CRI Online

د پسرلني اختر په موده کې د ليږد راليږد د ضمانت لپاره لومړنی بيمه په انټرنټ کې پلورل کيږي

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 14:56:07

په دې وروستيو ورځو کې د تاو باو ويبپاڼې د چين د پينګ ان نومی بيمې له شرکت سره يوځای د پسرلني اختر په موده کې د ليږد راليږد د ضمانت لپاره لومړنۍ بيمه خپره کړه چې په دی توګه به بيمه ګډون کوونکيو ته خپل ټاټوبی ته د ستنېدو پر مهال د ناڅاپه ترانسپورتي پېښو او د بيګ د ورک کېدو په اړوند جبران ور کړي.ګډون کوونکي د موبيل تليفونون په وسيله د بيمې او جبران په باب معلومات تر لاسه کولی شي.د تحليلونکيو په اند د انټرنټ له لارې په بيمه کې ګډون ښايي په راتلونکی کې د بيمې پلورلو لپاره يو شکل وي.

د معلوماتو له مخې د دغه ډول بيمې د ضمانت چوکاټ نه يوازې د بيمې ګډون کوونکيو پورې بلکې د دوي پر مالونو پورې اړه لري .د خبر له مخې بيمه به د پسرلني اختر د ليږد راليږد په موده کې که له ناچاپه ترانسپورتي پېښو يا د بېګونو له ور کېدو سره مخامخ وي، نو جبران به تر لاسه شي.د تاو باو نومی د ويبپاڼې کارکوونکي ګه ژوي چاو وويل چې دغه ډول بيمه د خلکو له ژوند سره نژدې اړيکې لري. هغه وويل (اواز..........) دغه نوی ډول بيمه به د خلکو لازياته پاملرنه راجلب کړي او خلکو ته يوه مهمه نښه ښيي چې بيمه له ولسي ژوند سره نژدې اړيکې لري.سربېره پردې له انټرنټ سره د بيمو د يوځاېښت له امله به د بيمې په پلورلو کې ځينی بدلونونه راشي.

د دغه ډول بيمې بيه ډېره ټيټه ده چې يوازې دوه يوانه دی .په عين وخت کې به يادې ويبپاڼې د جنورۍ له شپږمې نيټې څخه تر لسمې نيټې پورې د موبيل تليفونونو د نرم زيرميز په وسيله په وړيا توګه خلکو ته دوه مليونه نسخې بيمې ور کړي چې د بيمې د نافذ کېدو وخت به د بيمه ګډون کوونکيو له خوا وټاکل شي او د ضمانت وخت به يې پنځه ورځی دوام ولري. د بېجينګ د سوداګرۍ او اقتصاد پوهنتون د بيمې څانګې پروفيسر تو ګوو جو د دغه نوی ډول بيمې د يادونې په ترڅ کې وويل چې که څه هم د انټرنټ له لارې په بيمه کې ګډون په پوره توګه په بيمه کې د شاملېدو شکل د عنعنوی پلورنې پر ځای نه شی کېدای ، خو راتلونکی به يې ښه وي.هغه زياته کړه (اواز........) د دغه نوی ډول بيمې ځانګړتياوې دا دي چې د خپرېدا سرعت يې چټک او د ګډون بهير يې اسان دی .که څه هم په انټرنټ کې د بيمې پلورنه په پوره توګه د بيمې د عنعنوی پلورنې پر ځای نه شی کيدای، خو زما په اند که د دغه ډول بيمې د پلورنې لارې چارې مساعدې وي او په انټرنت کې د بيمو د پلورلو له ځانګړتياوو سره سمون وخوري، نو دغه ډول بيمه به هرو مرو تود بازار ولري .باور لرم چې په ٢٠١٤ کال کې به دغه ډول بيمه ستر پرمختګ ومومي.

د دغه ډول بيمې پرته د نورو زياترو بيمو په اړوند چې په انټرنټ کې هم پلورل کيږي، د وروستي جبران ورکونه نه د انټرنټ له لارې تر سره کيږي. د پينګ ان نومی د بيمې شرکت د انټرنټي بيمې کارکوونکي وويل چې که د بېګ له ورکېدو سره مخامخ وي، نو بيمه اخيستونکي بايد د دوی کارکوونکيو ته تليفون وکړي او اړوند شواهد برابر کړي .

که څه هم د دغه نوی ډول بيمې د جبران ورکونې بهير پيچلی دی . خو پروفيسر تو ګوو جو لاهم يادې بيمې ته ډېره پاملرنه کوي.هغه وويل چې د همدغو بيمې په شان د بيمو ډولونه به نور زيات شي. هغه وويل (اواز..........) اټکل کيږي چې په راتلونکی کې ځينی ډولونه بيمې نه يوازې په انټرنټ کې پلورل کېدای شي بلکې په انټرنټ کې اړوند جبران تر لاسه شي، خو په دې برخه کې لاهم زمونږ ډېرو هڅو ته اړتيا لري. رېښتيا ده چې د بيمې جبران يو پيچلی بهير بلل کيږي، که نه،دا شونتيا شته چې په انټرنټ کې جبران ور کړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای