CRI Online

د چين په شيا من ښار کې د هستوګنې سيمو د ابادۍ په هکله مالومات

cri     (GMT+08:00) 2014-06-16 19:12:22

د ٢٠١٣ کال له سپتمبر څخه د چين د فو جيان ولايت په شيا من ښار کې د ښکلي شيا من د جوړونې په نوم فعاليت پيل شو څو چې اوسېدونکي د خپلې هستوګنې سيمې له ابادولو او اداره کولو څخه ګټه واخلي.

د شيا من ښار د ګوندي کميټې د منشي وانګ منګ هوی په وينا د باغ غوندي نړيوال ښار د ابادۍ په اړه زموږ هيله بايد ګام په ګام پوره شي.

وی جه شنګ چې د فو جيان ولايت د نينګ ده په های څانګ سيمه کې د ماشين جوړولو په فابريکه کې کار کوي ، وويل، پخوا د کار تر ختمېدو وروسته هېڅ ځای ته نه تلم ، اوس کله کله د هستوګنې سيمې په سپورټي مرکز کې بدني روزنه کوم او زيات شمېر نوي دوستان مې هم پېژندلي دي.

د نينګ ده د شين يانګ په نوم د هستوګنې سيمې د دفتر مسؤل هوانګ جي هونګ وويل چې په شين يانګ سيمه کې څه د پاسه يو زره تصدۍ شته او څه د پاسه ١٠٠ زره تنه کارکوونکي له نورو ځايونو څخه راغلي دي چې په عمومي نفوس کې ٩٠ سلنه نيسي.

اوس په شيا من ښار کې د تايواني تصديو شمېر له ٤ زرو څخه اوښتی دی او څه د پاسه ١٠٠ زره تنه تايواني سوداګران په شيا من کې ژوند کوي،يعنې په دغه ښار کې په هر سلو تنو کې ٣ تنه تايوانيان دي.د شينګ وانګ د هستوګنې سيمه په شيا من ښار کې د تايواني وګړو د راغونډيدو ځای دی.د دې سيمې د ګډې ابادۍ شورا يو مسؤل وو ون بياو وويل چې په دغه شورا کې د پانګونې،مالياتو او د انساني سرچينې په برخو کې د ١٢ شخصيتونو له خوا د کارپوهانو يوه ډله جوړه شوه چې د نوموړو تصديو او د کډوالو کارګرو لپاره ډول ډول خدمتونه برابر کړي.

د شيا من ښار د ځنګ څوه ان سيمې يو اوسېدونکي په يوه عامه غونډه کې پوښتنه وکړه چې څنګه د شنې سيلانيزې چارې پرمخبيول او په خپل کور کې د وړوکي هوټل لپاره د پرمختګ لاښه چاپيريال برابر شي. دغه ډول غونډه د درېيم ځل لپاره جوړه شوې ده چې د ځنګ څوه ان اوسېدونکو او د تصديو استازو په کې ګډون کړی او په پای کې به په ګډه د دې سيمې د رغولو تړون او مقررات طرح کړی.

د ځنګ څوه ان سيمې د عامې شورا او د اوسېدونکو ټولنې په ګډون د يو شمېر څانګو تر مشرۍ لاندې په دې سيمه کې د اوسېدونکو او سوداګرانو ترمنځ د نظريو د تبادلې او موثرې ادارې لپاره زمينه برابره شوې ده. يقين دی چې دغه وړوکی کلی چې چاپېريال يې خراب دی ، د ګډو کوششونو له لارې به اباد شی.

د جيون ينګ په نوم کلی د شيا من ښار په شمال لوېديځ کې پروت دی. د ټولو کليوالو د کوښښونو له امله دغه کلی په يو ښکلي کلي بدل شوی دی ، ځکه چې په هر کليوال کور کې تشناب او حمام شته ، هر کور ته نل اوبه رسېږي او په کلي کې لارې په سمنټو جوړې شوې دي.

د روان کال په جنورۍ کې د چين د ملکي چارو وزارت چارواکي له شيا من ښار څخه تر ليدنې وروسته داسې وويل چې د ښکلي شيا من د ګډې رغاونې په فعاليت کې د ښار د هستوګنې سيمو او کليو ، د هستونګنې د نويو او زړو سيمو د ابادۍ کارونه سره يو ځای شوي چې دغه فعاليت د هستوګنې سيمو د نوي اداري نظام د تطبيق لپاره د لارښوونې رول لري.

ښاغلي وانګ منګ هوی وويل چې ياد فعاليت په نويو حالاتو کې د ولسي کارونو د پياوړتيا او د اساسي يونټ د اداري لارو چارو د سمون يو نوښت دی .د دغه فعاليت د هراړخيز تطبيق له لارې به تر ٢٠٤٩ کاله يعنی د ولسي جمهوريت د سلمې کليزې پورې له شيا من څخه د چين د نمونوي ښکلي ښار په توګه اباد شی او د چينايانو ښکلی خوب به پوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای