CRI Online

د چينګ های د يو شو تر زلزلې وروسته د بيا ابادۍ حالت

cri     (GMT+08:00) 2014-10-27 16:12:27

د ٢٠١٠ کال د اپرېل په ١٤مه نېټه د چين د چينګ های د يو شو د تبت قوم په خپلواکه سيمه کې د ريکتر په کچه ٧ اعشاريه ١ درجه زلزله وشوه چې له امله يې څه د پاسه ٢ زره تنه وژل او څو لکه تنه بې کوره شوي دي.له ٤ کلونو راهيسې په نورو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو او د هانګ کانګ او مکاو هېوادوالو د سلو ملياردو يوانو په ارزښت مالونه يا پيسې په پر له پسې توګه د دولتي شورا په اړه د هېواد په بهر کې د اوسېدونکوچينايانو چارو د دفتر له لارې مصيبت ځپلو سيمو ته ورکړ شوي دي.

د تېر اګست په ١٢مه نېټه د ياد دفتر مديرې چيو يوان پينګ، په بهرنيو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو او د هانکانګ او مکاو د وطنوالو د استازيو او د چينګ های ولايت له چارواکو سره يو ځاي د بسپنې د استعمالولو حالت د پلټنې لپاره له يو شو څخه ليدنه وکړه.

د روان کال په می کې د يو شو د چياو ای جين اينګ وړکتون د سينګاپور د نړيوال ګروپ د ١٥ مليونو يوانو پيسو په وسيله جوړ شوی دی.د دې وړکتون مشرې باسانګ د ښوونکو او زده کوونکو په استازيتوب له ياد ګروپ څخه مننه وکړه او و يې ويل چې له زلزلې مخکې په يو شو کې ښوونځي ته د شاګردانو د داخلېدو مخکې ښوونه خالي وه .تر اوسه پورې په دې سيمه کې ١٥٨ تنه شاګردان راجلب شوي دي،که ټول ١٢ ټولګي پرانيستل شي،د شاګردانو شمېر به يې٣٦٠ تنو ته ورسېږي.

په ٢٠١١ کال کې د چينګ های له ښوونکو او زده کوونکو سره مرستندويه صندوق جوړ شو چې له هغه وخته راهيسې په درېيو کلونو کې يې ٣٤٢ ښوونکو او زده کوونکو ته د ٥٢٦ زرو يوانو په ارزښت پيسې يا د جايزې او يا د مرستې په توګه برابرې کړې دي .د اړوند چارواکي په قول سيمه ييز حکومت خبرداری ورکړ چې هغه ښوونکي او زده کوونکي چې له شرايطو سره سمون خوري،مرستندويه پيسې اخيستی شي.

تر زلزلې وروسته د دولتي شورا په اړه په بهرنيو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو چارو دفتر د يو شو لپاره د مينې ورکولو پلان پلی کړی چې په پايله کې په بهرنيو هېوادونو کې اوسېدونکو چينايانو، ددوي لخوا جوړ شويو تصديو او اجتماعي ټولنو يو سل مليونه يوانه پيسې ټولې کړې چې تر زلزلې وروسته د يو شو د بيا ابادۍ او د ښوونيزو چارو د پرمختګ لپاره يې ستر خدمتونه ترسره کړي دي.

د يو شو ښار دوان چيوان درېيم لومړنی ښوونځی چې په ١٩٨٢ کال کې جوړ شو، په زلزله کې له خاورو سره برابر شوی او د بېلا بېلو خواوو په ملاتړ اوس بيا اباد شوی او نوی کتابتون ، د کمپيوتر درسي کوټه او نور ښوونيز تجهيزات بشپړ شوي دي.د هانګ کانګ د يوې ټولنې مرستيال وانګ چين شيان ډېرخوشحاله شو چې بسپنې په واقعي او مناسبه توګه کارول شوې دي.

د بسپنې په يادګاري څلی کې چې په ياد ښوونځي کې درول شوی ، د ښاغلي تانګ فو ژونګ نوم حکاکي شوی ځکه چې هغه د ٩٦٠ زره يوانه پيسې اعانې کړې دي.

د يو شو د وان چيوان درېيم لومړی ښوونځی، د يو شو د چياو ای جين اينګ وړکتون او د جي ګو ښارګوټي کولتوري مرکز تر زلزلې وروسته د بيا رغولو د نمونوي پروژو په توګه په کار لويدلي دي چې له دې څخه ټولنې ته په بهرنيو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو او هېوادوالو تاوده احساسات څرګند شوي دي.

مېرمن چيو يوان پينګ وويل چې د دولتي شورا په اړه په بهرنيو هېوادونو کې د اوسېدونکو چينايانو چارو دفتر له اوږدې مودې راهيسې د هرې بسپنې استعمال ته ډېره پاملرنه کوي او د چياو ای په نامه پلان د ځانګړې بسپنې له لارې د مصيبت ځپلو وګړو لپاره د ټولې ټولنې او په بهرنيو هېوادونو کې د ٦٠ مليونو تنو اوسېدونکو هېوادوالو مرسته او ملاتړ ښيي .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای