CRI Online

سريلانکايي ځوان چانو: زه به د چين په هکله زما د پلار خوب پوره کړم

cri     (GMT+08:00) 2014-03-18 08:58:02


چانو د چيني ژبې د زده کولو په حال کې


چانو د سي ار ای د کنفوسيوس په راډيويي ټولکي کې


چانو د چيني ژبې د زده کولو په حال کې دی

((له ماشومتوب څخه مې له چين سره علاقه او مينه درلوده . چيني لوبتکې ( نانځکې) سره مې لوبې کولې او له پلار څخه مې چيني کيسې هم اورېدې چې له امله يې له چين سره زما مينه زياته شوه. زه به د چين په هکله زما د پلار خوب پوره کړم.))

ګرانو دوستانو! دغه ځوان چې خبرې يې کولي، چانو نوميږي او نوموړی يو سريلانکايي زده کوونکی دی. ولې هغه له ماشومتوب څخه له چين سره مينه پيدا کړه؟ د چانو پلار ښاغلي موناسينګ داسې وويل:

((په ١٩٩٣ کال کې هانکانګ ته لاړم او د جامو ګنډلوپه يوه امريکايي فابريکه کې مې د څلورو کلونو لپاره د منيجر په توګه دنده پر غاړه درلوده. په دې څلورو کلونو کې مې د چين شانګهای، نان تونګ او نورو ښارونو ته څو څو ځله سفر وکړل . په چين کې د څو پرله پسې کلونو په موده کې مې د چين ستر بدلونونه له نژدې څخه وليدل ، نو باور لرم چې دچين د سمون چټک ګامونه به په نړۍ کې د دغه هېواد د لا غښتليتوب لامل وګرځي. دغه راز هيله هم لرم چې زما زامن چيني ژبه زده کړي او چين ښه وپېژني.))

د ښاغلي موناسينګ زوی چانو د خپل پلار د اغېزې له امله له چين سره په زړه کې مينه پيدا شوه. هغه اوس ١٥ کلن دی او په کلمبو ښار کې د نلاند په نوم په يو منځني ښوونځي کې زده کړه کوي. په ياد ښوونځي کې په ٢٠١١ کال کې د چين د نړيوالې راډيو د کنفوسيوس ښوونځي سره په ګډه د چيني ژبې روزنيز ټولګی پرانيستل شو. چانو په ډېرې خوشحالۍ سره په دې ټولګي کې خپل نوم ثبت کړ.

(( د چيني ژبې د زده کړې په اول وخت کې ډېر حيران شوم چې د چيني ژبې کلمې څومره ډېرې دي ، د دې ژبې د زده کړې لپاره مې کوم ډاډ نه درلود. خو پلار به مې هميشه زه زده کړې ته هڅولم او کله کله به يې زما لپاره له چين څخه کتابونه هم راوړل.))

له څه مودې وروسته د مانو د چيني ژبې سويه ګام پر ګام په لوړېدو شوه، هغه په يوه ازموينه کې اول نمبر شو . په نهم ټولګي کې يې د چيني ژبې پل په نامه د چيني ژبې په نړيواله سيالۍ کې څلورم نمبر ونيو.

په ٢٠١٢ کال کې هغه د لومړنيو او منځنيو ښوونځيو د زده کوونکو لپاره د چيني ژبې سويې د لومړۍ او دوهمې درجې له ازموينو څخه بريالی شو چې له امله يې د چيني ژبې د زده کړې په هکله باور نور هم پياوړی شو . هغه وويل ، زه د چين نړيوالې راډيو د کنفوسيوس ښوونځي له لي مينګ او ما تيا لي له دوو ښوونکو څخه ډېره مننه کوم، دوی ښې ښوونيزې لارې چارې لري او زموږ لپاره يې د چيني کلتور په هکله ډېر په زړه پورې فعاليتونه هم ترتيب کړي دي. چانو د چيني ژبې د زده کړې د اصلي نيت په هکله داسې وويل:

(( له چيني کتابونو څخه مې دا معلومات ترلاسه کړي چې د ډبرې له دورې څخه چينايانو د جراحي عملياتو له لارې ناروغۍ لېرې کړې. زما خوب هم همدا دی چې په چين د طب په اړه زده کړه وکړم. هيله لرم چې له نورو زياتو چينايانو سره اشنا شم او د چيني ژبې سويه مې نوره هم لوړه شي.))

ښاغلي موناسينګ له خپل زوی څخه دا تمه لري:

((په چين کې دايمي پرمختيا او سوله ترلاسه شوې ده، هيله من يم چې چانو چين ته لاړ شي او هلته به ښه زده کړه وکړي .))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای