CRI Online

بهرنيان په چين کې د چيني ژبې په زده کړې بوخت دي

cri     (GMT+08:00) 2014-06-22 18:50:01

د چين د عمومي دولتي ځواک او د نړيوال مقام د لوړوالي سره سره په نړۍ کې د چينی ژبې اهميت نور مهم شوی دی .په نړۍ کې يو په پنځمه برخه وګړي چيني ژبه کاروي ، نو ويل کېږي چې چيني ژبه په نړۍ کې ډېر مهم ځای لري. لکه د چين فقيد نامتو ليکوال جي شيانلينګ ويلي و ، چيني ژبه د نورو ژبو په نسبت ساده ژبه ده .که په انګليسي ژبه يوه ساده جمله څرګنده شی ، شپيته ثانيه په کار دي ، خو په چيني ژبه يوازی پنځه ثانيه بس دي.

له دی امله چې د چيني ژبې تلفظ او ګرامر نسبتا پيچلی دی، نو ويل کيږي چې د چيني ژبې زده کړه يو ستونزمن کار دی .خو د چين د چيني ژبې د رواج دفتر د يوې شمېرنې له مخې اوس له څلويښتو مليونو څخه زيات بهرنيان د چيني ژبې په زده کولو لګيا دي .نو پوښتنه دا ده چې ولی دومره زيات بهرنيان له چيني ژبې سره علاقه لري؟

د امريکا د ټايمز ورځپاڼې د چيني ژبې د زده کړې په هکله يوه تبصره کې ليکلي چې که تاسې غواړئ چې پر نورو وګړو وړاندې وي، نو راځئ چې چيني ژبه زده کړه وکړئ.دا ښکاري چې د چيني ژبې زده کړه په چين کې د بهرنيانو له خوا د کار پيدا کولو کلي ده.يو امريکايي زده کوونکی چې ميکل نومېږي، وويل (اواز..........) شاوخوا يو کال مې په چين کې ژوند کړی دی .اوس په بېجينګ کې په چيني ژبه زده کړه کوم او کار کوم .غواړم چې په يو امريکايي شرکت کې دنده پيدا کړم چې په چين کې فرعي شرکت لري.

ښاغلي ميکل په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو لپاره ل چين ته راغی او له چيني ژبې سره يې علاقه پيدا کړه .امريکا ته تر ستنېدو وروسته يې په پوهنتون کې د چيني ژبې په زده کړې پيل وکړ .د ده په اند که غوړائ چې چيني ژبه خپله کړئ، نو بايد چين ته لاړ شئ او هره ورځ دې له چينايانو سره خبرې وکړئ.

د ميکل په شان بهرنيان ډير دي چې غواړي د چيني ژبې په اتکا مساعد کارونه پيدا کړي . دوي زياتره د چيني ژبې لومړي د چيني ژبې يو ځانګړی تعليمی ارګان غوره کوي.د دې ترڅنګ په چيني ژبې د بهرنيو زده کوونکيو شمېر د زياتېدو سره سره په چين کې د بهرنيانو لپاره ډير ښوونځي جوړ شوي دي.

ميکل هميشه د سنولوجي انستيټيټ په نوم ښوونځي کې د چيني ژبې زده کړه کوي چې د بېجينګ د ګولو سيمې په يوه کوڅه کې پروت دی ،هره ورځ سهاروختي دلته ډېر بهرنيان د چيني ژبې د زده کړې لپاره راغونډيږي.فرانسوي نجلۍ نوبوکوساتو وويل (اواز.......) زما چيني نوم جو ان نا دی او له فرانسې څخه راغلې ده چې پخوا مې په بجېينګ کې د سکريترې دنده پر غاړه درلوده او تر اوسه پورې مې څه باندې دري کاله د چيني ژبې تدريس وکړ.چين يو په زړه پوری هېواد دی چې زماله وطن سره ډېر توپيرونه لري، او چينايان هم ډېر ميلمه پال وګړي دي.

د چيني ژبې د زده کړې لامل د يادونې په ترڅ کې هغې وويل چې له چيني ژبې سره ډېره علاقه لري او له چينايانو سره خبرې کولو ته خوشاله ده او غواړي چې د څه لپاره خبرې کوي.

البته علاقه د يو شي د زده کړې ښه مخکينی شرط دی. که څه هم د بهرنيو زده کوونکو لپاره دا يو اسان کار دی چې د شيانو اخيستلو په ترڅ کې له چينايانو سره خبرې کوي،خو د چيني ژبې د زده کړې په بهير کې لاهم له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي،نو ځکه ټينګ هوډ يې ډېر مهم دی. د ياد ښوونځي يو ښوونکي وانګ شاو چينګ وويل (اواز........) د نوی سلنې بهرنيو زده کوونکيو په اند د چيني ژبې زده کول يو ستونزمن کار دی .د بېلګي په توګه ځينو زده کوونکو د رخصتۍ تر ختمېدو وروسته ونه غوښتل چې د چيني ژبې زده کړې ته دوام ورکړي . .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای