز...........) ښاروالۍ د سګريټ د مخنيوي لپاره يوه څانګه جوړه کړه .د دې ترڅنګ په عامو ځايونو کې يې د سګريټي د شکايتونو لپاره مو تود تلفوني لاين جوړ کړ چې دغه کار د اړوندې دولتي څانګې له خوا ومنل شو.

د معلوماتو له مخې په شانګهای ښار کې په ٢٠١٠ کال کې د سګريټ د کنترول د قاعدې له پلي کېدو راهيسې په عامو ځايونو کې د سګريټ څکلو انډول په سلو کې شل کم شوی دی.د کارپوهانو په اند په ځايي سيمو کې د سګريټ کنترول په اړه د قاعدو د جوړولو له امله د هېواد په کچه د اړوند قانون د جوړېدو بهير چټک شوی دی. د معلوماتو له مخې اړوند دولتي قانون ښايی په نژدې راتلونکی کې جوړ شي.ښاغلي وانګ وويل (اواز.........) د يوې تازه شمېرنې له مخې اټکل کيږي چې هر کال د سګريټ څکولو له امله د مړه شويو کسانو شمېر يو مليون او څلور لکه تنه دي چې دغه شمېر به په ٢٠٢٥ کال کې دوه مليونه تنه وي.له دغې شمېرنې څخه څرګنديږي چې د چين د سګريټ کنترول له زياتو ستونزو سره مخامخ دی .نو دغه کار د بېلا بېلو ټولنو کوښښونو ته اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای