CRI Online

په يانګ شو ولسوالۍ کې بهرني داوطلبان

cri     (GMT+08:00) 2014-01-27 16:56:42


هالنډي ځوان رولند د څو کلونو راهيسې په يانګ شو ولسوالۍ کې ژوند کوي او داوطلبي کارونه ترسره کوي


امريکايي سپينږيري کريس په يانګ شو ولسوالۍ کې په وړيا ډول ځايي ماشومانو ته انګريسي ژبه ورزده کوي

ګرانو دوستانو، د چين په يانګ شو ولسوالۍ کې يوه بهرني داوطلبي ډله شتون لري . د دې ډلې غړي له بيلابيلو هيوادونو څخه يانګ شو ولسوالۍ ته راغيي او د ځايي پرمختګ لپاره خدمتونه کوي. د بهرنيان په چين کې پروګرام نننۍ کړۍ کې به له ما زرينې سره له دغو بهرنيو داوطلبانو سره اشنا شئ!

ياده داوطلبي ډله د يانګ شو ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې لخوا جوړه شوې، دوی په عمده توګه له نورو هيوادونو څخه راغلو سيلانيانو سره د اوسېدو لپاره د هويت ثبتولو مرسته کوي، دوی ته ځايي قوانين ورپېژني او له پوليسو سره د شخړو حلولو مرسته هم کوي. يانګ شو ولسوالۍ د ښکليو منظرو په لرلو سره هرکال ګڼ شمېر بهرني سيلانيان راجلبوي، نو ياده داوطلبي ډله ډېر مثبت رول لوبوي.

د يانګ شو ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې مشر بين راو د سي ار ای خبريال ته ياده داوطلبي ډله داسې وروپېژنده.

((د جوړېدو په لومړي وخت کې١٦ غړي او اوس ١٨ غړي لري. د غړو شمېر هميشه بدليږي، ځکه چې هرکال ډېر بهرنيان د مختلفو لاملونو له امله يانګ شو ولسوالۍ ته راځي. اوسني غړي د اوسيدو لاينسس هم لري.))

هالنډي ځوان رولند د څو کلونو راپدې خوا په يانګ شو ولسوالۍ کې ژوند کوی او روانه چيني ژبه هم ويلی شي، هغه اوس د يانګ شو ولسوالۍ د عامه امنيت ادارې د مشر بين راو ښه لاس اوپښې دی. رولند وويل:

((ډېر وخت کيږي چې دلته اوسيږم، که زموږ په مرستې سره يانګ شو ښه پرمختګ موندلی شي،نو موږ به هم ډېر خوشاله شو.

رولند هم خبريال ته خپل داوطلبي کارونه داسې وروپېژندل .

(( پخوا مو په لارو کې خلکو ته اور وژونکي سامانونه وروپېژندل. ځکه چې په ډېر و ځايونو کې اوروژونکي سامانونه شتون لري، خو ډېر کسان د دې سامانونو د کارولو په لارو نه پوهېدل . که چيني اطفائيه خلکو ته د دې سامانونو د کارولو لارې وروپېژني، زما په اند کتونکي به يې لږ وي، خو که بهرنيان دا کار وکړي، نو لازيات کتونکي به راجلب شي.))

جرمنی ځوان رودي په يانګ شو ولسوالۍ کې د بهرني داوطلبي ډلې يو بل غړی دی .هغه اوس په يو شرکت کې کار کوي، د شرکت مشر د هغه له داوطلبي کارونو څخه ډېر ملاتړ کوي . رودي د خپل داوطلبي کارونو په هکله يوه بېلګه داسې وويله:

(( يوځل يو جرمني له يو چينايي سره د شخړې له امله د پوليسو لخوا ونيول شو، ما د هغه او پوليسو لپاره ترجمه وکړه، له څو ساعتونو خبرو وروسته دا قضيه حل شوه، دغه جرمنی هم خوشي شو.))

په يانګ شو ولسوالۍ کې داسې بهرنيان هم شته چې په بهرني داوطلبي ډله کې شامل نه دي، خو دوی لاهم د يانګ شو د پرمختګ لپاره خدمت ترسره کوي. امريکايي سپينږيری کريس چې اوس ٨٤ کلن دی، هغه د اوو کلونو لپاره په يانګ شو ولسوالۍ کې په وړيا ډول ځايي ماشومانو ته انګليسي ژبه ورزده کړې ده. هغه وويل، چې د يو داوطلب په توګه زه هره ورځ خپل ځان خوښی خوشحال احساسوم ،دا زما خوب دی.

((ډېر کسان د انګليسي ژبې د زده کولو لپاره له ما څخه مرستې غواړي. هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه تر اته بجو پورې زما زده کوونکي دلته راځي، دوی د انګليسي ژبې په ليکلو کې ستونزه نه لري، خو تلفظ يې ميعاري نه دی، نو زه له دوی سره مرسته کوم ترڅو دوی په انګليسي ژبه روانې خبرې وکړي.))

کريس دا هم وويل، په يانګ شو ولسوالۍ کې زما د ژوند ارزښت څرګند شوی دی، نو زه به په پرله پسې توګه په يانګ شو کې د داوطلب په توګه خدمت ترسره کړم.

موږ په يانګ شو ولسوالۍ کې د ټولو بهرنيو داوطلبانو د روغتيا او برياليتوب په هيله يو!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای