CRI Online

جاپانې کيتاناکا اساکو په سفرونو کې د چين جذبوونکی ځواک احساس کړی

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 15:21:49

(زما په اند په ٢٠١٤ کال کې سور رنګ د چين ښه استازيتوب کړی او د تېر کال په وروستۍ ورځ کې مې له ملګرو سره يو ځای د چين د هوانګ شان غره څخه ليدنه وکړه چې پرما يې ژوره خاطره پرې ايښې ده.

پېغله کيتاناکا اساکو چې د جاپان د مياګي پريفيکچل ولسوالۍ د سندای په ښاروالۍ يوه کارکوونکې ده، نوموړې څرګندونې وکړې او د ٢٠١٣ کال په پسرلي کې د جاپان حکومت د خپلواکې ډلې د نړيوال کېدو ټولنې د صلاحيت په ور کولو سره د بېجينګ دفتر ته وليږل شوه.د روان کال په مارچ مياشت کې به هغه په چين کې خپله دنده پای ته ورسوي او خپل وطن ته به ستنه شي.

د پېغلې کيتاناکا اساکو لپاره بېجينګ په نورو هېوادونو کې د هغې د ژوند لومړی تمځای دی ،خو په تېرو کلونو کې د هغې د کار او ژوند په برخه کې څه بدلونونه راغلي دي؟هغې وويل چې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته د سيمه ييز حکومت له خوا وګمارل شوه او هيڅکله يې فکر ونه کړ چې په نورو هېوادونو کې به د ژوند او کار کولو فرصت پيدا کړي، نو کله چې په چين کې د کاري فرصت په اړه خبر يې تر لاسه کړ، له ځنډ پرته يې دغه فرصت ومانه. هغې زياته کړه(اواز...........) که څه هم کاري فرصت مې منلی و، خو په هغه وخت کې له چين هېڅ ښه خاطره نه وه اورېدلې.ځکه چې د جاپان خبري رسنيو تل د چين د خوراکونو د ډاډمنتيا، د هوا ککړتيا او د جاپان ضد د چينايانو احساستو په اړه منفی راپورتاژونه خپرول.خو له اقتصاد لحاظه جاپان له چين سره نژدې اړيکې لري،نو که چين پېژنم ، نو خپله کاري ساحه به پراخه کړی شم.چين ته له راتګ نه مخکې مې انديښنې او هيلې په زړه کې سره يو ځای شوې وې.

ياد دفتر چې کيتاناکا اساکو پکې کار کوي، په عمده توګه د جاپان د سيمه ييزو حکومتونو او د چين د بېلا بېلو ځايونو ترمنځ د نظريو تبادلې، اقتصادي همکارۍ او سيلانۍ په هکله دندې پر غاړه لري. په چين د خپل کار د يادونې په ترڅ کې هغې وويل (اواز...............) زما کار ډېر په زړه پوری دی او ټول يې په جاپان کې زما له دندو سره توپرونه لري. د بېلګي په توګه د دوستانه ښارونو ترمنځ تبادلې، د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د سلانۍ په نندارتون کې ګډون کول او داسې نور.

له چيني دوستانو سره د اړيکېو د ټينګېدو په برخه کې دغې جاپاني نجلۍ هم د دواړو هېوادونو د کلتوري دودونو او د خلکو د ځانګړتياوو توپيرونو ته ډېره پاملرنه کړې ده.هغې وويل (اواز.........) زما په اند چينايان روانې ژبې ليکوالان دي، خو جاپانيان داسې نه دي.د سوغاتونو د ورکولو په برخه کې چينايان هم له جاپانيانو سره ډېر توپيرونه لري.

د جاپان د يادې ټولنې د مقرراتو له مخې حکومتي کارکوونکي بايد په نورو هېوادونو کې له کار کولو نه مخکې د روزنې منلو لپاره توکيو ته وليږدول شي.نو کيتاناکا اساکو د ٢٠١٢ کال په پسرلۍ کې توکيو ته ورسيده او تر هغه وروسته چين ته لاړه. په چين کې د يوې مياشتې لپاره تر پاتې کېدو وروسته هغې له ملګرو سره يو ځای ګوي لين ښار ته سفر وکړ. هغې وويل (اواز..........) په تېرو دوو کلونو کې مې ډېرو ځايونو ته سفرونه کړي دي.تر هر څه لومړی مې د ګوي لين ښار غوره کړ ، ځکه هلته منظرې ډېرې ښکلې دي او و مې غوښتل چې له نژدې يې وګورم. تر هغه وروسته مې د چينګ داو ، شانګهای، دا ليان او هاربين په شمول له ډېرو نورو ښارونو څخه ليدنې وکړې.هغې وويل (اواز.........) د چين په بېلا بېلو ځايونو کې مې د بېلا بېلو قومونو کلتورونه احساس کړی چې دا د چين تر ټولو لوی جذبوونکی ځواک دی.هېله لرم چې چين په پر له پسې توګه پرمختګ ومومي او په ښه توګه خپل لرغونی کلتور وساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای