CRI Online

په چين کې د اوبو د ککړتيا پېښې په پر له پسې توګه رامنځته شوې

cri     (GMT+08:00) 2014-05-07 20:42:16

په چين کې د ښاري کېدو بهير د چټکتيا سره سم ښاريانو د عامه خدمتونو په اړه لوړې غوښتنې وړاندې کړي.خو په وروستيو ورځو کې په لان جو ښار کې د اوبو د ککړتيا پېښه رامنځته شوې چې په ښارونو کې د اوبو امنيت د لاپاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

د چين په ښارونو کې د اوبو د امنيت څلورم لوړ فورم د اپرېل په ٢٤ نېټه په بېجينګ کې تر سره شو.د چين د اوبو سرچينو د علمي څېړنې او ادارې او د اړوندو ټولنو څه د پاسه ٧٠٠ کارپوهانو ، چارواکو او د تصديو استازو په دغه فورم کې ګډون درلود.

د لي ګوي بای او چيو جيو هوی په ګډون د چين د علومو او انجنيرۍ اکاډمۍ ٧ پروفيسرو او نورو ١٠ کارپوهانو په ياد فورم کې د اوبو کيفيت او د نل اوبو د برابرولو امنيت، د اوبو د ايستلو او د سيلاوونو د مخنيوي په اړه رپوټونه وړاندې کړل.د اړوندو کارپوهانو په اند اوس په چين کې د ښاري کېدو انډول له ٥٠ سلنې څخه اوښتی دی او د اوبو چارو د اصلاحاتو کليدي موده راغلې ده.د اوبو د امنيت په ساحو کې د څېړنې او تبادلې پياوړتيا د اوبو چارو د سالم پرمختګ او د ايکولوژيک تمدن د ابادۍ لپاره ستر اهميت لري.د دې فورم په ترڅ کې هم د ٢٠١٣ کال د چين د اوبوپه چارو کې د غوره شخصيتونو د انتخابولو او د اوبو په برخه کې د نويو څېړنيزو برياليتوبونو په اړه د جايزې ورکولو مراسم تر سره شول.

د چين د علومو او انجنيرۍ اکاډمۍ غړي او د چين د علومو اکاډمۍ په اړه د ايکولوژيک چاپيريال د څېړنيز مرکز پروفيسر چيو جيو هوی وويل چې په چين کې د نل اوبو د ادارې او د بيړنيو پېښو پر وړاندې غوره کېدونکي بيړني تخنيکونه کافي دي. په وروستيو ورځو کې په لان جو ښار کې د اوبو د ککړتيا پېښه د بيړني حالت په وړاندې د تياريانې د نه پوره کولو له امله رامنځته شوه.(اواز ١)

د سونګ هوا جيانګ په سيند او په لان جو کې د اوبو د ککړتيا پېښو د رامنځته کېدو لامل په اصولي توګه تخنيکي نيمګړتيا نه ، بلکې اداري نيمګړتيا ده .د دغه ډولو بيړنيو پېښو د مخنيوي لپاره دې د اوبو اداره پياوړې شي او بيړنی تخنيکي تياريانې دې په پوره توګه غوره شي.

د خبر له مخې،اوس په چين کې د اوبو چارو اداره سيمه ايزه اداره ده چې په ٣٠٠ ښارونو او ٢٨٠٠ ولسواليو کې په کوچنيو کوچنيو بازارونو ويشل شوي.د چين د کور او ښاري او کليوالي ابادۍ وزارت په اړه د ښاري ابادۍ د ادارې چارواکي جانګ لين وی وويل چې دغه لارې چارې د تخنيکونو د لوړتيا مخه نيسي او د اوبو امنيت د ضمانت لپاره ګټور نه دي.(اواز ٢)

د حکومت مالي موثريت په سيمه ييزې ادارې سويې پورې اړه لري. د بازاري کېدو پيمانې د پراخوالي له لارې به د ادارې غوره ډلې او تخنيکونه راجلبيږي او اعتبار او خدمتي کيفيت به لوړيږي.

د روانې مياشتې په ٢٣ نېټه د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس په اتمه غونډه کې د چاپيريال د ساتنې د قانون مسوده تصويب کړه چې له مخې به يې د ککړتيا رامنځته کېدونکو تصويو ته لاسخته سزا ورکړی شي.ښاغلي جانګ لين وی وويل چې د چين د اوبو چارو د بازاري کېدو بهير د چټکتيا له امله د وګړو لپاره د اوبو امنيت بايد د حکومت او درېيمې خوا د جدي ادارې لخوا تامين شی .

د چين د اوبو لګولو د وزارت مرستيال لي ګوه ينګ وويل چې په ٢٠١٥ کال کې په کليو کې د څښاک اوبو د امنيت د تامين لپاره دې د اوبو د سرچينو د ساتنې او د اوبو کيفيت د څارنې او ادارې مرکزونو د ابادۍ کارونه پياوړی شي او يا وزارت به په روان کال کې د ٢ زرو مليارډو يوانو په ارزښت د اوبو د ککړتيا د مخنيوي او ادارې عملياتي پلان پلې کړي چې عمده موخه يې د اوبو د چاپيريال او کيفيت ښه والی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای