CRI Online

د چين حکومت به په راتلونکو څلورو کلونو کې ٨ لکو محصلينو ته پخپله د خپلو چارو جوړولو لپاره مرسته ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-05-26 16:41:38

د چين د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت د وزارت مرستيال شين چانګ شينګ د مۍ په ٢١مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې حکومت به په راتلونکو څلورو کلونو کې ٨ لکو محصلينو ته پخپله د خپلو چارو جوړولو لپاره مرسته ورکړي.

ښاغلي شين چانګ شينګ وويل چې د روان کال په لومړنيو څلورو مياشتو کې په چين کې د استخدام حالت اساسا ثابت و.

(اواز ١)

لومړۍ،د روان کال په لومړنيو څلورو مياشتو کې په ښارونو او ښارګوټو کې نوي برابر شوي کاري فرصتونه زيات شوي دي يعنی له جنورۍ څخه تر اپرېل پورې د ٤ مليونو ٧٣٠ زرو تنو ته د کار دندې ورکړې شوې دي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٣٠ زره تنه زيات شوی دی.دوهم،په لومړنيو درېيو مياشتو کې د بې کارۍ انډول ٤ سلنې ته رسېدلی و.درېيم،په نورو چارو کې د بزګرو د ګمارلوانډول زيات شو ، په بله ژبه په دې موده کې ١٦٩ مليونه تنه کليوال کارګران د مزدورۍ لپاره نورو ځايونو ته تللي دي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢ مليونه ٨٨٠ زره تنه زيات و.

ښاغلي شين چانګ شينګ وويل چې تير کال په چين کې د خدمتي چارو لخوا د اخيستل شويو ارزښتونو د زياتوالي انډول د لومړي ځل لپاره له صنعتي چارو څخه زيات و چې ٤٦ اعشاريه يو سلنې ته رسېدلې و.د روان کال په لومړنيو درېيو مياشتو کې د خدمتي چارو لخوا د اخيستل شويو ارزښتونو د زياتوالي انډول د صنعتي چارو په پرتله هم زيات و چې د خدمتي چارو د پرمختګ لپاره غښتلی رول لري.

(اواز ٢)

له تجربو سره سم د صنعتي چارو په پرتله په خدمتي چارو کې د دندو برابرولو لپاره لاستر رول لري.د اټکل له مخې، د خدمتي چارو چټک پرمختګ به دوام ولري.ځکه چې د خدمتي چارو پرمختګ د اوسېدونکو د عايداتو تر زياتوالي وروسته حتمي نتيجه ده.دغه راز په راتلونکي کې به خدمتي چارې په پر له پسې توګه چټک پرمختګ وکړي او لازيات کاري فرصتونه به برابر کړي.

بر سېر پر دې د محصلينود استخدام ستونزه د ډېرې پاملرنې وړ ده.له شمېرنې سره سم سږکال به ٧ مليونه او ٢٧٠ زره تنه محصلين په عالي مدرسو څخه فارغ شی چې دغه شمير د تېر کال په پرتله ٢٨٠زره تنه زيات دی.ښاغلي شين چانګ شينګ وويل چې حکومت به په راتلونکو څو ورځو کې د يادو محصلينو د هڅولو لپاره يو لړ ښې تګلارې صادرې کړي چې دخپل قوت په اتکا خپله چاره جوړه کړي.

(اواز ٣)

په عمومي توګه د يادو محصلينو لپاره د خپل قوت په اتکا د خپلو چارو د جوړولو دوه ډوله شته دي ،يو ډول يې په خپله قوت د يو دکان يا يوې کوچنۍ تصدۍ جوړول دي څو چې ګذاره کېږي ، بل ډول يې د لوړې تکنالوژۍ په وسيله د تصدۍ جوړول دي چې دغه ډول تصدۍ ډيره ښه راتلونکي لری. خو د پرمختلليو هېوادونو په نسبت زموږ په هېواد کې د فارغ التحصلينو لخوا د خپل قوت په اتکا د خپلو چارو د جوړولو انډول ډير ټيټ دی ، خوبايدوويل شی چې توپير پخپله د غښتلي پټ ځواک د موجوديت مانا لری. د دولتي شورا په سږني دايمي غونډه کې په خاص ډول وټاکل شو چې د يادو فارغ التحصلينو د هڅونکي پلان نوی پړاو پيل شی او د څلورو کلونو لپاره يعنی له ٢٠١٤ کال څخه تر ٢٠١٧ کال پورې د اتو لکو فارغ التحصلينو د ملاتړ او مرستې تګلارې اجرا شی څو چې د دغو تګلارو په رڼا کې د خپلو کوششونو له لارې خپلې چارې جوړې کړي


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای