CRI Online

په وو هان ښار کې د يوه فرانسوي راستورانټ خاوند

cri     (GMT+08:00) 2014-06-22 18:39:53

د چين د وو هان ښار د دونګ هو په نوم د لوړې او نوې تکنالوژۍ د کارولو په سيمه کې يو رستورانټ شته چی خاوند يې مارک دی او له فرانسې څخه راغلی دی.کله چې خبريال دغه رستورانټ ته ننوتلی، وليدل چې ښاغلي مارک چې په دې ښار کې ېي د يوولسو کلونو لپاره استوګنه کړې ، او ميرمن يې له دوستانو سره په خبرې کولې .هغه نه يوازې د دې راستورانټ خاوند دی بلکې په باغونو کې د مصنوعي منظرې جوړولو يو ډيزاينر هم دی .

غرمه په رستورانټ کې شلګونه مشتريان راغونډېدل .د ده مېرمن ما يوو هوا خبريال ته وويل (اواز..........) په بوخت وخت کې د مشتريانو شمېر حتی شاوخوا يو يا دوو سوو ته رسيږی چې ورځنی شمېر يې اويا يا اتياوو تنه دي.

پرته له دې نه چې په ياده سيمه کې کارکوونکي دغه رستورانټ خوښوي ، ډېر هغه بهرنيان چې په وو هان ښار کې اوسيږی ،هم کله کله دغه رستورانټ ته ځي .لامل يې دا دی: يوه خوا په دی رستورانټ کې خوراکونه ډېر خوندور دي او بله خوا دغه رستورانټ د ٢٠١٣کال په مې مياشت کې د وو هان ښار د بهرنيو کارپوهانو د ادارې له خوا د بهرنيو کارپوهانو د کور په نوم ونومول شو .مارک خبريال ته وويل چې په وو هان ښار کې د فرانسې عمومی قونسلګرۍ ، ځايي بهرني تصدۍ او موسسې هم کله نا کله دلته خپل فعاليتونه تر سره کوي.هغه وويل (اواز.......)

د وو هان ښاروال هيله لري چې زما په رستورانټ کې يو فرانسوي سالون او کلب جوړ شي تر څو لازيات فرانسوي پانګه اچوونکي راجلب شي.هيله من يم چې د چين او فرانسې ترمنځ د پل د جوړېدو لپاره خپل رول ولوبوم.

پوښتنه دا ده چې ولی مارک د ژوند او کارکولو لپاره وو هان ښار غوره کړی ؟

ددې سوال ځواب دا دی :په ١٩٩٨ کال کې مارک د لومړی ځل لپاره شانګهای ښار ته د چيني باغبانۍ د زده کړې لپاره راغی. يو کال وروسته هغه د فرانسوي غرفې د يوه کارکوونکي په توګه د چين د کون مينګ د باغبانۍ په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ او په همدې وخت کې د سه چوان ولايت له نجلۍ سره اشنا شو.په ٢٠٠١ کال کې دوی واده وکړ او ور پسې مشر زوی يې په پاريس کې وزيږېده .په ٢٠٠٢ کال کې مارک د يوه ډيزاينر په توګه د وو هان ښار د باغبانۍ د يوه شرکت له خوا وګمارل شو او دلته يې په دې ښار کې په دايمي استوګنې پيل کړ.

وو هان ته د رسيدو په دريم کال کې مارک د ښاروالۍ له خوا د دوستۍ نومی جايزه وګټله چې د دې ښار د پرمختګ په برخه کې د نامتو بهرنيو د ستايلو لپاره وټاکل شوه.له ٢٠٠٥ کال کې څخه هغه خپل لومړنی شرکت جوړ کړ چې تر اوسه پورې يې د دريو تصديو خاوند دی .د ده له خوا ډيزاين او جوړې شوي ډېرې پروژې د خلکو له خوا وستايل شوې.هغه وويل (اواز.........) رېښتيا ده هر کله چې په وو هان ښار کې د باغبانۍ يوه لويه پروژه وټاکل شوه ، د ښاريانو په دماغونو کې زما نوم ياديږي .نو پرې ډېر وياړم .د همکارۍ په ترڅ کې له نورو همکارانو سره هم يو د بل پوهاوی کوم.

مارک زمونږ خبريال ته وويل چې په نژدې راتلونکې کې به دی هميشه د چين او فرانسې ترمنځ تګ راتګ وکړي او خپل نوی پلان به پلي کړي.يوه خوا هغه به فرانسوي ځوانانو ته د منظرې د ديزاين کولو کورس ور کړي او بله خوا په وو هان ښار کې همدغه کورسونه چيني زده کوونکيو ته ور کړي تر څو له چيني محصلينو سره يو ځای خپله پوهه شريکه کړي.

د چين او فرانسې ترمنځ د پنځوس کلنو اړيکو د يادونې په ترڅ کې هغه دا نظر لري چې د دواړو هېوادونو کلتورونه سره ډېر توپيرونه لري، خو په وروستيو کلونو کې په بېلا بېلو ساحو په تېره بيا کلتوري ساحه کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاری په پر له پسې توګه پياوړې شوې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تفاهم هم ژور شوی دی .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای