CRI Online

د چين د ګړنديو اورګادو چارو چټک پرمختګ موندلی

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 15:08:17

په روانۍ اوونۍ کې د پسرلني اختر لپاره ليږد راليږد پيل شو او ډېر وګړي خپل ټاټوبی ته د ستنېدو په حال کې دي.په چين کې د ګړندی اورګادي د لازياتو لارو د غځېدلو سره سره ګړندی اورګادي د ياد ليږد راليږد په ترڅ کې د خلکو لومړنی غوره وای ګرځېدلی دی ،خو دری کاله دمخه د ګړندي اورګادي پر چارو شکونه ډېر وو .تر ٢٠١٣ کاله پورې په چين کې د دغو اورګاديو لپاره د غځېدلو لارو اوږدوالی لس زره کيلو مترو ته رسيدلی دی .کارپوهان وايي چې د ګړندی اورګادي په اړونده پانګونه نه يوازې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر پرمخبيوونکی رول لوبوي بلکې د بېلا بېلو سيمو ترمنځ د يو ځايښت او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مثبت رول لوبوي.

مېرمنه وانګ چې ژر به د ګړندي اورګادي په وسيله له بېجينګ څخه د جنګ جو په لور وخوځيږي، په ډېرو سفرونو کې ګړندی اورګادی غوره کړي دي.هغې وويل چې د هغې غوره وای د ګړندی اورګادي پر چټک سرعت او ښه خدمت پورې اړه لري.هغې زياته کړه(اواز.........) د ګړندی اورګادي سرعت ډېر چټک دی . دا ټولو ته معلومه ده چې وخت تر يوې اندازې پورې د ګټې اخيستنې سره اړيکې لري.که په سفر کې دغه اورګادی غوره کړئ، نو لګول شوی وخت به کم شي. د خدمتونو له لحاظه د ګړندی اورګادي په اړوند خدمتي کيفيت هم د خلکولپاره د منلو وړ دی .

دا رېښتيا ده چې ګړندی اورګادي ډېر غوره والی لري چې د وړل شويو مسافرينو شمېر يې ډېر،سرعت يې چټک، چاپيريال يې ښه او لګول شوې انرژۍيې لږه ده .نو د ګړندی اورګادي د چارو پرمختګ د پاملرنې وړ دی.

خو دری کاله دمخه له دی امله چې د جولای په ٢٣مه نېټه په ون جو ښار کې د اورګادي يوه لويه پېښه رامنځته شوه، نو خلکو ته دغه شک پيدا شو چې ايا د ګړندی اورګادي چارو چټک پرمختګ کړی دی او که نه ؟ تقاعد شوی ښوونکی ښاغلي لي وويل (اواز.........) د ګړندی اورګادي په چارو کې ځينی پېښې رامنځته شولې .له دی څخه څرګنديږي چې د اورګادي په سيستم کې کارکوونکو په جدي توګه له اړوندو مقرراتو سره سم خپل کارونه نه دي تر سره کړې.

تر هغه وروسته که څه هم د ګړندی اورګادي د حرکت سرعت ورو شوی ، خو د ګړندی اورګادي چارو لاهم په چټکۍ سره پرمختګ موندلی دی .په تېرو وروستيو کلونو کې د يادو چارو د پرمختګ له امله د خلکو په ژوند کې بدلونونه راغلي دي.د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د صنعتي اقتصاد د څېړنيز مرکز د مشر مرستيالې او د انرژۍ اقتصاد د څېړنيز مرکز مشر شه دان وويل (اواز.........) د بېلګي په توګه تاسې کولی شئ چې په بېجينګ کې کار وکړئ خو په تيان جين يا د بېجينګ په شاوخوا سيمه کې استوګنه وکړئ،ځکه له بېجينګ څخه تر تيان جين ښار پورې ګړندی اورګادی په دې برخه کې مهم رول لوبوي.

د سيلانۍ په بازار کې د ګړندی اورګادي مروجول خلکو ته ډېرې اسانتياوې برابروي .په چين کې د ځوانانو د سيلانيز بازار د يوې څانګې مسئول ګه لې وويل (اواز.......) د سيلانيز بازار له لحاظه د ګړندی اورګادو چارو د پرمختګ له امله د هرې اوونۍ په پای کې د خلکو لپاره د سفر غوره وای زيات شوی دی د بېلګي په توګه د اوونۍ په پای کې تاسې کولی شئ چې له بېجينګ څخه شانګ های ، نان جينګ ، شي ان ، يانګ جو او نور ځايونو ته سفر وکړئ.نو ځکه له عنعنوی اخترونو پرته په نورو ورځو کې هم د سيلانۍ بازار سمسور وي.

د يوې شمېرنې له مخې په ٢٠١٣ کال کې په چين کې د اورګاډي لپاره د غځېدلو لارو اوږدوالی له سل زرو کيلو مترو څخه اوښتی چې له دې جملې څخه د ګړندی اورګادي لپاره د غځېدلې لارې اوږدوالی له لس زرو کيلو مترۍ څخه هم زيات شوی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای