CRI Online

چين به د اوبو او ځمکو د ککړتيا د مخنيوي لپاره عملي پلان صادر کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-02-27 16:53:37

د چاپيريال ساتنه په چين کې د خلکو لازياتې پاملرنې راجلبوي.د فبرورۍ په يوولسمه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې د چاپيريال ساتنې د وزارت مسئول وويل چې په ٢٠١٣ کال کې د چين د هوا ککړتيا د مخنيوي په کارونو کې ښې پايلې تر لاسه شوې او پر دې بنسټ په ٢٠١٤ کال کې به د اوبو او ځمکو ککړتيا د مخنيوي لپاره عملي پلان جوړ شي تر څو د چين د چاپيريال د ساتنې کارونه پرمخ يووړل شي.

په ٢٠١٣ کال کې د چاپيريال ساتنې په برخه کې د پاملرنې وړ کار دا و چې د هوا ککړتيا د مخنيوي کارونه په منظه توګه تر سره شول .د ٢٠١٣ کال په پيل کې د هوا ککړتيا پر ټولنيز توليد او د خلکو پر ژوند سخته اغيزه کړې ده.د چين دولتي شورا د همدې کال په سپتمبر کې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره عملي پلان جوړ کړ او پکې يې پنځه دېرش مشخص تدبيرونه وړاندې کړل .اوس دغه تدبيرونه د پلي کېدو په حال کی دي .د چاپيريال ساتنې د وزارت مرستيال جای چينګ دی ته اشاره وکړه چې د دغو تدبيرونو پلي کېدونه په بېلا بېلو ځايونو کې بېل دي .هغه وويل (اواز...........) د بېجينګ ، تيان جين ښارونو او هه بی ولايت ،د يانګ جي او جو جيانګ سيند پر غاړه سيمو کې د پي ام دوه اعشاريه پنځه بايد تر کنترول لاندې وي ، خو په نورو سيمو کې د پي ام لس بايد تر کنترول لاندې وي .خو په دغو مهمو سيمو کې ور څخه غوښتنې هم بېلې دي.په ځينو سميو کې اړوند تدبيرونه مشخص دي د بېلګي په توګه په بېجينګ ،تيان جين او هو يې ولايت کې د لګول شويو سکرو اندازه بايد په جلا جلا توګه ديارلس مليونه ټنه، لس مليونه ټنه او څلوېښت مليونه ټنه کمه شي.سربېره پردې د هوبی ولايت له اړوندې څانګې څخه غوښتنه شوې چې د فولادو توليدي اندازه شپېته مليونه ټنه بايد کمه شي .

د چين د مرکزي حکومت د يادو تدبيرونو د پلي کېدو له امله د بېلا بېلو ځايونو اړوندو څانګو د سکرو د کمولو، د زړو موټرونو د نه کارولو او د صنعتي ککړتيا د مخنيوي په کارونو بوخت دي چې له امله يې د هوا کيفيت ښه شوی دی، په عين وخت کې له دې لارې په بېلا بېلو ځايونو کې اقتصادي جوړښت تنظيم شوی دی. سربېره پردې په ٢٠١٣ کال کې د چين د چاپيريال ساتنې اړوندو څانګو هم د هوا چاپيريال قانونی پلټنه پياوړې کړې او هغو تصديو ته يې سخته سزا ور کړې چې له قانون څخه سرغړولي او سرغړوي يې.ښاغلي جای چينګ وويل (اواز.......) دغه قانوني پلټنه دا ده چې پلټوونکي ډلې ته صلاحيت ور کوو چې د مسئلو د کشف کولو وروسته پر وخت دغه مسئلې خپرې کړي .تېر کال پنځلس سوه او دروېشت هغه قضيې چې له قانون او مقرراتو څخه سرغړونه وه، حل شوې دي.

خو د هوا ککړتيا د مخنيوي په برخه کې د ښو پايلو د تر لاسه کولو په عين وخت کې بايد د اوبو او ځمکو ککړتيا مسئلې ته لازياته پاملرنه واړوي.د چاپيريال ساتنې وزارت د فبرورۍ په يوولسمه نېټه خبر ور کړ چې اوس مهال اوبو ته د ککړو توکيو د خپراوي عمومی اندازه لاهم ډېره ده .د اړوندو کارپوهانو د اټکل له مخې دغه اندازه بايد له دېرش سلنې څخه تر پنځوس سلنې پورې کمه شي ، نو د اوبو په چاپيريال کې بنسټيز بدلونونه رامنځته شي.

ښاغلي جای چينګ دی ته اشاره وکړه چې په ٢٠١٤ کال کې به د اوبو ککړتيا د مخنيوي لپاره عملي پلان صادر شي تر څو د اوبو کيفيت ښه شي.هغه وويل (اواز.........) اوس د دغه پلان په جوړولو بوخت وو چې کليدي برخه به يې د اوبو چاپيريال ښه والی وي يعنی اړوندې څانګې به په دوو مهمو برخو کې ډېرې هڅې وکړي چې يوه يې په سختې ککړې شوې ځايونو کې ککړې مسئلې په ټينګې سره حل شي او بله يې هغه جهيلونه او سيندونه بايد په ټينګې سره وساتل شي چې د اوبو کيفيت يې ښه دی.

د ځمکو ککړتيا په هکله د چاپيريال ساتنې وزارت اړوند مسئول هم وويل چې د ځمکو چاپيريال د ساتنې او د ځمکني ککړتيا د مخنيوي په هکله يو عملي پلان هم د جوړېدو په حال کی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای