CRI Online

د چينګ های _ تبت سړک پلار

cri     (GMT+08:00) 2014-09-29 16:27:48

جنرال مو شنګ جونګ چې د چينګ های _ تبت سړک د پلار په توګه بلل کېږي، په يو زرو څلور پنځوسم کال کې د ٢زرو تنو کارګرو په مشرۍ د چينګ های _ تبت په لوړه کې له ګيرمو څخه تر لاسا پورې سړک په ابادولو پيل وکړ او اوه مياشتې وروسته دغه سړک په کار ولويد.

د مو شنګ جونګ د کشرې لور مو څوی فنګ په وروستيو ورځو کې له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د سړک جوړولو په بهير کې ستونزې ډېرې وې .

کله چې د کون لون غره په خوله کې ولاړ وم ،د اکسيجن د کمښت له امله تنفس مې ستونزمن و .د تصور وړ خبره دا وه چې زما پلار او سړک جوړوونکو د تانګولا په غره کې چې له سمندري سطحې څخه څه دپاسه ٥ زره متره جګوالی لري، څومره زيارونه وايستل.

د ١٩٥٤ کال د می په ١١مه نېټه جنرال مو شنګ جونګ او ١٢٠٠ تنو سرتيريو او وګړو د ګيرمو او چومار سيندونو پر غاړه او د کون لون په غره کې د چينګ های _ تبت سړک په جوړولو پيل وکړ .د تانګو لا غره غاښی چې له سمندري سطحې څخه څه دپاسه ٥ زره متره جګوالی لري،د دې سړک د غځېدو يوه لازمه لاره ده.هر کال هلته يوازې يو ځل سخت باد لګېږي يعنې د کال له لومړۍ ورځې څخه تر وروستۍ ورځې پورې دوام لری او د هوا د تودوخې درجه يې ډېره ټيټه او په هوا کې اکسيجن ډير کم وي . هغه مهال د سړک جوړولو وسايل ډېره ساده او طبيعي شرايط يې ډېر سخت وو.خو د سړک جوړوونکو د کوښښونو له امله د ١٩٥٤ کال د اکتوبر په ٢٠مه نېټه دغه سړک د تانګولا غره له غاښي څخه وغځېده .

مو څوی فنګ وويل چې د دې پلار د دې سړک د جوړولو په وخت کې يو شمېر شعرونه ليکلي وو .د ١٩٥٤ کال د دسمبر په ١٥مه نېټه دغه سړک په بشپړه توګه په کار ولويد او لس ورځې وروسته له شي کانګ څخه تر تبت او له چينګ های څخه تر تبت د سړکونو د پرانيستلو مراسم په لاسا ښار کې په سالم ډول تر سره شول.

د خپل عمر په وروستۍ موده کې جنرال مو خپلو اولادونو ته خبر ورکړ چې د ياد سړک د ابادولو په وخت کې يو قزاقي يتيم قبول کړ چې دا هم دده په عمر کې يو لوی کار و چې دغه يتيم شاطر نومېږي . په نولس سوه يو پنځوسم کال کې جنرال مو د لاسا په يو واټ کې يو اته نهه کلن هلک وليد چې د کثافاتو په منځ کې غځېده ، نو ددې يتيم د منلو پرېکړه وکړه او دغه پرېکړه يې د تبت د کاري کميسيون لخوا ومنل شوه چې له دې وروسته شاطر له جنرال مو سره يو ځاي ډوډۍ خوړله او په يوه کوټه کې بيديده . د سړک تر بشپړېدو وروسته شاطر د جنرال مو ميرمن ته بوت او ددوي له نورو اولادونو سره يې ژوند کولو . د موڅوي فنګ په وينا پلار يې له شاطر سره ډيره پاملرنه وکړه او ددوي ترمنځ احساسات هم ډير نژدې وو . شاطر د جنرال مو په کوشش د شمال لويديځ چين د يوه قومي پوهنځي لخوا ومنل شو او تر فراغت وروسته د اکساي د قزاق قوم د خپلواکې ولسوالۍ په يو ښوونځي کې د ښوونکي دنده په غاړه درلوده او ورپسې شاطر د شينجيانګ د ولسي راډيو د موسيقي پروګرام يو کارکوونکی شو. موڅوي فنګ د مشر ورور شاطر يو خط خبريال ته وښود چې دغه خط د ١٩٨٢ کال د جون په لومړۍ ورځ مو څوي فنګ ته وليږل شو ، شاطر په خپل ليک کې داسی وليکل چې سږ کال د مارچ په مياشت کې ما غوښتی چې برتالا ته د راپورتاژ لپاره لاړ شم ، د سين هوا اژانس دوه خبريالان راغلل او ما ته يې وويل چې دوي غواړي د چينګ هاي _ تبت سړک د ابادولو په بهير کې د پلار خدمتونو په هکله راپور وليکي ، نو ډير خوشحاله شوو او حتی څو شپې نه بيديدو او د ذهن په پرده د نړۍ په بام کې ددې سړک د جوړولو په ترڅ کې د پلار زيارونه تېرېدل .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای