CRI Online

د  زيمبابوي هلک ما ځنګ هوا ارمان

cri     (GMT+08:00) 2014-08-23 20:38:56

د زيمبابوي په پلازمينه هاراره کې په هغه هنري غونډه کې چې تازه پای ته ورسيده، زيمبابوي هلک هلک ما جنګ هوا د پاملرنې وړ دی چې د زيمبابوي پوهنتون د کفوسيوس پوهنځي څخه فارغ شو او تېر کال د نړيوالو محصلينو د چيني ژبې په اړه د افريقايي هېوادونو په سيالۍ کې لومړی جايزه تر لاسه کړه.اوس هغه د چين په ولسي پوهنتون کې زده کړه کوي او غواړي چې د چيني ژبې زده کړې له لارې د چين پرمختيايي تجربې وګټي او بيا به يې خپل هېواد ته ورسوي.

دا د خلکو له اټکل څخه وتلې ده چې که څه هم يوازی د لسو مياشتو لپاره چينی ژبه زده کړه کړې ده، خو په ياده سيالۍ کې يې لومړی جايزه ګټلې ده.

ما جنګ هوا چې په زيمبابوي کې يې وده کاوه، په اوکراين او امريکا کې زده کړه وکړه،خو د اقتصادي فشار له امله خپله زده کړه پرې کړه.په ٢٠١٢ کال کې له چيني ژبې سره د علاقې د لرلو له امله هغه د زيمبابوی پوهنتون د کفوسيوس پوهځی ته ننوتلی و.د ده شوف او ذوق پر ښوونکو او داوطلبانو اغيزه کړې چې له امله يې هره ورځ ښوونکي په ځانګړي توګه ما جنګ هوا ته د چيني ليکدودونو او کلتور په شمول درس ور کړی دی .

په هغو لسو مياشتو کې ما جنګ هوا هره ورځ په منډو سره کفوسيوس پوهنځي ته تللی و او بيا يې کور ته تر رسېدو وروسته د چيني ليکدودونو د ليکلو لپاره څو ساعته لګولی و.هغه وويل (اواز.........) د چيني ليکدودونو ليونی مې کړ چې له انګليسي ژبې سره توپير لري او ډېر پېچلی دی .د چيني ليکدود د ليکلو احساست لکه چی انځورول دي .

تر لسو مياشتو وروسته د دې زيمبابوي هلک د چيني ژبې سويه تر زياتې اندازې پورې لوړه شوې ده. په همدې وخت کې د زيمبابوی پوهنتون کفوسيوس پوهنځي چمتو کړی چې د لومړی ځل لپاره د نړيوالو محلصينو د چيني ژبې په سيالۍ کې ګډون وکړي.ما جنګ هوا د دې فرصت په نيولو سره په دې سيالۍ کې برخه واخيسته چې په پايله کې يې لومړی جايزه تر لاسه کړه او د زيمبابوي په استازيتوب يې په وروستۍ سيالۍ کې د ګډون لپاره چين ته ورغلی و.

د ٢٠١٣ کال په دوبی کې څه باندې اويا تنه ګډون کوونکي د چين په چانګ شا ښار کې راغونډ شول .د دغو لوبغاړو په وړاندې ما جنګ هوا ډېر خوشحال و او هيله يې درلوده چې له هر تن څخه د چيني ژبې تجربه واخلي او ويې غوښتل چې د خپلې زده کړې ازموينه وکړي.

تر دری پړاوييزې سيالۍ وروسته له دغو اوياوو تنو لوبغاړو څخه يوازې لس تنه پاتی شوي چې له دې جملې څخه يو يې ما جنګ هوا و.هغه وويل چې ځکه په سيالۍ کې يې بری موندلی و، لامل يې د زيمبابوی پوهنتون د کفوسيوس پوهنځي د داوطلبانو له مرستو سره اړيکې لري .که څه هم ور څخه مې ليری واټن درلود،خو دوی د بريښناليکونو له لارې زما تلفظ سم کړ.هغه زياته کړه(اواز.......) زما په اند تلفظ ډېر مهم دی ،نو ځکه لومړی زما د وينا محتويات د پوهنځي د ښوونکيو له خوا ثبت شوی او بيا وروسته مې پر دوی پسې په تکراره توګه زده کړه وکړه ،نو کله چې پر ستېج ودريدم ، کارپوهانو ته هغه نښه وښودله چې دغه کس ښايي د پنځو کلونو لپاره چينی ژبه زده کړه کوله.

نه يوازې د ما جنګ هوا د چيني ژبې سويې بلکې د چين په اړه د ده خوب پر کارپوهانو اغيزه کړې وه.هغه هيله لري چې يوه ورځ به د چين په پوهنتون کې اقتصادي او پولي پوهنه زده کړه وکړي او د چين د اقتصادي پرمختګ په باب معلومات تر لاسه کړي او وروسته به قيمتي تجربې زيمبابوي ته ورسوي تر څو د زيمبابوي خلک ترې ګټه واخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای