CRI Online

د قزاقستان يوه ښځه د چين په معرفي کولو بوخته ده

cri     (GMT+08:00) 2014-06-22 18:43:37

د قزاقستان يوې ښځه چې سوفيا رمضانوفنه نوميږي چې د چين د شان شي ولايت لهجه ويلی شي ،ددې ولايت په په مرکز شي ان ښار کې يې لس کلونه ژوند کړی دی .اوس هغه چمتو ده چې يو نړيوال تلويزيوني پروګرام جوړ کړي.د دې پروګرام د جوړېدو د لامل د يادونې په ترڅ کې هغې وويل،چين زما د زامنو ټاټوبی دی،نو غواړم چی د خپلو زامنو لپاره ځينی ځانګړی کارونه تر سره کړم.

چين ته د رسېدو نه مخکې سوفيا د قزاقستان د يوه پوهنتون د قانون څانګې مشره وه او د يوې ځوانې کارپوې په توګه يې په خپل هېواد کې ډير دوستان درلودل ، يو وار تصادفا د ورېښمو لارې د علمي څيړنې په ترڅ کې له يو چينايی ځوان جانګ پان سره اشنا شوه ، څرنګه چې شي ان ښار د وېښمو لارې پيل و او د اړوندو مالوماتو او اسنادو د موندلو په ترڅ کې يې دده څخه مرسته وغوښتله چې له امله يې مينه پېدا کړه او ورسره يې واده وکړ .خو خپلوانو او دوستانو يې د هغې پرېکړه ونه منله او داسې يې وويل چې ولی ښکلۍ او هوښياره سوفيا له يوه چينايی ځوان سره واده وکړ.

سوفيا وويل ريښتيا ده چې ډېر بهرنيان د چين په هکله بدګومان او شکمن دي او کله کله له دې څخه دا پوښتنه کوي چې چينايان بی سواده او غريبان دي او بد عادتونه لري ؟ که څه هم هغه په صبر دوي ته ځوابونه ورکوي ، خو د کولتوري چاپېريال د بېلوالي له امله يې دا پلان جوړ کړی دی چې د چين په هکله مفصل مالومات لا زياتو بهرنيانو ته ورکړي چې تر هر څه لومړی به د چيني توليداتو او د خوندورو چيني خوراکونو په هکله مالومات ورکړي او د له شان په نوم د ډبرين بت او د فا من په نوم د معبد په شمول ډېر د ليدووړ ځايونه ور وپېژني تر څو لازيات بهرنيان د چين په اړه زيات معلومات تر لاسه کړي.

له لسو کلونو راهيسې د چين او قزاقستان ترمنځ د سوله ايزې سفيرې په توګه سوفيا په پر له پسې توګه د قزاقستان او حتی د روسيې د خبري رسنيو له لارې خلکو ته چين معرفي کړی دی.سربېره پردې هغې هم په چين کې د قزاقستاني زده کوونکو د زده کړې لپاره ور سره مرستې کړې دي .

د پروګرام په پاتې برخه کې به په چين کې د بلې بهرنۍ نجلۍ په هکله مالومات واورئ . شل کلنۍ عردن چې له مغولستان څخه چين ته راغلې ده ،له منځني ښوونځي څخه تر فراغت وروسته يې پرېکړه وکړه چې د زده کړې لپاره بېجينګ ته لاړه شي ،خو بېجينګ ته د رسېدو په لومړنيو ورځو کې عردن له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوه د بېلګي په توګه چينی ليکدود او غذايي عادت . په بېجينګ کې د زده کړې نه مخکې عردن له چين څخه څو ځله سفرونه کړي دي .نو هغې باور درلود چې په چين کې له ژوند سره عادی شي، خو نتيجه يې د هغې له اټکل څخه وتلې ده .چين ته د رسيدو په لومړنۍ اوونۍ کې د هغې پرمخ هغه ستونزه وه چې د پوهنتون په خوړن ځاي کې تيار شوي خوراکونه خوندور نه وو. نو هره ورځ مجبورأ د ډوډۍ خوړلو لپاره بهر ته تله.خو اوس عردن په چين کې له ژوند سره عادی شوې ده او له بهرنيو ټولګيوالو سره يې د زده کړې له لارې ډېرې علاقې پيدا کړې دي.د هغې په اند که څه هم بهرني زده کوونکي له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي دي او ژبې، کلتورونه ، او د ژوند عادتونه يې بېل دي،خو د چيني ژبې له لارې يو له بل سره د نظريو تبادله کوي او يو د بل پوهاوی کوي.عردن وويل:که څه هم زما د چيني ژبې سويه ډېره ټيټه ده، خو له چيني ټولګيوالو سره د زده کړې له لارې اوسنۍ سويه مې لوړه شوې او ويره نه لرم چې له چينايانو سره خبرې کوم ،نو هره ورځ ډېره خوشحاله يم .

د چين اقتصاد چټک پرمختګ موندلی دی چې له امله يې په ډېرو ځايونو کې ستر بدلونونه راغلي دي .عردن د زده کړې پرته د چين د شان دونګ ، تيان جين، هانګ جو او چينګ داو ښارونو په شمول ډېرو ځايونو ته سفرونه کړي دي.هغه پلان لري چې د زده کړې په موده کې د چين د هر ليدووړ ځاي سيل وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای