CRI Online

د چوی وان جي ښکلی ژوند

cri     (GMT+08:00) 2014-01-06 15:09:48

چوي وان جي چې د جامو ګنډلو د يوې مشهورې تصدۍ د مشر په توګه وټاکل شو ،خپله کيسه وکړه او و يې ويل (اواز.........) په ١٩٦٧ کال کې زيږېدلی يم ، خو د زيږېدو پر وخت کې دماغ مې د اکسيجن د کمښت له امله فلج شو، نو تر اووه کلنۍ پورې مې په ويره ويره د ګامونو په پورته کولو پيل وکړ او په نهه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامل شوم.

د دماغي ناروغۍ له امله د ده د زده کړې بهير هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ و چې که څه هم نمرې يې ډېرې لوړې وې، خو ډېرو ښوونځيو د ده د زده کړې غوښتنه رد کړه.چوي وان جي ستونزو ته سر ټيټ نه کړ او خپلې زده کړې ته يې دوام ور کړ چې په پايله کې يې د لوړې نمرې د ګټلو له امله د شينجيانګ د شه هه جي پوهنتون د اقتصاد ادارې د پوهنځي له خوا ومنل شو. خو په ١٩٩٩ کال کې تر فراغت وروسته هغه لا هم د کار پيدا کولو په ترڅ کې له ستونزې سره مخامخ و. هغه وويل (اواز........) د ګمارنې بازارته سل ځله تللی وم ، خو هېڅ شرکت نه غوښتی چې يو معيوب وګماري .نو تر هغه وخته وروسته دغه ډول بازار ته د ورتګ خيال نه دی رامنځته شوی.

خو له همدې وخت څخه هغه پرېکړه وکړه چې په سوداګرۍ پيل وکړي. که څه هم په دی ترڅ کې ستونزې ډېرې وې ، خو چوی وان جي د خپلو کوښښونو له لارې ګټې اخيستې او په ٢٠٠١ کال کې يې يو انټرنټي بار پرانيستلی چې له انټرنټ سره د تماس نيولو وروسته ژوند يې نوی پړاو ته رسيدلی دی .هغه وويل (اواز........) د انټرنټي شبکې په وسيله پر ځان باور پياوړی شوی دی.که څه هم انټرنټي نړۍ مجازۍ نړۍ ده ، خو پکې معيوبين ريښتينی مساوات موندلی شي.

د انټر نټ له امله چوي وان جي نه يوازې له نړۍ سره د تماس نيولو لپاره نوۍ کړکۍ بلکی سوداګريز فرصت هم پيدا کړی دی .په ٢٠٠٧ کال کې هغه په رسمي توګه د الکترونيکي سوداګرۍ ساحې ته ننوتلی او د تاو باو نومی ويبپاڼه کې د يوې انټرنتي مغازې د جوړولو لپاره يې دوه لکه يوانه پانګه اچولې ده.خو د تجربې د کمښت له امله کاروبار ښه نه و ،مګر چوي وان جي په پوره توګه له خپلې سوداګرۍ څخه لاس وا نه اخيست او د خپلې انټرنټي مغازې د شهرت په رڼا کې يې د نښه لرونکو ښځينه جامود ګنډلو يوه فابريکه جوړه کړې چې له امله له خسارت څخه يې ګټه اخيستې ده.اوس مهال د دي ليان نومی سوداګريزه نښه چې د ده له خوا جوړه شوې، په تاو باو ويبپاڼه کې د مشتريانو له خوا ډېر خوښ شوې نښه وبلله شوه او د ده له انټرنټي سوداګرۍ څخه تر لاسه شوی کلنی عايدات اتيا مليونه يوانه وو. هغه هم په وار سره په ٢٠١١ کال د چين د ان هوي ولايت د لسو مشهورو کسانو په ليست کې وشمېرل شواو په ٢٠١٢ کال او ٢٠١٣ کال کې د خپلو چارو د جوړولو په برخه کې د يوې نمونې په توګه وټاکل شو.

د زياتو پيسو د ګټلو په عين وخت کې چوي وان جي هم خيال لري چې لا زيات ټولنيز مسئوليت پر غاړه واخلي.هغه وويل (اواز..........) ريښتيا ده چې اوس زما د ژوند لپاره بنسټيزې اړتياوې پوره شوې دي ،نو اوسنۍ نوره مهمه دنده مې دا ده چې ټولنيز مسئوليت پر غاړه لرم .زما په شرکت کې څه باندې شل تنه معيوبين ګمارل شوي دي.خو د عادي کسانو غوندی له دوي سره يو شان چلند کوم.

د دی ترڅنګ هغه هم د ګمارنې مخکې د معيوبينو روزنه کوي او د خپل غوره وای په کارولو سره د معيوبينو له خوا د مغازو د پرانيستلو لپاره اسانتياوې برابروي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای