CRI Online

له ځان ګوښه ناستو ماشومانو سره مرسته

cri     (GMT+08:00) 2014-05-03 19:25:12

د اپريل دوهمه ورځ د ځان ګوښه ناستو ماشومانو اوومه نړيواله ورځ وه. په چين کې د دې ناروغۍ په اړه څېړنه ناوخته پيل شوې او تر زياتې اندازې پورې د نورو هېوادونو له نظريو او تخنيکي برياليتوبونو څخه ګټه اخيستل کېږي.اوس د چين هغه کارپوهان چې د دې ناروغۍ د څېړنې لپاره په نورو هېوادونو کې د زده کړې تجربې لری ، د دغې ناروغۍ د علاج لپاره عمده ځواک ګرځېدلی او د خپلو تخنيکونو او تجربو په وسيله له ځان ګوښه ناستو ماشومانو سره مرسته کوي.

د ستوريز باران په نوم ښوونيز او څېړنيز انسټيټوټ په چين کې له يادو ماشومانو سره د مرستې برابرولو لپاره لومړنی ځانګړی سازمان دی .د دغه انسټيټوټ د عمده جوړونکې تيان هوی پينګ زوي په ١٩٨٦ کال کې په جرمني کې وزېږيده ، خو په دوهم کال کې ددې زوي د ډاکتر په تشخيص پر يادې ناروغۍ اخته شو. مېرمن تيان هوی پينګ وويل چې په پيل کې يې د خپل زوی د ناروغۍ له امله د يو ځانګړي سازمان د جوړولو خيال درلود. خو په دې خبر شوه چې په هغه مهال په چين کې څلور لکه تنه ياد ناروغ ماشومان وو.نو د ياد انسټيټوټ د جوړولو پرېکړه يې وکړه . ددې انسټيټوټ د جوړولو په لار ډيرې ستونزې موجودې وې ، خو ددې د هڅونې په اثر يې زياتو نړيوالو خيريه سازمانونو بسپنې تر لاسه کړې چې له امله يې دغه سازمان ورو ورو بشپړ شوی دی.

د ستوريز باران د ښوونيز او څېړنيز انسټيټوټ د يو مسؤل په وينا د بسپنې پرته له ځان ګوښه ناستو ماشومانو سره د مرستې لپاره نور کارونه ډېر دي.د ګوانګ جو ښار يو داوطالب وويل چې په نوي زيلاند کې د داوطالب په توګه ځان ګوښه ناستو ماشومانو ته پاملرنې ورکړم. په پرمختللو هېوادونو کې د يادو ماشومانو د علاج لارې چارې پرمختللې دي.

د بېجينګ پوهنتون د حيات علم پوهنځي پروفيسرې وی لي پينګ له وروستيو کلونو راهيسې د لوړ بيلوژيک معلوماتي نرم زيرميز او د معلوماتي سيسټم تخنيکونو په وسيله له يادو ماشومانو سره مرسته کړې او له نورو پوهنتونونو سره يې د يادو ماشومانو لپاره يو ډول ځانګړی درسي مواد جوړ کړی چې د يو کال د ازموينې له لارې اغيزې يې ډېرې څرګندې دي ،اوس دغه ډول درسي مواد په وړيا ډول له انترنيټ څخه اخيستل کېږي .

د ٢٠١١ کال د اپرېل تر دوهمې نېټې پورې په نړۍ کې د دغو ناروغانو شمېر ٦٧ مليونو تنو ته رسېدلی چې شيمر يې لاهم ورځ په ورځ زياتېږي.د چين د معيوبينو له شمېرنې سره سم،په چين کې د ګوښه ناستو ماشومانو شمېر له نورو روحي ناروغانو څخه زيات دی.د اټکل له مخې، د چين په ستره برخه کې د دغو ناروغو ماشومانو شمېر له يو مليونو تنو څخه اوښتی دی او کال په کال به زيات شي.

له ١٩٩٣ کال څخه د ستوريز باران په نوم د ښوونيز او څېړنيز انسټيټوټ ٦ زرو ناروغو ماشومانو او کورنيو ته خدمتونه برابر کړي.خو د دغو ماشومانو شمېر د زياتوالي سره سم دغه کوښښونه کافي نه دي.مېرمن تيان هوی پينګ له ټولې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې ځان ګوښه ناستو ماشومانو ته زياته پاملرنه وکړي او له دوی سره تر ممکنه حده مرسته وکړي.

د خوښي وړ خبره دا ده چې د دغې ناروغۍ سره د ښې پيژندنې له مخې دغو ناروغو ماشومانو ته د زياتېدونکو سازمانونو او شخصيتونو پاملرنې هم زياتېږي .په دې وروستيو ورځو کې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې ځان ګوښه ناستو ماشومانو ته د پاملرنې ورکولو په يو فعاليت کې د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د ٣٧ زرو ٨٠٠ يوانو په ارزښت بسپنې ورکړې او دغه پيسې به د هانګ جو د عامه خيريه ټولنې له خوا د يادو ماشومانو د بيا روغتيا موندلو مرکز ته ورکړي شی څو چې د ځان ګوښه ناستو ماشومانو د علاج لپاره ولګول شي.

وايي چې ياد ماشومان ستوري دي ، هيله ده چې د شپې اسمان نور هم ځلانده شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای