CRI Online

د داوطلب جانګ پنګ په اړه کيسه

cri     (GMT+08:00) 2014-03-31 21:31:53

اواز..........)داوطلب لارښوونکی چې د چين د دولتي موزيم د يوه پېژندکارډ په توګه بلل کيږي،هره ورځ د نړۍ له بېلا بېلو ځايونو راغلو خلکو ته ډول ډول اثارونه ور پېژني او اړوندې کيسې ورکوي.جانګ پنګ د دې موزيم له يو سل او دوه څلوېښتو تنو داوطالبانو لارښوونکو څخه يو دی .هغه د يوه داوطلب لارښوونکي په توګه د ځاني ټاکنې د يادونې په ترڅ کې وويل چې د ٢٠٠٣ کال د پسرلی تر غرمۍ وروسته يې د لومړني ځل لپاره ياد موزيم ته تللی و او د لږې مودې وروسته هلته د يوه داوطلب لارښوونکي په توګه وټاکل شو،خو له اټکل څخه خبره دا وه چې په تېرو يوولسو کلونو کې يې د داوطلب لارښوونکي پر کار ټينګار کاوه.هغه وويل (اواز.......) د پوهنتون په لومړنۍ درجې ټولګي کې له دې کار سره مې ډېره علاقه درلوده او تر څلورو يا پنځو کلونو وروسته مې دغه کار په ريښتينی توګه زما د ژوند يوه برخه ګرځېدلې وه.که د يوې اوونۍ په پای کې موزيم ته نه وم تللی، نو خوشينی به وم.د دې کاري دندې د پر غاړه اخيستلو تر نهو يا لسو کلونو وروسته مې مسؤليت پيدا کړ چې له دی له امله يې بايد خلکو ته د دغو اثارو کيسې ور کړم .

هغه کال چې جانګ پنګ د داوطلب لارښوونکي په توګه وټاکل شو، د چين د دولتي موزيم له خوا په علنی توګه د داوطلبانو د راغوښتلو دوهم کال هم و.د دغو داوطلبانو د راغوښتل کېدو له امله د دې موزيم د مسلکي لارښوونکيو د کمښت مسئله حل شوه .خو جانګ پنګ د داوطلب لارښوونکي په توګه د لومړنې ورځۍ کار د يادونې په ترڅ کې وويل چې د لومړی ځل لپاره مې د تانګ امپراطورۍ په اړه د نندارتون د تفسيرولو کار پر غاړه واخيسته ،خو زما تجربه کمه وه، نو ډېره ويره مې درلوده. هغه وويل (اواز...........) موږ له داوطلبانو لارښوونکيو څخه لومړنۍ غوښتنه کوي چې د اثارو د تفسيرولو په ترڅ کې پر علمي او سم اصولو ټينګار وکړي او هرو مرو به کتوونکيو ته سم معلومات وړاندې کړي.

اوس مهال د چين په دولتي موزيم کې يو مليون او دوه لکه اثار ساتل کيږي او د لرغونی چين په نوم د نندارتون په شمول لس ټاکلی نندارتونونه شته او نور لنډمهالی نندارتونونه هم جوږيږي.نو داوطلبان لارښوونکي بايدد روزونکي کورسونو د زده کړې او د جدې امتحان د منلو وروسته اړونده وثيقه تر لاسه کړي .جانګ پنګ په عمده توګه د لرغونی چين په نوم او د چين د لرغونی برونزي هنر په نوم د نندارتونونو او د نورو نندارتونونو د تفسيرولو دنده پر غاړه اخلي.

که څه هم دی د پخوا په شان ويره نه لري، خو هغه د کار کولو په ترڅ کې لاهم جدي رويه غوره کوي او هميشه د اثارو محتويات نوښت کوي.که لنډمهالي نندارتون راورسيږي، نو هغه به د دی لپاره ډېره هڅه وکړي.هغه وويل (اواز..........) د ځينو نندارتونونو د روانېدو وخت ښايي لنډ وي او په دې ترڅ کې به ځيني برخې تفسير کړم،خو له دې نه مخکې د چمتوالي کارونه ډېر دي .که زيار ونه باسم ، نو دغه کار به په ښه توګه تر سره نه شم کولی.

په تېرو يوولسو کلنو دواطلبو خدمتونو کې د جانګ پنګ په خپلو رسميو کارونو کې ډېر بدلونونه راغلي دي،خو د دولتي موزيم په اړه د ده احساست نه بدلېدونکی دی.هغه وويل (اواز.........) لومړی په تېرو اوږدو مودو کې ډېر اثارو زما دوستان ګرځېدلی دي.دوهم موزيمونو ته د خلکو د اړتياوو د زياتېدو سره سره موزيمونه هم د کتوونکيو او داوطلبانو ترمنځ د نظريو تبادلې لپاره يو پل جوړ شوی دی.

د ده په اند موزيمونه د خلکو د ژوند يوه مهمه برخه ده .په دې وروستيو دريو کلونو کې هر کال د چين دولتي موزيم ته د تللونکيو کتوونکيو شمېر شاوخوا دوه مليونه زيات شوی چې له امله يې د جانګ پينګ نور هم بوخت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای