CRI Online

په چين کې زما ژوند

cri     (GMT+08:00) 2014-03-18 10:03:52


د امپراطور ، ناويانې او شاهي لباس په نوم کتاب جنورۍ په ٢٥ مه نېټه په رسمي توګه خپور شو


د امپراطور، ناويانې او شاهي لباس په نوم کتاب


ليکواله سانليشا

په ٢٠١٣ کال کې د جولاي په لومړۍ ورځ د ترينيدا او دوباګو صدراعظم د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو کتاب د سوغات په توګه ورکړ چې نوم يې دی امپراطور، ناويانې او شاهي لباس. دا د ماشوم يوه کيسه ده او ليکواله يې سانليشا نوميږياو له ترنيدا او دوباګو څخه چين ته راغلې . د دې مېړه جو وې نوميږي. ښاغلي جو وې ٢ديارلس کاله مخکې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د بېجينګ په يوه تصدي کې دنده درلوده او کله کله به د بېجينګ اوپيرا د ليدو لپاره راتله ځيني بهرنيان هم د چانګ ان په نوم تياتر ته راتلل او د دوي لپاره به يې ترجمه کوله ١٩٩٦ کال کې سانليشا د ترنيدا او دوباګو د يوې دولتي ورځپاڼې د خبريالې په توګه د بېجينګ د ژبو پوهنتون ته وليږل شوه او پوهنتون هم کله کله بهرني زد کوونکوي د بېجينګ اوپيرا د ليدو لپاره چانګ ان تياتر ته ليږل چې له امله يې جو وی هم له بهرنيو زده کوونکو سره نژدې اړيکې ټينګې کړې وې او په دې وخت کې له سانليشا سره مخامخ شو.

سانليشا وايي چې د کوچنيتوب په وخت کې مور يې د شيانو د اخيستلو لپاره يوې چيني مغازې ته بوتله، يوه ورځ سانليشا د پيسو ورکولو په وخت کې د دوو چيني نجونو ترمنځ خبرې واورېدې، خو هيڅ پرې پوه نه شوې. له دې وروسته په چين کې د دې علاقه زياته شوه او ويې غوښتل چې يوه ورځ د زده کړې لپاره چين ته لاړه شي. خو له نيکمرغه چين ته د رسيدو څخه لږه موده وروسته له ښاغلي جو وی سره يې مينه پيدا شوه او درې کاله وروسته يې د چين د منځني ولايت په مرکز جنګ جو ښار کې واده وکړ.

ورپسې څو کاله وروسته د دوی دوه زامن پيدا شول چې اوس يې مشر زوی دوولس کلن او کشر يې لس کلن دی. تر واده وروسته سانليشا او د دې مېړه په بهرنۍ سوداګرۍ لګيا دي. سانليشا د چين له کلاسيک هنر او کلتور سره په تېره بيا له بېجينګ اوپيرا سره ډېره مينه لري او د چين د مرکزي تلويزيون لخوا په ترتيب شوې سيالۍ کې يې د سپينو زرو جايزه هم وګټله.

ترينيدا او دوباګو په منځنۍ امريکا کې د ترينيدا او دوباګو له دوو لويو او نورو يو ويشتو وړونکو ټاپوګانو څخه جوړ دی او سيلانۍ د دغه هيواد د اقتصاد د ستون په توګه رول لوبوي. په ياد هيواد کې له يو مليونو تنو څخه شپږ اوه زره تنه چينايان دي.

د سانليشا په اند، ډېر بهرنيان د چيني کلتور په اړه زيات معلومات نه لري او له چيني کلتور سره د پېژندنې لپاره بايد بهرنيو ماشومانو ته زياتې پوهنې ورکړل شي. په ٢٠١٠ کال کې سانليشا په دريو مياشتو کې يوه ماشومي کيسه د امپراطور، ناويانېاو شاهي لباس په نوم وليکله او د چين يو نوي امپراطور سره واده وکړي. د سانليشا د اټکل نه وتلې خبره دا ده چې د دې لخوا ليکل شوی کتاب د دولتي سوغات په توګه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته ورکړل شو.سانليشا او د دې مېړه په جنګ جو ښار کې د کارتوني فلم يو شرکت جوړکړ او ويې غوښتل چې د پنډا په نوم د شپږ ويشتو بخشو يو کارتوني فلم واخلي او په هسپانوي ، بريټانوي او چيني ژبو يې صادر کړي. د لاسليک شوي سند له مخې دغه فلم به د کارايبي سيمې پنځلسو هيوادونو کې وښودل شي. د دوی بل پلان دا دی چې د سانليشا لخوا د امپراطور ناويانې او شاهي لباس په نوم د ليکل شوې کيسې لخوا يو درې ډي کارټوني فلم واخيستل شي او اوسمهال يې د اخيستلو پړاو پيل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای