CRI Online

نجلۍ ګلي د ناروغۍ د درملنې لپاره بيجينګ ته راغلې ده

cri     (GMT+08:00) 2014-07-24 14:56:28

په وروستيو ورځو کې د چين د خلکو په ورځپاڼه کې تر دې عنوان لاندی راپور خپور شو : راځئ چې تر وسې پورې له نجلۍ ګلي سره مرسته وکړو . په راپور کې د شينجيانګ له اويغوري نجلۍ ګلي سره د چين د لومړي لوي هان قوم زده کوونکې کان ناي ياو او نورو داوطلبانو د مرستې کيسه واورول شوه چې دغه کيسه په ټولنه کې د ډيرې پاملرنې وړ ګرځېدلې ده .، د خوښۍ وړ خبره دا ده چې د چين د ماشومانو د خيريه صندوق د همغږۍ له کبله ګلي د جون په ديرشمه نېټه د ناروغۍ د درملنې لپاره په بيجينګ کې د عمومي ارکان په اړه عمومي پوځي روغتون ته وليږل شوه او بستري شوه .

نجلۍ ګلي چې اوس دوولس کلنه ده ، د اوو کلنۍ په وخت کې له دې امله چې زکام يې پروخت نه و علاج شوی ، نو کله ناکله تبه نيسي او د ناروغۍ حالت يې ورځ په ورځ سختيږي . په روان کال کې هغه د څلورو ځلو لپاره بستري شوې ده . اوس هغه په دريو څلورو ورځو کې يو ځل په زکام اخته کېږي او سږ کال څلور ځله بستری شوې ده .مثلا د جون په څلېرويشتمه نېټه تازه د شينجيانګ له ولسي روغتون څخه رخصت شوه ، څلور ورځې وروسته يې بيا تبه ونيوله .

د ياد روغتون د تنفس څانګې د مشر ډاکتر جاو وي ګوه په وينا د اخيستل شوي سي تي عکس له مخې د دې نجلۍ د ناروغۍ حالت دی سخت حد ته نه دی رسېدلی چې بايد د سږي بدلون عمليات ترسره شی. د معاينې سره سم د ګلي د ښي سږي په منځ کې کرنک خراب شو او د درملنې ټاکل شوي لومړي پلان دا دی چې لومړی بايد پوره معاينه ترسره شی او بيا دې د تجربه لرونکو ډاکترانو د ګډ تشخيص وروسته پرېکړه وکړي چې عمليات اجرا شی که نه څو چې ناروغی له بيخه يووړل شی. د ډاکتر جاو په نظر که د جراحۍ عمليات تطبيق نه شی او يوازی د دارو درملو په وسيله درملنه وشی، نو ددې ناروغۍ د پوره له منځه وړلو شونتيا نشته .

هغه وويل چې اوس د ناروغې نجلۍ کيڼ سږی ښه دی او د ښي سږي د پرېکولو شونتيا شته ،دده د اټکل له مخې د عملياتو چمتوالی په روانه اوونۍ کې ترسر ه کېږي او يوه اوونۍ او يا لس ورځې وروسته عمليات کېږي. دده په اند د عملياتو د دوو يا درېو اوونيو استراحت او درملنې مودې په تېريدو سره يوه مياشت وروسته به د نجلۍ ګلي روغتيا اعاده شی او ددې پر راتلونکي ژوند باندي د يوه سږي د پرېکولو اغيزه کمه وي.ددې خبر په اورېدو سره د ګلي مور او داوطليانو اندېښنه لېرې شوه ، خو د عملياتو لګښت څومره دي ؟ ډاکتر جاو وويل چې که عمليات په عادي توګه ترسره شی لګښت به يې نژدې يو لک يوانه وي ، روغتون به د ګلي کورنۍ تر نظر لاندی نيولو سره تر ممکنه حده پورې لګښت سپموي او دوي ته حلال خواړه تياروي.

د ناټاکلې شمېرنې له مخي تر اوسه پورې نوي زره يوانه پيسې د مرکزي ډرامې پوهنځي د ماستري درجې ګټونکې کان ناي ياو حساب ته ليږل شوې او نور لس زره يوانه د شينجيانګ د يوې ورځپاڼې لخوا اعانه شوې دي ، دغه راز د چين خيريه ټولنه او د شينجيانګ خيريه عمومي ټولنه به هم ځانګړې پيسې بيلې کړي ،نو د خوښۍ وړ خبره ده چې د نجلۍ ګلي د عملياتو لګښت په ابتدايي توګه پوره شوی دی. خو دغه راغونډې شوې پيسې يوازی د ګلي ناروغۍ د لومړۍ درملنې اړينې دي او راتلونکي درملنه لا هم زياتو پيسو ته اړتيا لری .باور دی چې د نجلۍ ګلي ناروغی په پوره توګه جوړه شی ځکه چې په ټولنه کې ډير خيريه سازمانونه او داوطلبان به ور ته د مرستې لاسونه اوږد کړي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای