CRI Online

په چينګ دوا ښار کې د يوې فرانسوي ښځې ژوند

cri     (GMT+08:00) 2014-08-23 20:22:25

کويني چې يوه فرانسوي ښځه ده او د چين په ختيځ د شان دونګ ولايت په چينګ دوا ښار کې يې څوارلس کاله ارام ژوند کړی دی ځکه د هغې په اند چينګ دوا له خپل ټاټوبی سره هيڅ توپير نه لري.کويني چې د فرانسې د بوليتاني له سيمې څخه راغلې ، په چينګ دوا ښار کې د خپلې سيمې عمومي استازې ده چې ټاټوبی يې له چينګ دوا ښار سره نژدې اړيکې لري. د بوليتاني سيمه په فرانسه کې داسې لومړنۍ سيمه ده چې په ١٩٦٤ کال کې يې له چين سره تګ راتګ پيل کړ او فرانسې ته د لومړنۍ ډله چينی زده کوونکي يې ومنل .په ١٩٨٥ کال کې دغې سيمې له شان دونګ ولايت سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې ځکه چې دواړه سيمې د څارويو د روزلو، د کرنيزو توليداتو د چمتو کولو او د سمندري چارو مهمې اډې دي.په ٢٠٠٠ کال کې د بوليتاني مرکز لېن او مهم سرحلي ښار لوليستات په جلا جلا توګه د شانګ دونګ ولايت له جي نان او چنګ داو ښارونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړې چې په پايله کې کويني له خپل نامزد روشين سره يو ځای چينګ دوا ته راغله.

کويني وويل ، چينګ داو ته تر رسيدو وروسته يې له روشين سره واده وکړ او دلته يې د رسيدو په دوهم کال کې غبرګولې لوڼۍ او په ٢٠٠٦ کال کې يي يو زوی وزيږېدل . اوس دوي په چينګ دوا ښار کې نيکمرغه ژوندکوي .دې وويل چې لومړی د لين په يو پوهنتون کې او بيا وروسته په بل نړيوال سوداګريز انيسټيټيوټ کې په چيني ژبه او نړيوالې سوداګرۍ زده کړه کړې وه.په پاي کې دې پرېکړه وکړه چې د چيني ژبې د زده کړې لپاره د شان دونګ ولايت جي نان ښار ته لاړ شي.کويني وويل چې پلان نه لري چې له چينګ داو ښار څخه ووځي.اوس مهال د کويني درې ماشومان د چينګ دوا په نړيوال ښوونځي کې زده کړه کوي او له فرانسوي،انګليسي او چيني ژبو سره پوره اشنا دي.

په چينګ دوا ښار کې چې د چين د بادي کښتۍ چلولو مرکز په توګه مشهور دی،د کويني مېړه هم خپلې نوې چارې پيل کړې او د دې ښار په لاو شان سيمه کې د بادي کښتيو د جوړولو يوه فابريکه جوړه کړې ده.کوينې وويل ،د ده په فابريکه کې په عمده توګه هغه بادي کښتۍ جوړيږي چې اوږدوالی يې څه باندې اووه متره دی ، او د بولتاني د بېړيو د ډيزاين يو اينستيتوټ له خوا ډيزاين شوي او زياتره بادي کښتۍ يې نورو هېوادونو ته صادريږي.هغې داسې هم وويل ، ځکه چې دلته يې دغه فابريکه جوړه کړه، لامل يې د چينګ دوا له جغرافيايي چاپيريال سره نژدې اړيکې لري چې د بولتاني سره ورته والی لري. د هغې په وينا ددوي ټاټوبی په فرانسه کې د دولت په کچه د بادي کښتيو چلولو د سيالۍ لپاره يوه مهمه روزنيزه اډه ګڼل کيږي چې پکې د دغو کښتيو د جوړولو چارې ډېرې پرمختللي دي.ياد اينستيتوټ هم د لويو بادي کښتيو د جوړولو له امله په نړۍ کې شهرت لري چې دا ددوي د فابريکې د جوړېدو لپاره ښه زمينه برابره کړې ده.

رېښتيا ده چې د کويني کار هم ډېر بوخت دی .روان کال د چين او فرانسې ترمنځ د سياسي اړيکيو د ټينګېدو له پنځوسمې کاليزې سره برابر دی .په شان دونګ ولايت کې د بوليتاني سيمې د استازيتوب د عمومي استازې په توګه کويني ډول ډول فعاليتونه ترتيب او تر سره کړي دي مثلا د بوليتاني په هغو منځنيو ښوونځيو کې چې پکې د چيني ژبې درسونه شته ،د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو په اړه نندارتونونه يې جوړ کړي او دغه نندارتون به وروسته د جي نان او چينګ دوا ښارونو په اړوندو ښوونځيو او د فرانسوي ژبې په ټولنه کې تر سره شي. لنډه دا چې د کويني کورنۍ په چين کې ارام او هوسا ژوند کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای