CRI Online

د ونو د پرې کولو له نمونوي کارګر څخه د نيالګيو ايښودلو په اتل بدل شو

cri     (GMT+08:00) 2014-10-21 17:54:25

په نولس سوه اته پنځوسم کال کې جاو شي هاي چې يو ويشت کلن ځوان و، د جي لين ولايت د ځنګلدارۍ د يو مرکز لخوا د ونو د يوه پرې کوونکي کارګر په توګه وګمارل شو چې په تېرو ديرشو کلونو کې يې څو لکه ونې دده لخوا پرې شوې او کارنامې يې په ورځپاڼه او تلويزيون کې خپرې شوې او د نمونوي کارګر په نامه ونومول شو ، هغه هم د خپلو غوره خدمتونو په نامه ووياړل شو ، خو په غمجن ډول يې وليدل چې د ځنګلدارۍ په مرکز کې ددوي د تبرونو او ارو په وسيله ډېرې ونې پرې شوي او لويې ونې ورځ په ورځ کمېدې ..

د نولس سوه نهه اتيايم کال په اګست مياشت کې ښاغلي جاو چې د دوه ديرشو کلونو کارونه وروسته متقاعد شو او قاعدتا هغه وکولی شو چې د خپل عمر پاتې موده په ارام ډول تېر شی ، خو هغه لا هم د ناکرارۍ په حال کې ورځې شپې تېرولې ، ښځې يې ترې پوښتنه وکړه چې ولی خوشحاله نه يې ؟ هغه ځواب ورکړ چې زړه مې ارام نه دی ، يو ځل غره ته لاړم او څو نيالګي مې وليدل چې څو کاله مخکې مې کيښودل شول . ځکه چې د تقاعد مخکې هغه په مرکز کې د نيالګيو ايښودلو په کارونو بوخت و او په څلورو کلونو کې يې په هغو تشو ځايونو کې چې ونې يې ددوي لخوا پرې شوې وې ، نيالګي ايښودلي وو . نو فکر يې کولو چې د مرکز په ډيرو شاړو ځمکو کې نيالګي وکينوي. دده په اند په خپل عمر کې يې د هېواد د ابادۍ لپاره ډېرې ونې پرې کړي دي ، اوس متقاعد شو او کافي وخت لری ، کېدای شی چې په داوطلبانه توګه نيالګي کينوي څو چې لوي غرونه بيا شنه شی .نو په غرونو کې يې د نيالګيو ايښودلو په کارونو پيل وکړ او له هغه وخته به يې د کال په څلورو فصلونو کې هره ورځ په غره کې اوسيده او د ونو د تخمونو او سرو په راغونډولو ، د نيالګيو په ايښودلو او د ښاخونو په پرېکولو ، د مضرو خزندو په وژلو لګيا و . خو د ډيرو زيارونو له امله د دوه زره څلورم کال په مارچ مياشت کې دده په دماغ کې د وينو انسداد رامنځته شو او لاسونه او پښې يې بې حسې شوې ، خو هغه لا هم روغتون ته نه تله او په کور کې په رګونو کې مالګينې اوبه تزريق کولو . هغه په مسکا وويل چې د خداي په مل څو کاله ژوندی شم څو چې يو مليون نيالګي وکينوم .

ځينو کسانو کله کله ترې تپوس وکړ چې ولی دومره عمرخوړلی سپين ږيري لا هم په داوطلبانه توګه نيالګي کينوي او هيڅ ګټه نه لټوي ؟ سپين ږيري جاو په لوړ اواز ځواب ورکړ چې د نيالګيو کينول راتلونکو نسلونو ته ګټه رسول دي ، زه به د عمر تر وروستی سالګي پورې دغه کار وکړم .

په دوه زره اووم کال کې چې سپين ږيری جاو اوويا کلن و ، له تقاعد څخه په اتلسو کلونو کې يو لک نوي زره نيالګي کينولي چې يو لک اته ويشت زره يې ژوندی پاتې دي او نور يو مليون دوه لکه او شپېته زره نيالګي يې روزلي دي چې ارزښت يې له يو مليونو يوانو څخه اوښتی دی چې له امله هغه په همدې کال کې د ونو کينولو په ساحه کې د نمونوي شخصيت په توګه وستايل شو . په دوه زره اووم کال کې چې ښاغلي جاو پنځه اويا کلن شو ، د ونو کينولو ميډال تر لاسه کړ او د هېواد لپاره د يو مليون قيمتي ونو د روزلو دنده يې خپل زوي ته ورکړه او دده لخوا روزل شوي يو نيم لک قيمتي نيالګي په وړيا ډول هېواد ته ورکړل . خپل زوي ته يې ساده نصيحت وکړ چې بايد په صادقانه ونې کينوي څو چې ځمکه نوره هم شنه شی. زوي يې هم ټينګ هوډ وکړ چې خپل خدمتونه به ممکن له پلار څخه وا نه ړوي ، خو حتما به د کارونو د دايمي کېدو په هکله د پلار رويه زده وکړي .

که څه هم خپله دنده يې خپل زوي ته ورکړه ، خو سپين ږيري جاو لا هم د ځنګلونو د ساتلو لپاره کوشش کوي .دده د کوششونو له کبله د ونو د بي رحمانه اندازه پرې کولو پديده کنترول شوې او د طبيعت سره د پاملرنې او د چاپېريال د ساتنې په هکله د وګړو شعور لوړ شوی دی. د يوه معمولي سپين ږيري له هغه ساده مسوليت څخه چې د ونو له نمونوي پرې کوونکي کارګر څخه د ونو کينولو په اتل بدل شوی ، په ټولنه کې د اخلاقي اصولو بدلون انځوريږي . د سپين ږيري جاو غوراوي د چاپېريال ساتنې په هکله زموږ د اخلاقو ملا تړ دی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای