CRI Online

په چين کې د بهرنيو زده کوونکيو د فارغېدو وخت

cri     (GMT+08:00) 2014-08-23 20:31:01

ايا هغه زده کوونکې ياده کړئ چې څلور کاله دمخه يې د زده کړې د پيل په مراسمو کې يوه وينا کړې وه.اوس هغه زما ميرمن ګرځېدلې ده.له يمن څخه راغلی ٢٦ کلن زده کوونکي محدين په دې وروستيو ورځو کې د چين له شمال لويديځ ترانسپورتي پوهنتون څخه د زده کوونکيو د فارغېدو په مراسمو کې وويل چې درې کاله دمخه دوی دواړه په دې پوهنتون کې واده وکړ او اوس يو زوی لري.

د جون په مياشت کې محدين او دده مېرمنې داني دواړه له پوهنتون څخه تازه فارغ شوي .که څه هم ددوی تابعيتونه ، ژبې او تخصصونه بېل دي ، خو په نان جينګ ښار کې تر اشنا کېدو وروسته يې مينه پيدا کړه او اوس يوه نيکمرغه کورنۍ لري.د خپلو ټولګيوالو په اند دوی په ژوند کې فاتحان دي.

محدين خبريال ته وويل ،په تېرو څلورو کلونو کې مې په چين کې ډېرې پوهنې تر لاسه کړې وې.زما نمرې هم ښې وې او په بريالۍ توګه مې د ماستري درجې د غوښتلو فرصت ګټلی دی.هغه زياته کړه چې په دې کلونو کې يې هرهغه شی چې ټول ځوانان يې غواړي ، تر ګوتو کړی دی.د بېلګې په توګه په دې پوهنتون کې له داني سره اشنا او د يو زوی پلار شو، دده په اند ژوند يې ډېر ښکلی دی.

خو د ده د ٢٣ کلنې ميرمنې داني لپاره په تېرو څلورو کلونو کې د خپل ژوند په برخه کې تر ټولو لوی بدلون يعنی د ښځې او مور په توګه خپل رول بدل شوی دی.د يوې ميرمنې او مور په توګه د ژوند لارې چارې يې هم بدلې شوې دي .دې وويل چې په معمولي ورځ کې د زده کړې فشارونه ډېر لوي دي، خو د خپل ميړه په مل له زوی سره لوبې کول د خوشحالۍ وړ کار دی.

محدين وويل چې څه باندې دوه کلن زوي له چيني ماشومانو سره ټينګه دوستي لری او مور يې په انګليسي ژبه او پلار يې په عربي ژبه ور سره خبرې کوي او په نورو وختونو کې هغه په چيني ژبه خبرې کوي.د دوبني رخصتۍ په موده کې به له خپلې مېرمنې او زوي سره يو ځای خپل وطن يمن ته لاړ شی او تر هغه وروسته به د ماستري درجې د تر لاسه کولو لپاره خپلې زده کړې ته دوام ور کړي.محدين چې ويزه يې تازه لګېدلې ده، وويل پلان لري چې په راتلونکي کې لا هم په چين کې ژوند وکړي او هيله لري چې خپل زوی په چين کې درس ولولي او وده وکړي.

دده په اند چيني ژبه د انګليسي ژبې په پرتله ډېره مهمه ده او هيله لري چې خپل زوی له چيني ژبې سره پوره اشنا وي.هغه زياته کړه چې چين به نور پرمختللی وي او له عربي هېوادونو سره اوسنۍ اړيکې هم ډېرې ښې دي .په چينې ژبې بشپړ تسلط د ده د راتلونکی پرمختګ لپاره ډېر ګټور کار دی.

سر بېره پردی چې په ياد پوهنتون کې د خپلې زده کړې ادامه غواړي ، محدين له خپلې ميرمنې سره هم هپله لري چې په چين کې ددوي ژور نور هم نيکمرغه شي.

له چک څخه راغلی پنځه څلوېښت کلن سون يانګ چې تازه يې د چنګ دو د چيني طب په پوهنتون کې ډاکټري اخيستې ده او ژر به له خپلې مېرمنې او دريو ماشومانو سره يو ځای له چين څخه وخوځيږي ، داسې وويل ، نه غواړي چې له چين څخه وخوځيږي، خو د ماشومانو د زده کړې لپاره به مجبورا اروپا ته ستون شي .

سون يانګ وويل چې که څه هم ژر به اروپا ته لاړ شي، خو په راتلونکی کې به کله نا کله د چيني طب په برخه کې له چيني کارپوهانو سره د همکارۍ لپاره چين ته سفرونه وکړي .هغه وويل ،اوس په اروپا کې لازيات وګړي پر چيني طب باندې اطمينان لري او ګڼ شمېر هېوادونه هم د چيني طب قانونيت پيژني هغه باور لري چې چيني طب په اروپا کې ښه پرمختيا ومومي او په چين کې لس کاله زده کړه او ژوند ګټور وی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای