CRI Online

ټولنه د ځان ګوښه ناستو ماشومانو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2014-03-31 21:19:39

هر کال د اپريل دوهمه ورځ د ځان ګوښه ناستو ماشومانو نړيواله ورځ ده چې دغه ناروغی د عصبي سيستم د نابرابرۍ له امله رامنځته شوې ذاتي مرض دی . ياد ناروغان نشی کېدای چې د ژبنۍ ستونزې له امله د ټولنې په عادي ژوند کې برخمن وي ، نو زيات خيريه سازمانونه او وګړي د يادو ناروغانو لپاره د ژوند ارام او امن چاپيريال د جوړولو کوشش کوي .

د بېجينګ د شينګ شينګ يوو په نوم ښوونيز انستيټيوټ ددوي څخه يو دی ، دغه سازمان چې په ١٩٩٣ کال کې جوړ شوی ،په چين کې د يادو ناروغو ماشومانو لپاره جوړ شوی ځانګړی ښوونيز اورګان دی او يادو ناروغو ماشومانو او کورنيو ته د هر اړخيزې ښوونې د برابرولو ترڅنګ د لازياتو وګړيو له خوا د دغې ناروغۍ د پېژندلو او د دغو ماشومانو د منلو لپاره نه ستومانه کېدونکی کوښښونه کوي.دغه اورګان به د روان کال د مارچ له منځنۍ لسيزې څخه تر اکتوبر مياشتې پورې دغو ماشومانو ته د پاملرنې ور کولو په اړه يو لړ فعاليتونه تر سره کړي تر څو لازيات وګړي دغو ماشومانو ته پاملرنه وکړي.ددې اورګان اجرائيوي مشر سون جونګ کای وويل (اواز...........) زموږ په فعاليتونو کې د ماشومانو د انځورونو نندارتون ،د پيسو راغونډولو لپاره جوړې شوې مېلمستياوې،سيمينارونه او ډول ډول کورسونه شامل دي .د اړوندو فعاليتونو په زياتېدو سره هر کال د فعاليتونو ساحه هم پراخېږي.په ٢٠١٤ کال کې مونږ هيله لرو چې لازيات وګړي يادو ناروغانو ته پاملرنه وکړي او د دغو فعاليتونو له لارې له دغو ناروغانو سره لازيات تماسونه ونيسي.

د يوه غير حکومتي سازمان په توګه ياد سازمان د نورو خيريه سازمانونو په شان له ډول ډول ستونزو سره مخ دی .ښاغلي سون جونګ کای وويل چې اوس مهال د شينګ شينګ يوو سازمان په وړاندې تر ټولو لويه ستونزه د استعداد لرونکو کسانو او تاسيساتو کمښت دی .هغه وويل (اواز..........) لومړی زما په اند د لازياتو بااستعدادو کسانو د راجلبولو ميکانيزم نه دی جوړ شوی چې نه يوازی پيسې کافي نه دي ، بلکې مسلکي مرسته هم کمه ده،دوهم بايد د خيريه اورګانونو د جوړولو لپاره يو ثابت ځای برابر شي چې لازياتې کورنۍ او کارکوونکي ترې ګټه واخلي.

په سږنيو فعاليتونو کې ډېرو نامتو هنرمندانو او خبري رسنيو په بېلابېلو لارو چارو دغو ماشومانو ته خپله پاملرنه څرګنده کړه.سربېره پردې داوطلبانو د يوې مهمې ډلې په توګه د خپلو قوتونو او فني توان له لارې ټولنې او شاوخوا وګړيو ته خپله پوهنه او معلومات وړاندې کړي دي.

يانګ که چې د يوې کافېخانې خاوند دی ، دری کاله دمخه له ياد سازمان سره اړيکې ټينګې کړي او بيا يې د دې سازمان په ډېرو کارونو کې ګډون کړی دی.د دغه سازمان د شورا د يوه غړي په توګه هغه له دغو ناروغانو سره د مرستې د يادونې په ترڅ کې وويل (اواز...........) لومړی د دغو ناروغانو ژوند بايد عادي شي،دوهم د دوی د استخدام ستونزې بايد ليرې شي.ډېر پلرونه او ميندې پر دې اندېښنه کې دي چې که دوی زاړه شی ، ددوي ناروغ اولادونه به د چا لخوا وپالل او وساتل شي.نو په دی اړه زمونږ ټولنه بايدد دغو ناروغانو د پالنې او ساتنې د ضمانت لپاره اړوند اورګانونه جوړ شي .

ښاغلي يانګ که هميشه په خپل کافېخانه کې د ياد سازمان لپاره بېلا بېل خيريه فعاليتونه جوړوي. ګوښه ناستو ماشومانو ته د پاملرنې ور کولو تر عنوان لاندې سږنی ځينی فعاليتونه به هم د ده په کافېخانه کې تر سره شي.

د معلوماتو له مخې اوس په چين کې شاوخوا پنځه مليونه او اته لکه تنه ماشومان په دې ناروغۍ اخته دي او لازيات همدغه ماشومان زموږ پاملرنې ته اړتيا لري .راځئ چې د يادو فعاليتونو له لارې له دغو ماشومانو سره مرسته وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای