CRI Online

په چين کې د بهرنيو زده کوونکيو طبی خوب

cri     (GMT+08:00) 2014-08-23 20:26:49

 د چنګ ده ښار چې د چين د هه بی ولايت په شمال ختيځ کې پروت دی، په نړۍ کې د تر ټولو لوی پاچاهي باغ د شتون له امله مشهور دی چې له امله يې ډېر بهرني زده کوونکي راجلب کړي دي.د چنګ ده طبي پوهنتون يو داسې پوهنتون دی چې ډېر بهرني زده کوونکي پکې زده کړه کوي .

(اواز......) زما نوم محمدبيلال تاسق دی او له پاکستان څخه راغلی يم .هيله لرم چې په راتلونکې د يوه جراحۍ ډاکتر په توګه وګمارل شم .

زما نوم فادومه حسن دی او د امريکا له منيسوتا ايالت څخه راغلی ،ځکه د چنګ ده طبي پوهنتون ته راغلی يم، لامل يې دا دی چې غواړم د کوچنيانو د ناروغيو يو ډاکتر وروزل شم

د بېلا بېلو خوبونو په درلودلو سره بهرني زده کوونکي دلته راغونډ شوي دي.اوس مهال په دې پوهنتون کې د اتو هېوادونو دوه سوه او څوارلسو تنه زده کوونکي د بستريزې څېړنې په طبي تخصص زده کړه کوي.د طبي پوهنې د خپلولو ترڅنګ دوی هم د چيني ژبې او کلتور د زده کړې لپاره ډېرې هڅې کوي. پاکستانې نجلۍ زويا محمد اقبال چې په ٢٠٠٩ کال کې د زده کړې لپاره چين ته راغلې ،له دغو زده کوونکيو څخه يوه ده.روان کال چنګ ده ښار ته د هغې د رسيدو پنځم کال دی .د چنګ ده طبي پوهنتون د غوره کولو لامل د يادونې په ترڅ کې هغې وويل (اواز..........)په پاکستان کې هغه متل شته چې وايي په علم پسې چين ته ولاړ شئ.د انټرنټ له لارې مې دغه پوهنتون غوره کړی چې دلته چاپيريال او اقليم ډېر ښه دی .د خوراکي عادتونو په برخه کې دلته د مسلمانانو لپاره هېڅ ستونزې نه شته .زما په اند که د خپل هېواد په پوهنتون کې زده کړه وکړم، نو يوازې طبي پوهنه تر لاسه کړی شم .خو په چين کې د طبي پوهنې د تر لاسه کولو ترڅنګ نورې پوهنې هم لاس ته راوړلی شم.

اوس زويا له چيني ژبي سره پوره اشنا ده.دې وويل چې په دې پوهنتون کې ښوونکي د نورو پوهنتونونو په پرتله دا توپير لري چې دوي نه يوازې غنی تعليمي تجربې لري بلکې د ژوند په برخه کې بهرنيو زده کوونکيو ته ډېره پاملرنه کوي. زويا وويل (اواز.....) زما په اند په چنګ ده طبي پوهنتون کې ښوونکي ډېر مېلمه پال دي او هر وخت را سره مرسته کوي.د بېلګي په توګه موږ کتابونه غواړو،دوی اړونده کتابپلورنځي راسره معرفي کوي حتی خپل کتابونه راکوي .دلته زموږ له ټاټوبي څخه ليری دی، نو دوی موږ د خپلو زامنو په شان را ته ډېره پاملرنه کوي .

د چنګ ده په طبي پوهنتون کې د زويا په شان نور دوه سوه بهرني زده کوونکي شته دي. له زده کړې سره د دغو زده کوونکيو د علاقې د هڅولو لپاره دغه پوهنتون او د هه بی ولايت حکومت سکالرشيپ ترتيب کړی .د دې پوهنتون د نړيوالې همکارۍ د څانګې مسئول وانګ يون هوا وويل (اواز..........)له زده کړې سره د دوي د علاقې د هڅولو او له ځينو زده کوونکيو سره د مرستې لپاره زمونږ پوهنتون سکالرشيپ جوړ کړی دی.د دې ترڅنګ د هه بی ولايت حکوت هم همدغه شان سکالرشپيب ترتيب کړی چې تير کال څه باندې دېرش تنو بهرنيو زده کوونکيو دغه جايزه اخيستې ده .

د ياد پوهنتون مشر جانګ شو فن وويل ( اواز ٨) زموږ د لومړۍ شميرنې له مخې زموږ له پوهنتون څخه نوي سلنه فارغ شوي زده کوونکو د درملنې اجازه پاڼې اخيستي دي . زموږ د ښوونې عمده هدف دا دی چې هر فارغ شوی زده کوونکی خپل هېواد ته د ستنېدو وروسته هم د خپلو هېوادوالو په بله ژبه د ټولو انسانانو د روغتيا لپاره خدمتونه ترسره کولی شی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای