CRI Online

د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو ليږد راليږ پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2014-01-30 15:01:24

په چين کې د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو ليږد راليږد په وروستيو ورځو کې پيل شو چې څلوېښت ورځې به دوام ولري.د ترانسپورتي څانګې د اټکل له مخې د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به د ليږدونکيو مسافرينو شمېر دری مليارډ او شپږ سوه او دروېشت مليونه تنو ته ورسيږي چې دغه رقم به د تېر کال په پرتله دوه سوه مليونه زيات شي .له دې جملې څخه به دوه سوه او اته پنځوس مليونه تنه مسافرين د اورګاډيو په وسيله خپلو کورونو ته لاړ شي، نو د اورګاډي ټکيتونو اخيستنه يو ستونزمن کار دی.

(اواز..........)د روانې مياشتې د ١٥مې نيټې سهار په لسو بجو د بېجينګ د اورګاډي په لويديځ ستېشن کې ښاغلي شين شيان مين بالاخره له بېجينګ څخه د شان دونګ ولايت د لياو چنګ په لور اورګاډي کې د ميز ترڅنګ ناست و چې په دې ستېشن کې دېرش ساعته پاتی شوی و.هغه وويل (اواز.........) دا زمونږ بړستن ،بېک او جامي دي چې د مزدوری په ترڅ کې مې له ځانه وړلي دي .

پنځه کاله دمخه شين شيان مين د مزدوری لپاره بېجينګ ته راغلی ،خو د هر کال د پسرلني اختر مخکې د اورګاډي ټکيت اخيستنه د ده د انديښنې وړ مسئله ګرځېدلې ده.که څه هم په وروستيو کلونو کې د اورګاډي تکټونو د اخيستلو لارې چارې زياتې شوې ،خو ډېرې يې د کليوالو کارګرو لپاره مناسبې نه دي .هغه وويل (اواز.......) نه شم کولی چې د انټرنټ په وسيله ټکيتونه بوک کړم .د پسرلني اختر د رارسيدو مخکې د ټکيټ اخيستنه ډېر ستونزمن کار دی،نو مخکی له مخکې مې د ټکيټ اخيستلو لپاره يو ملګری موظف کړ.

که څه هم د چين د اورګاډي عمومی شرکت د کليوالو کارګرو له خوا د ډله ييزو ټکيټونو د اخستلو لپاره هغه امتيازي تګلاره غوره کړې ،خو د هر کال په پای کې هغه له خپلو ملګرو سره يوځای د کارګرو له مشر څخه د معاش په اخيستلو بوخت دی .روان کال له نيکمرغه هغه د خپلو پيسو په وړلو سره پسرلني اختر تېر کولی شي.هغه وويل (اواز........) د معاش تر لاسه کولو ته مې نهه ورځې انتظار وکړ .د وياړ خبره دا ده چې د ټول کال معاش مې اخيستې دي .ډېر غواړم چې ژر کور ته ستون شم .

د پسرلني اختر په رارسيدو سره سره وګړي خپلو کورونو ته د رسيدو لپاره بېلا بېلې ترانسپورتي وسيلې غوره کوی د بېلګي په توګه اورګادي ، الوتکې ، بسونه او داسې نور.خو د الوتکو او بسونو په پرتله اورګاډي چې د ټکيټ بيه يې ټيټه ده او هم امن دی ، نو د خلکو د تګ راتګ په ترڅ کې لومړنی غوره وای ګڼل کيږي.

لان چون يان چې د جيانګ سو ولايت په کون شان ښار کې کار کوي، د انټرنټ په وسيله يې د اورګاډي ټکټ واخيست.په ٢٠١١ کال کې د انټرنټ په وسيله د اورګاډي ټکيټ اخيستنه پيل شوه چې تر اوسه پورې له دې لارې د پلورل شويو ټکيټونو شمېر د پسرلني اختر په موده کې د پلورل شويو ټکيتونو د عمومي شمېر اويا برخه نيسي ، خو د انټرنټ په وسيله د اورګادي ټکيټ اخيستنه هم اسان کار نه دی.هغې وويل (اواز...........) د خپل ټاټوبی په لور د ټکيټ پلورنه تر غرمۍ وروسته له دريو بجو څخه پيل کيږي ، له دې نه مخکې د کمپيوټر پرمخ چمتو وم ، خو په اخر کې مې شپږ ټکيټونه اخيستې دي چې د شپږو ځايونو په تېرېدو سره خپل کور ته رسيدای شی.

د اټکل له مخې د روان پسرلني اختر په موده کې د ليږدونکو مسافرينو شمېر دوه سوه او اته پنځوس مليونو تنو ته ورسيږي.که څه هم په وروستيو کلونو کې د چين د اورګاډي په وسيله د مسافرينو ليږد راليږد توان پياوړی شوی ، خو په لنډو څلوېښتو ورځو کې د دومره زياتو مسافرينو ليږد راليږد به حتمأ د اورګاډي پر څانګې سخت فشار ولګوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای