CRI Online

د ميرمن پن ماو لين کيسه

cri     (GMT+08:00) 2014-02-27 16:59:51

ميرمن پن ماو لين چې د چين په چون چينګ ښار کې يوه اوسېدونکې ده، د ماشومتوب په وخت کې معيوبه شوه ،خو خپلو زده کړو ته يې دوام ور کړ او له منځني ښوونځي څخه تر فراغت وروسته په يوه تصدۍ کې په دنده وګمارل شوه. اوه وېشت کاله مخکې يې د خپلې تصدۍ له يوه کارکوونکي سره واده وکړ او په دوهم کال کې يې يو زوی پيدا شو، خو يو کال وروسته ميرمن پن د خپل زوی هاي پو په وورن يې يو زخم وليده او ګمان يې کولو چې د بې پروايي له امله رامنځته شوی دی.لږه موده وروسته د ده د بدن په نورو ځايونو کې هم همداسې ټپيان پيدا شول.په روغتون کې تر معاينې وروسته تشخيص شو چې زوي يې د وينې په سرطان اخته دی او د ناروغ د يوه کوچني ټپ څخه وينې په پرتله پسې توګه بهيدې.يوه ورځ د دوي زوي له خيټې څخه وينې بهيدې او د بيړنۍ علاج له امله يې وينې بندې شوې. خو ډاکتر دوی ته وويل چې دغه ماشوم يوازې درې مياشتې زوند کولي شي.

ورپسې ميرمن پن او ميړه يې خپل زوي د وينو يو څېړنيز انستيټوټ ته يووړ او د وينو بنديدو يو ډول درمل يې ور ته اخيستل، خو دغه ډول يو بوتل درمل يو سلو پنځوس يوانه وو، خو د دوي مياشتې معاش يوازې دوه سوه اتيا يوانه وو. ماشوم هاي پو هره مياشت درې څلور بوتله درمل پيچکاري ته اړتيا درلوده.د زياتو پيسو د ګټلو لپاره ميرمن پن هره ورځ سهار وختي د سبزيو په پلورلو پيل وکړ او ميړه يې هم د رخصتۍ په ورځو کې د ښکار لپاره غره ته پور ته کېده او ښکار شوي مرغان يې تر پخلي وروسته پلورل .د دوي د هڅو له برکته هاي پو ورو ورو لوي شو چې په پايله کې منځني ښوونځي ته تر تازه داخليدو وروسته د مجبوريت له مخې هاي پو د سختې ناروغۍ له امله له ښوونې څخه هم پاتې شو، له بدمرغه د دوه زريم کال د اکتور په مياشت کې د ده پلار له مور څخه طلاق واخيست او په هغه وخت کې ديارلس کلن هاي پو مور ته وويل چې مونږ به هرو مرو خپل ژوند ته دوام ور کوو او تر لوېدو وروسته به زياتې پيسې وګټم څو چې ستا ښه پالنه وکړم.

د دوه زرم کال د سپتمبر په مياشت کې يوه ورځ ميرمن پن له تلويزون څخه د کاغذکيچي په هکله پروګرام وليد او فکر يې کولو چې د کاغذکيچي له لارې پيسې وګټي .بيا وروسته يې د کاغذکيچي استاذ څخه د دې هنر زده کړه وکړه، له دې امله چې ميرمن پن د انځورولو ښه لياقت درلود، ژر يې د دې هنر مهارتونه خپل کړل.

په دوه زره پنځم کال کې ميرمن پن له ويبپاڼې څخه د وينې په سرطان اخته ناروغانو د لټولو درې زره تبليغاتي پاڼې چاپ کړې او درې مياشتې وروسته يې اتيا ناروغان راغونډ کړل او يوه ټولنه يې هم جوړه کړه څو چې په خپلو لاسونو د خپل ژوند لګښت پوره کړي.

د دوه زره اووم کال له اګيست څخه ميرمن پن په وړيا توګه د دوي روزنه پيل کړه چې په پايله کې دوي ژر د کاغذکيچي د مهارتونو زده کړه وکړه.د يادولو وړ خبره دا وه چې په دوه زره اتم کال کې د ميرمن پن په مشرۍ د کاغذکيچي پروګرام د نړيوال بانک او چين د مرستندويه صندوق له خوا وپېژندل شو او مرسته يې هم تر لاسه کړه.په دوه زره لسم کال کې د ميرمن پن له خوا يو هنري شرکت جوړ شو او د کاغذکيچي پنځه سوه غوره اثار يې ډېر ژر وپلورل.مثلا په شپه کې د چون چينګ د لوي تالار په نوم يې اثار په چين کې د نړيوال بانک د لومړی استازي له خوا واخيستل شو او د سمندري وږمۍ په نوم اثر د بريټانيا د شهزاده اندرو له خوا واخيستل شو او د تل ساتلو لپاره يې بريتانيا ته يووړه .اوس مهال د ميرمن پن شرکت کاروبار تود دی او د دې زوی ناروغۍ هم تر کنترول لاندې ده او د دې زوی په شان نور ګڼ شمېر ناروغان هم له ستونزو څخه ووتل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای