بزګري کارګر نه يوازې د يوه توليدونکي هېواد په توګه د چين يو مهم ځواک بلل کيږي بلکی د چين د ښارونو او علاقه داريو او د ټولنې د پرمختګ لپاره هم مهم قوت دی .په ٢٠١٣ کال کې په چين کې د بزګرانو شمېر دوه سوه او نهه شپېته مليونو تنو ته رسيدلی چې له دې جملې څخه د مزدوری لپاره ښارونو ته د تلوونکيو بزګري کارګرو شمېر يو سل او شپږ شپېته مليونه وه .په دې وروستيو ورځو کې د چين حکومت اړوندې څانګې وويل چې بزګران به د استوګنې شرايطو او د ماشومانو د زده کړې په شمول له لازياتو عامو خدمتونو څخه برخمن شي .
د مزدوری لپاره ښارونو ته د تلوونکيو بزګرانو پرمخ د کورونو مسئله د دوی تر ټولو لويه ستونزه بلل کيږي . د ګڼ شمېر بزګرانو عايدات ډېر لږ دی ، نو د استوګنې شرايط يې هم خراب دي .د چين د کورونو او ښارونو او علاقه داريو د ابادې وزارت د کورونو د ضمانت د څانګې مرستيال جانګ شيو چين وويل چې د دغو بزګرو د استوګنې ستونزې د ليری کولو لپاره عمومی اصول دا دي چې يوه خوا به حکومت له خپلو اړتياوو سره سم په بازار کې په کرايه توګه د کورونو د اخيستلو په برخه کې د دوي وهڅوي او بله خوا بايد د حکومت او تصديو مسئوليت هم پياوړی شي تر څو دوی ته ضمانت لرونکي کورونه برابر شي .هغه زياته کړه چې په راتلونکي کې به د چين حکومت په لاندي برخو کې خپل کارونه پياوړې کړي.هغه وويل (اواز..............)تر هر څه لومړی د اړوندو ښارونو ښاروالی بايد خپل نظر بدل کړي او د ښارونو او علاقه داريو د ابادې د پلانولو په تېره بيا د کورونو د جوړولو د پلان جوړولو پرمهال د بزګري کارګرو اړتياوې تر غور لاندې ونيسي ،دغه راز د ضمانت لرونکو کورونو جوړونه بايد پياوړې شي او د دغو کارګرو د استوګنې د سيمولپاره دې شاوخوا چاپيريال او د بنسټيزو تاسيساتو شرايط ښه شي د بېلګي په توګه د د ښوونې او طب په شمول ټولنيز عامه خدمتونه بايد ور ته ښه شي.
د کورونو سربېره په ښارونو کې د دغو کارګرو د ماشومانو د ښوونې مسئله هم د دوي د پاملرنې وړ مسئله ده.د ٢٠١٣ کال تر پايه پورې د بزګرانو د هغو ماشومانو شمېر چې د چين د نهه کلنې اجباري زده کړې په پړاو کې دي ، دوولس مليونه او اووه لکه او اويا زره تنو ته رسيدلي چې د عمومی شمېر په سلو کې نهه اعشاريه دری برخه يې نيولې ده. له دې جملې څخه يې اتيا س
لنه ماشومان په حکومتي ښوونځيو کې زده کړه کوي ،خو په منځنيو او لوړو ښوونځيو کې د دوي د منل کېدو لپاره په ښارونو کې د دوي د زده کړې لپاره د امتحان مسئله لاهم نه ده حل شوې .د يوې شمېرنې له مخې تېر کال يوازې څه باندې څلور زرو ماشومانو په دی امتحان کې ګډون درلود.په دی هکله د چين د ښوونې وزارت د بنسټيزې ښوونې څانګې مرستيال که وي وويل (اواز.........) ٢٠١٣ کال يو مهم کال و ،ځکه چې په دوولسو ښارونو او ولايتونو کې د غريبو بزګرو ماشومانو له خپلو ټاټوبيو پرته نورو ښارونو کې هم د لوړو ښوونځيو له خوا د منل کېدو په امتحان کې برخه واخيسته .که څه هم د برخه والو شمېر زيات نه و، خو اهميت يې ډېر مهم و.په ٢٠١٤ کال کې به په دېرشو ولايتونو او ښارونو کې همدغه مسئله هم حل شي .
سربېره پردې په ښارونو کې د بزګرانو طبي مسئله هم د پاملرنې وړ ده.د خبر له مخې په هغو ښارونو کې چې بزګري کارګران د مزدوری لپاره پاتی دي،د دوي د طبي درملنې لګښت د حسابولو مسئلې د حل و فصل لپاره اړوندې څانګې هم تدبيرونه نيولي دي .د روغتيا او ولادت کميټې د اړوندې څانګې مشر وانګ چيان وويل (اواز.......) د چين د کليوالو سيمو د نوی ډول همکاريز نظام معلوماتي ډګر د نهو ولايتونو او ځينو لويو روغتونونو سره اړيکې ټينګې کړې تر څو په ښارونو کې د بزګرانو د طبي درملنې د لګښت د حسابولو لپاره ښه زمينه برابره شي.
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |