CRI Online

د معيوبينو لپاره د ديارلسو کلونو داوطلبي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-21 10:53:33

د رخصتۍ د يوې ورځې په مازيدګر ښاغلي جانګ شينچن د شانګهاي د يوه منځني ښوونځي په يوه درسي کوټه کې د چيني ژبې په هکله درس له معيوبو کورنيو څخه راغلو زده کوونکو ته ورکړ او ددې درس تر ختمېدو وروسته به هغه د روزنې لپاره بل هېواد ته لاړ شی.

ښاغلي جانګ په ٢٠٠١ کال کې د ان خوي ولايت له يوه کليوال منځني ښوونځي څخه د شانګهاي د لياو يانګ په نوم منځني ښوونځي لخوا د چيني ژبې د ښوونکي په توګه وګمارل شو . يوه ورځ هغه په ورځپاڼه کې د شينجيا په نوم د معيوبوکورنيو له زده کوونکو سره د يوه مرستندويه ښوونځي د مشرې پانګ جينمې د مرستې په هکله خبر ولوست او ډير اغيزمن شو،تصادفا ددې ميړه د ښاغلي جانګ په يوه څانګه کې دی چې دوي دواړه د معيوبو کورنيو زده کوونکو ته وړيا ښوونيزه مرسته ورکوي. ورپسې ښاغلي جانګ په دې خبر شو چې ميرمن پانګ هم يوه معيوبه ده او ساده ژوندتيروي. په دوهم کال کې ښاغلي جانګ هم ددې ښوونځي يو داوطلب ښوونکی شو او هره مياشت يوه ورځ د معيوبو کورنيو ديرشو زده کوونکو ته دوه درسونه ورکول چې تراوسه پورې يې ديارلس کاله دوام درلود.

ياد زده کوونکي د شانګهاي له بېلا بېلو ښاري سيمو څخه راځي چې پلرونه يا ميندې يې معلولين دي او د زده کړې کچه يې هم بېله ده . ځيني زده کوونکي د ځان د سپکاوي حس لری او د منځني ښوونځي ثانوي دورې ته د داخليدو په ازموينه کې پر برياليتوب باور نه لری . مثلا د زده کوونکي وانګ پلار ړوند دی او دده د اورېدو ځواک هم ضعيف دی . ښاغلي جانګ په ياد و چې يو وار هغه له وانګ څخه چې د کوټې په اخر کتار کې ناست و ، پوښتنه وکړه ، خو هغه له څوکۍ څخه و نه پاڅېده ، خوله يې چوپه کړه ، سر يې ټيټ کړ او له څيرې څخه د ويرې نښه وبرېښېده . د معيوبو کورنيو زامن عمومأ غلی او ګوښه ناست دي ، خو زده کوونکي وانګ د نورو نه لا هم ګوښه ناست دی . لږه موده وروسته دده پلار ښاغلي جانګ ته په انترنيټي پيغام کې دده د زوي عکس وليږه او له زوي سره يې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه . ښاغلي جانګ پرېکړه وکړه چې دده کور ته لاړ شی ، هغه وليدل چې کور يې دوه کوټې لرونکي اپارتمان دی او هغه له نيکه او انا سره په يوه کوټه کې او زوي يې په بله کوټه کې اوسېږي. ښاغلي جانګ د زده کوونکي وانګ د درسي حالت تر معلومولو وروسته سمدلاسه د زده کړې يو مفصل پلان جوړ کړ او د انترنيټ له لارې يې ور ته وليږه . تر دې وروسته د زده کوونکي وانګ رويه بدله شوه او له نورو سره يې د نظريو تبادلې نيت درلود. يوه ورځ دده پلار ښاغلي جانګ ته تليفون وکړ او يو زيری يې ورکړ چې دده زوي په يوه فني ښوونځي کې ومنل شو. تر اوسه پورې ښاغلي جانګ له دوي سره اړېکې ساتلې او د اختر په ورځ کې ددوي او د نورو معيوبينو تبريکيه پيغامونه تر ګوتو کوي.

له نورو داوطلبو ښوونکو نه د ښاغلي جانګ خدمتونه اوږد وخت نيسي.په څرنګه چې راتلونکې مياشت کې به ښاغلي جانګ د يو کال روزنې لپاره بل هېواد ته لاړ شی،نو هغه غوښتنه وړاندی کړه چې د ټاکلي وخت نه مخکې خپل درسونه ختم کړي .ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولی خپل خدمتونه ديارلس کاله دوام لری ؟ ښاغلي وانګ يوه کيسه وکړه چې يوه ورځ هغه وليدل چې د يوې غوره ښوونکې د درس کولو په وخت کې يوه زده کوونکې ډيره زړه راکښونکې وينا کوله،دغه زده کوونکې سمه د شينجيا مرستندويه ښوونځي زده کوونکې ده ، نو په زړه کې يې د فخر احساسات بې له اختياره رامنځته شو. دده په وينا دا يو ښکلی کار دی او د خپل ژوند ارزښت هم دی چې د يوه زده کوونکي او يا دده د کورنۍ حالت ښه کېدای شی.

تېر ديارلس کلونه هم د ښاغلي جانګ د کوششونو کلونه وو ځکه چې هغه له کلي څخه روزل شوی ښوونکی دی او اوس د يوه ښوونځي مرستيال هم دی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای