CRI Online

د نينګ شيا د غرنۍ سيمې څخه راغلو ماشومانو له غوره ښوونيزو سرچينو څخه ګټه اخيستې

cri     (GMT+08:00) 2013-12-31 19:27:56

د نينګ شيا د هوي قوم د خپلواکې سيمې په اين چوان ښار کې داسې يو ښوونځی شته چې زده کوونکي يې د نينګ شيا په جنوب کې له بې وزلې غرني سيمې څخه راغلي او د زده کړې او د کتابونو د اخيستلو لګښتونو ور کونې ته اړتيا نه لري .دغه ښوونځی د لو پان شان نومی لوړې کچې منځني ښوونځی دی چې د جوړېدو موخه يې له نورې ښې ښوونې څخه د دغو ماشومانو د ګټې اخيستنه ده.

د ياد ښوونځي د جوړولو د موخې د يادونې په ترڅ کې د دې سيمې د ښوونيزې ادارې مرستيال وانګ جيان پينګ زمونږ خبريال ته وويل (اواز........) د نينګ شيا په جنوبي سيمه کې د خرابو طبيعي شريطو او وروسته پاتی اقتصاد له امله ښوونيزه سويه ډېره ټيټه ده.په دې سيمه کې له غوره ښوونيزې سرچينې څخه د ماشومانو د ګټې اخيستلو لپاره له بې وزلو زده کوونکيو سره د مرستې لپاره دغه ښوونيز شکل جوړ شو.

ښاغلي وانګ وويل چې د نيګ شيا په جنوب لو پان شان سيمه کې د وروسته پاتی ښوونيز حالت د بدلولو لپاره سيمه ييز حکومت په دې سيمه کې ښوونځي جوړ کړل او تعليمي تاسيسات يې ترميم او ښه کړل،خو پايله يې ښه نه وه.ځکه چې په دغو غرني سيمو کې که څه هم ښکلی ښوونځي جوړ شوی، خو غوره ښوونکي نه شی راجلب کېدای .د ياد ښوونځي مشر جين چون يوو وويل (اواز.......) د يوه ښوونځي مهم ټکی ښوونکي دي ، مونږ غوره ښوونکيو ته اړتيا لرو،نو بايد د ګرد هېواد پرمخ ښوونکي راوغواړو او د کلني معاش نظام ور ته جوړ کړو.

د غوره ښوونکيو د راغوښتلو لپاره يې د نينګ شيا ښوونيزې ادارې په ورځپاڼو کې اړوند اعلانونه خپاره کړل او د لومړی ځل لپاره يې د ښې اداري افکاره وړاندې کړه.په ٢٠٠٣ کال کې د نينګ شيا په منځنيو ښوونځيو کې د هر ښوونکي په سره مياشتنی معاش يو زر او دوه سوه يوانه و او کلنی عايدات يې يوازې شل زره يوانه و، خو په يادو اعلانونو کې ښوونکيو ته ور کړل شوي کلنی معاش له څلوېښت زره يوانو څخه ټيټ نه و.له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠١٢ کاله پورې ياد ښوونځي په نوموړو لارو چارو دری سوه او يو اتيا تنه ښوونکي راوغوښتل .

د ښوونکيو مسئله حل شوه، خو د بې وزلو کورنيو ماشومان څنګه دغه ښوونځي ته وليږدول شول؟ د دې مسئلې د حل وفصل لپاره سيمه ييز حکومت د بې وزلو ماشومانو د زده کړې او د استوګنې لګښتونه وبښل او هر کال دغو زده کوونکيو ته يې يو زر يوانه مرستندويه پيسې ور کولې.خو دا له اټکل څخه وتلې وه چې د دې ښوونځي د جوړېدو په لومړنی کال کې کوم زده کوونکي په اړوند مرکز کې خپل نوم ثبت کړی ،ځکه چې سيمه ييزو وګړيو پرې باور نه درلود. په اخر کې د ښوونکيو په کوښښونو سره شپږ سوه او څلور تنه زده کوونکي د دې ښوونځي له خوا ومنل شول.

د ٢٠٠٣ کال د اګيست په ٢٣مه نېټه ياد ښوونځي په رسمي توګه جوړ شو او د لومړنې ډلې زده کوونکي له خپل ټاټوبي څخه اين چوان ښار ته ورسيدل .خو دغو ماشومان د نوي چاپيريال په وړاندې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شول د بلګې په توګه د اوبو په وسيله د تشناب مينځل او ترانسپورتي څراغونه يې نه پېژندل.زده کوونکي هو ليان فنګ وويل (اواز..........) پخوا يوازې زمونږ ولسوالۍ ته لاړ وم ، نو ښوونځي ته د رسيدو په لومړنيو وختونو کې له نوی چاپيريال سره عادی نه وم .

د ښوونکو په هڅولو سره ماشومان ګام په ګام له ښاري ژوند سره عادی شول .په وروستيو لسو کلونو کې د ښوونځي د تعليمي افکارې د يادونې په ترڅ کې ښاغلي جين وويل (اواز..........) په تېرو لسو کلونو کې مو د زده کوونکيو روزلو ته ډېر ارزښت ور کړ.مونږ غواړو چې د دغه ښوونځي د جوړولو له لارې بې وزله زده کوونکي د هېواد د ورخلاصون او اصلاحاتو له لاس ته راوړنو څخه ګټه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای