CRI Online

له افغانستان سره د چيني پخواني ديپلومات فقيد يو تيی ګن دايمي پېژندګلوي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-17 19:50:38

د ٢٠١٤ کال د پيل په يوه ورځ د چين پخوانی ديپلومات او د پښتو ژبې کارپوه ښاغلي يو تيی ګن په بېجينګ کې د شپږ اوياوو کلونو په عمر وفات شو چې دغه غمجن خبر د چين د ډيلوماتيکو چارو، د افغانستان د موضوع د څېړنې او د پښتو ژب پېژندنې په ساحه کې يوه ستره ضايع ګڼل کېږي او ډېر کسان د ده مړينې خواشيني کړل.

ښاغلي يو تيی ګن په ١٩٥٩ کال کې د چين د حکومت لخوا د پښتو ژبې د زده کړې لپاره د افغانستان کابل پوهنتون ته وليږل شو، په هغه وخت کې يو تيی ګن له افغانستان سره ډيره مينه پيدا کړه. له لسګونو کلونو راهيسې د يو تيی ګن زده کړه، کار او څېړنې تل له افغانستان سره نږدې اړيکې لرلې. په ١٩٦٣ کال کې کله چې يو تيی ګن له کابل پوهنتون څخه فارغ شو، سمدلاسه په مستقيمه توګه په کابل کې د چين په سفارت کې د يو ديپلومات په توګه وګمارل شو. دده لخوا د ثبتې شوې وينا له مخې، هغه په افغانستان کې ډېرې ښې خاطرې لرلې دي.

(( زما په اند، افغانستان يو أرام او امن هېواد و او خلک يې ډېر زحمتکښ دي. کله چې مې وليدل چې په افغانستان کې د جګړې له امله د وګړيو سر و مال ته زيانونه ورسېدل، ډېر به خپه او انديښمن وم. زه غواړم چې هېوادوالو ته د افغانستان، افغانانو او د افغانانو د مبارزې په اړه مالومات معرفي وکړم. ))

په ١٩٧٩کال کې له افغانستان څخه د چيني ډيپلوماتانو له وتلو مخکې ښاغلي يو تيې ګن د دوو ځلو لپاره په کابل کې په چيني سفارت کې کار کړی او هلته يې مجموعا دوولس کاله تېر کړی و. خو پر افغانستان تر روسي يرغلو او بيا په افغانستان کې تر کورنۍ جګړې وروسته په ١٩٩٨ کال کې دده تر تقاعد کېدو پورې، هغه افغانستان ته نه و تللی . خو تل يې د افغانستان موضوع ته په خپلو څېړنو کې ادامه ورکړې وه. هغه د ګڼ شمېر مالوماتو په راغونډولو او مطالعه کولو له لارې او د خپلو سترګو د ليدلي حالت سره سم په وار د افغانستان په اړه لس کتابونه ليکلي، مثلا د افغانستان عمومي تاريخ، د افغانستان د اوضاعو بدلونونه، د افغانستان لرغونی او نننی کلتور او داسې نور.

د ښاغلي يو تيی ګن دغو کتابونو په چين کې د افغانستان موضوع او د افغانستان د تاريخ او کلتور د څېړنې په برخو کې تشه ډکه کړې او د دولتي کتابتون، د چين د نړيوالو اوضاعو د څېړنيزې ادارې او د بېجينګ پوهنتون د کتابتون په شمول د علمي ارګانونو لخوا ساتل شوي دي. دا د ده د مېرمن ون يي مينګ لپاره د خوشالۍ وړ خبر دي چې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان د عمومي تاريخ له لوستلو وروسته د دې کتاب ډيره ستاينه او فعاله ارزونه وکړه. مېرمنې ون يي مينګ خبريال ته وويل:

(( له يو تيی ګن سره د خدای پامانۍ په مراسمو کې د چين د بهرنيو چارو د وزارت اړوند مامور ما ته ويلي چې وزير وانګ يي ياد کتاب ولوست. څرنګه چې په وروستيو ورځو کې په افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې روانې دي، خو په چين کې د افغانستان په اړه کتابونه ډېر لږ دي او د پښتو ژبې پيژندونکي هم لږ دي . ))

څرنګه چې د افغانستان موضوع په اړه کتابونه په چين کې په زياته اندازه نه پلورل کېږي، نو ښاغلي يو تيی ګن په خپلو پيسو زياتره کتابونه چاپ کړي او ډير کتابونه يې د ډالۍ په توګه بېلا بېلو کتابتونونو، څېړنيزو ادارو او اړوندو کارپوهانو ته ورکړي دي. نن ورځ دده په کور کې د دغو ارګانونو لخوا ورکړل شوي زيات وياړنې تصديق پاڼې او ستاينليکونه ساتل شوي دي. په عين وخت کې ښاغلي يو تيی ګن په چين کې د افغانستان موضوع د څېړنې او د پښتو ژبې د زده کړې په اړه له ځوانو پوهانو سره مرستې ته ډېره پاملرنه کړې. مثلا د سي ار ای راډيو د پښتو څانګې نږدې ټولو ځوانانو ته ښاغلي مرحوم يو تيی ګن خپل کتابونه د سوغات په توګه ورکړل شوي دي. د پښتو ژبې په اړه د چين ځوانې پوهې شياو تانګ خبريال ته وويل:

((مرحوم استاد يو تيی ګن ما ته ډېر کتابونه راکړي دي چې له امله د پښتو ژبې د زده کړې او له افغانستان سره د پيژندنې لپاره ما ته ډير ارزښتناک مالومات راکړي دي. لنډه دا چې استاد يو تيی ګن خپل ټول ځواک او ژوند د افغانستان د ټولنې او پښتو ژبې په مطالعه کې وقف کړي دي. ))

که څه هم ښاغلي مرحوم يو تيې ګن په ١٩٧٩کال کې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته بيرته افغانستان ته نه و تللی، خو هغه تل د افغانستان اوضاعو او د افغانانو برخليک ته ډېره پاملرنه کوله. هغه د افغانستان د موضوع د څېړنې او د اړوندو کتابونو د ليکلو په برخو کې خپل پوره ځواک استعمال کړی او حتی په دې حال کی چې له تقاعد وروسته يې د سختې ناروغۍ لاندې لا هم د کتابونو ليکلو ته ادامه ورکړه. د ده ګاونډي ته مالومه ده چې يو تيی ګن د افغانستان د موضوع په اړه کارپوه و، کله چې دوی په ورځپاڼو او يا مجلو کې د افغانستان په اړه مالومات ليدل، دوی به دغه ورځپاڼې او يا مجلې يو تيې ګن ته ورکولې. د يو تيی ګن لخوا د ثبتې شوې وينا له مخې، هغه تل افغانانو ته ډېره پاملرنه ورکوله.

(( په دغو کلونو کې په افغانستان کې نه وم، نو په چين کې مې د افغانستان اوضاعو ته توجه ورکوله. د افغانانو برخليک ته ډېره پاملرنه کوم.))

د يو تېی ګن د مېرمنې ون يي مينګ په وينا، ښاغلي يو مخکې تل غوښتل چې بيا بيرته افغانستان ته ولاړ شي. خو د سختو اوضاعو له امله، د ده هيله نه ده عملي شوې. له ١٩٨٤ کال څخه تر ١٩٨٩ کال پورې هغه په پاکستان کې د چين په سفارت کې کار کاوه چې په دوامداره توګه د افغانستان موضوع څېړنې ته يې ادامه ورکړه. ځکه چې دلته له افغانستان سره ډېر نږدې سفارت دی. له ١٩٩٤ کال څخه تر ١٩٩٨ کال پورې يو تيی ګن په ميانمار کې د چين په سفارت کې کار کاوه. خو نوموړي ته دې پروا نه لرله چې هغه چېرته دی او چېرته دنده لري، د ده زړه تل له افغانستان سره تړل و. مېرمن ون يي مينګ وويل:

(( کله چې يو تيی ګن په پاکستان کې د چين په سفارت کې کار کاوه، هغه لا هم د افغان کډوالو حالاتو، د مرستندويه موادو مسئلې او د افغانستان د کورنۍ جګړې په اړه مالوماتو ته نږدې پاملرنه کوله. څرنګه چې پاکستان له افغانستان سره نږدې ګاونډی هېواد دی او هغه وخت څه دپاسه څلور سوه مليونه افغان کډوال له افغانستان څخه پاکستان ته کډوال شوي وو. ويل کېږي چې د يو تيی ګن کارونو تل له افغانستان سره تړاو درلود. له دې وروسته چې هغه پاکستان ته او بيا ميانمار ته ولاړ، پر هغه مې يوه ورځ ټوکه وکړه چې تاسې هم يو افغان کډوال يئ، ځکه چې ته په هر ځای کې يې، تل مو زړه له افغانستان سره تړلی وي. ))

اوس د بېجينګ په جنوبي خوا کې د ښاغلي يو تيی ګن په کور کې، د ده مېرمن ون يي مينګ په جدي توګه د يو تيی ګن لخوا پاتې شوي مالومات تنظيموي. مېرمن ون خبريال ته وويل، چې هغه غواړي د ښاغلي يو تيی ګن کارونو ته ادامه ورکړي او د ده پاتې شوې هيلې بشپړې کړي. هغې وويل:

(( هغه يوه هيله لري چې د ده معلومات خپاره او نورو ته ورسوي، زه به د هغه نيمګړي ارمانونه پوره کړم. زه به د ده لپاره ښه ژوند وکړم. پروا نشته چې يو کال يا پنځه کاله، زه به د ده لخوا پاتې شوي مالومات تنظيم کړم. ))

نه يوازې مېرمن ون د ښاغلي يو تيي ګن پاتې شويو کارونو ته ادامه ورکوي، په چين کې د څو نسلونو ځوان پوهان هم د پښتو ژبې او يا د افغانستان د تاريخ او کلتور د څېړنې په اړه کارونو بوخت دي او د چين او افغانستان تر منځ د تګ راتګ د هڅونې لپاره کوښښ کوي. کله چې ښاغلی استاد مرحوم يو تيی ګن ژوندی و، د ده تر ټولو مهمه هيله دا وه چې په افغانستان کې دايمي سوله او امن ژر تر ژره يو ځل بيا را شي. هيله من يو چې د ګران مرحوم استاد دغه هيله به په نږدې وخت کې رښتيا شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای