CRI Online

د علمي نوښت له لارې د تصديو د پرمختيا پياوړتيا

cri     (GMT+08:00) 2014-06-30 19:30:20

د انرژۍ بحران او د چاپيريال ککړتيا اوس په نړۍ کې د ډېر پاملرنې وړ مسئله بلل کېږي. دا د ګردې کرۍ اقتصاد د دواملرونکي پرمختګ او د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږۍ ساتنې لپاره يوه حتمی مسئله ده چې څنګه د اقتصاد د پر له پسې پرمختګ په عين وخت کې د سرچينو مصرفي اندازه لا کمه شي.په بېجينګ کې د اينوګرين د ساينس او ټېکنالوژۍ شرکت تل د اوبو او انساني روغتيا چارو ته پاملرنه او د اوبو د پاکولو تخنيکونو د څېړنې او کارونې لپاره کوښښ کوي چې د ککړو اوبو د وتلو اندازې د کمولو په موخه د ککړو اوبو د پاکولو او بيا کارولو يو نوی ډول شرکت دی چې چاپېريال ته هيڅ ککړتيا نه رسوي .

د شرکت يو مسؤل شيو داو شنګ وويل چې ددوي شرکت په چين کې د اوبو د پاکولو په موخه يو مجموعي تخنيکي شرکت دی چې په دې برخه کې خپلې تخنيکي ښيګڼې لري.هغه وويل

(اواز ١)

د اوبو د پاکولو په چارو کې ټاکل شوی معيار نه شته چې په زياتو وختونو کې د اوبو سرچينو له بنسټيزو شمېرنو سره سم ځانګړې لايحې جوړېږي.

د اينوګرين شرکت له خوا د اوبو پاکولو د ځانګړو تخنيکونو له امله په دې برخه کې اصلاحات رامنځته شوي دي.ښاغلي شيو وويل ،که غواړي په سيالۍ کې ګډون وکړي، د تخنيکونو نوښت اړين انتخاب دی. دغه راز د تخنيکونو نوښت د دوی عمده ستراتيژی ګرځېدلې ده .د هېواد د غوره کارپوهانو او تاسيساتو په وسيله د اينوګرين شرکت خپل ځانګړی توليدات جوړ کړي او د ادارې معيارونه يې هم ګام په ګام له نړيوالو معيارونو سره سمون خوري. دغه شرکت د هر کارکوونکي لپاره پرمختيايي پلان جوړ کړی دی.

(اواز ٢)

د تصدۍ د پرمختګ په بهير کې د استعداد لروونکو کسانو روزنه لومړنۍ ستراتيژۍ ده، نو په وروستيو کلونو کې مو د غوره کسانو د روزنې په برخه کې کوښښ کړي ،مثلا د جي نان پوهنتون په ګډون له يو شمېر پوهنتونونو او پوهنځيو سره مو تخنيکي همکاری کړېده. د اوبو د پاکولو چارو راتلووکی پرمختګ استعداد لروونکو کسانو، پانګو او سرچينو ته اړتيا لري.

زده کول، نوښت او مسؤليت د اينوګرين شرکت د پرمختګ کليدي کولتوري مفکوره ده.د شيو داو شنګ په اند، هم تصدۍ او هم کارکوونکي د زده کړې له لارې پرمختګ تر لاسه کولی شی

(اواز ٣)

د اينوګرين شرکت د پرمختګ په بهير کې خپلې ټولنيزې دندې هم پلې کړې ،په ٢٠٠٨ کال کې د سه چوان ولايت د ون چوان ولسوالۍ د زلزلې په وخت کې کارکوونکو د مسلسلو ٤٨ ساعتو کارونو له برکته د زلزله ځپلو وګړو لپاره د اوبو د پاکولو ٢ زره ماشينونه جوړ کړي او په وخت يې زلزله ځپلو سيمو ته لېږلي دي.هغه مهال موږ هم د سه چوان په ابا کې د زلزله ځپلو وګړو سره مرستندونه څانګې ته ٢ سيته تجهيزات برابر کړي دي.

اوس د نړۍ په ٣٠ هېوادونو کې د اينوګرين شرکت څه د پاسه ٣ زره سيته تجهيزات کار کوي او د ګردې کرۍ په ٥٠٠ لويو تصديو کې څه د پاسه ٣٠ تصدۍ د اينوګرين شرکت د اوبو د پاکولو تجهيزات استعمالوي. د اوبو د پاکولو په اړه د چاپيريال د ساتنې د نوي ډول شرکت په توګه ياد شرکت د انرژۍ د اداره کوونکي دندې پلې کوي او د خپلې وروستنۍ موخې د پوره کېدو لپاره کوښښ کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای