CRI Online

په چين کې د زړو کسانو شمېر له ٢٠٠ مليونو تنو څخه اوښتی دی

cri     (GMT+08:00) 2014-05-13 16:37:13

د زړو کسانو د پالنې او خدمت چارو د درېمې دورې نړيوال نندارتون د مې په ٤ نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د ملکي چارو وزير لي لي ګوه د غونډې په وخت کې وويل چې اوس په چين کې د زړو کسانو شمېر له ٢٠٠ مليونو تنو څخه اوښتی دی او ددوي د پالنې او خدمت چارې د خلکو ژوند د ضمانت او ښه والي ، د کورنيو اړتياوو د زياتوالي او د اقتصادي جوړښتونو د بدلون په برخو کې لاستر رول لوبوی او د نړيوالې ټولنې لپاره به په دې ساحه کې ښه بازارونه او د همکارۍ زيات فرصتونه برابر کړي.

د ياد نندارتون اصلي موضوع نمک حلال، پالنه، خدمت او پرمختګ دی چې په چين کې د زړو کسانو د پالنې او خدمت چارو د سالم او پر له پسې پرمختګ لپاره په هر اړخيزه توګه د اړوندو ساحو غوره نظريې ، خدمتي تخنيکونه او د ښه کيفيت لرونکي توکي پکې ښودل شوي دي.د خبر له مخې، د ٢٠ هېوادونو او سيمو او د چين د ٢٨ ولايتونو اړوندو سازمانونو او ټولنو په دغه نندارتون کې ګډون درلود او د نندارچيانو شمېر يې له ٥٠ زرو تنو څخه اوښتی دی.

زياتې اړوندې تصدۍ د موباېل انټرنټ شبکې په وسيله په خپلو کورونو کې د زړو کسانو د طبي څارنې او د حواسو ليږدنې سيسټمونه جوړ کړي چې د زړو کسانو د ژوند ، د رملنې او بيړۍ مرستې لپاره خدمتونه برابروي.د بېلګې په توګه د کټ يو تشک په کټ باندی د پروت ناروغ د زړه ضربان او تنفس د نظارت او کنټرول رول لری.که ناعادي حالت رامنځته شي ، د تشک له لارې به پر وخت خبرداری ورکېدای شی. د دغه ډول تشک جوړونکي او د بېجينګ د دا فو کانګ د فرعی سامانونو د شرکت مسؤل سونګ شيوه بين وويل چې دغه ډول تشک په نړۍ کې لومړی نوښت دی.

(اواز ١) پر تشک باندې به د ناروغانو د تنفس اندازې او د زړه ټکان ځله تر څارنې لاندې راوستل کېږي.

اوس په کورونو کې د زړو کسانو پالنه او ساتنه په نړۍ کې د ډېرې پاملرنې وړ موضوع ده.د ياد نندارتون په ترڅ کې په کورونو کې د زړو کسانو د پالنې او ساتنې ځانګړو خدمتونو زيات نندارچيان راجلب کړي دي. له مغزي سکتې څخه د ژغورنې په نوم د خير ښېګڼې لوي فعاليت د نندارتون په موده کې د زړو کسانو د مغزې سکتې د بياجوړتيا لپاره ځانګړې مرسته برابره کړې او کوي يې. د دغه فعاليت مسؤل جو شياو لی وويل ، امکان شته چې په بېجينګ او شانګهای ښارونو کې په مغزي سکته اخته ناروغان يوازی په خپلو کورونو کې د نوموړي فعاليت اړوندې څانګې ته تليفون وکړي، ځانګړی طبي کارکوونکي به د خدمت لپاره ددوی کورونو ته لاړ شی .

(اواز ٢) موږ به د بېجينګ او شانګهای څه د پاسه لسو زرو يادو ناروغانو ته وړيا خدمتونه برابر کړو . د تازه شمېرنې له مخې ،تر اوسه پورې٧ زرو تنو ناروغانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

له شمېرنې سره سم په ٢٠١٣ کال کې په چين کې د زړو کسانو شمېر له ٢٠٠ مليونو تنو څخه اوښتی دی.د چين د ملکي چارو وزير لي لي ګوه داسې وويل

(اواز ٣) تر ٢٠٢٠ کال پورې به د چين د ښارونو د هستوګنې په ٩٠ سلنه او په ٦٠ کليوالو سيمو کې د زړو کسانو لپاره خدمتي تاسيسات بشپړ شي او په دې چارو کې به ٨ مليونه ٥٠٠ سوه کاري دندې برابرې شي.

وزير لي لي ګوه زياته کړه چې په چين کې د زړو کسانو خدمتي چارې لاهم په لومړي پړاو کې دي چې اړوندې تګلارې او نظامونه يې بشپړ نه دي او د خدمتونو او سامانونو سويې لوړې نه دي.په راتلونکي کې به چين له نورو هېوادونو سره په دې ساحه کې خپلمنځي تبادله او همکاري پياوړې کړي څو چې له پرمختللو تجربو څخه ګټه واخلي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای