CRI Online

جاپانی فوجيهارا تاکويا:له چين سره يو ځای لوی شوی

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 15:58:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې ګرانو اوريدونکيو، نيکې هيلې او سلامونه ! په ننني پروګرام کې به تاسو ته د جاپانې ځوان فوجيهارا تاکويا په باب کيسه وکړو.

(اواز..........) زما نوم فوجيهارا تاکويا دی او د جاپان د جي سي سي اې ټولنې لپاره مې کار کاوه .د ٢٠١٤ کال په جون مياشت کې بېجينګ ته راغلی او په چين کې د جاپان د سوداګريزې ټولنې لپاره کار کوم.مهرباني کوم چې تاسې ټولو ما ته پاملرنه کړې ده.

فوجيهارا تاکويا په ١٩٨٦ کال کې د جاپان په فوکيو ولسوالۍ کې زيږېدلی او ټاټوبی يې د اوباما ښار دی چې تلفظ يې د امريکا د اوسني ولسمشر باراک اوباما نوم له تلفظ سره يو شان دی .په دې وجه دغه ښار هم شهرت موندلی دی .

فوجيهارا تاکويا په ښه او له نيکمرغۍ نه په ډکه فضا کې لوی شوی او تر فراغت وروسته يې په ځايي سيمه کې په کار پيل کړی و. هغه وويل چې هڅکله يې فکر نه کاوه چې يوه ورځ به په نورو هېوادونو کې کار او ژوند وکړي. د ٢٠١٤ کال په جون مياشت کې يې له وطن څخه بهر يو کاري فرصت وموند، خو کله چې دغه ښه خبر کورنيو غړو ته ور کاوه، يو کار د ده له اټکل څخه وتلی و. هغه وويل (اواز..........) پلار ، موراو خور را څخه ډېر ملاتړ وکړ او ويې ويل چې دا د يادونې وړ لوړې او ژور دې . خو اته اتيا کلنه انا خوشحاله نه وه .ځکه چې چين يې نه وو ليدلی او د چين په اړه د خبري رسنيو راپورټاژونو پرې منفي اغيزه کړې وه.هغې ويلې چې په چين کې خوراکونه او هوا ښه نه ده چې روغتيا ته زيان رسوونکي دي. خو انا ته مې ويلی چې زه ډېر ځوان يم او ډېرو تجربو ته اړتيا لرم .

خو په هغه وخت کې د فوجيهارا تاکويا لپاره چين يو نا پېژندل شوی هېواد و .که څه هم لس کاله دمخه يې په پوهنتون کې د زده کړې په موده کې له خپلو ټولګيوالو سره شانګهای ته تللی و، خو د ده په زړه کې لاهم اندېښنه موجود وه.هغه وويل (اواز............) چين ته له راتګ نه مخکې ډېر اندېښمن وم .تر هر څه لومړی مې اندېښنه درلوده چې ايا بده هوا او خوراکونه به مې روغتيا ته زيانونه ورسوي او که نه .دوهم له دې نه مخکې مې له چينايانو سره تماس نه درلود .معلومه نه وه چې چينايان په څه ډول نظرجاپان ته ګوري.په جاپان کې مې هغه خبر کتلی و چې چينايانو د جاپاني توليداتو مخنيوی کاوه چې له امله اندېښنه هم رامنځته شوه.

خو له لسو کلونو وروسته کله چې هغه بيا چين ته راغلی ، ستر بدلونونه يې کتلي دي.هغه وويل (اواز............) رښتيا ده چې چين ته له راتګ نه مخکې بېجينګ زما په ذهن کې يو عصري ښار نه ښکاريده، خو دې ښار ته تر رسېدو وروسته د دې ځای په ګوټ ګوټ کې مې لويې مغازې وليدلې چې له جاپان سره توپير نه لري. زما په اند په تېرو لسو کلونو کې په چين کې ستر بدلونونه راغلي دي.لس کاله دمخه مې په چين کې ډېر بايسکلونه ليدل ، خو اوس د بايسکلونو په ځای موټرونه ډېر دي.اوس په چين کې يو غښتلی اقتصادي ځواک حالت احساسوم.

په بېجينګ کې د خپل کار او ژوند د يادونې په ترڅ کې هغه وويل ، ډېر خوشحاله يم چې چينايان ډېر مهربانه او مېلمه پال دي او پر کاري وخت سربېره مې هميشه په نورو وختونو کې له چيني همکارانو سره ډوډۍ خوړلې او لوبې کولې چې له امله مې خپله پخوانۍ اندېښنه هم له منځه لاړه.

هغه وويل (اواز...........) بېجينګ ته تر رسيدو وروسته که څه هم هوا ښه نه ده،خوځايي وګړي يې مېلمه پال دي چې له امله د چين په اړه زما هغه پخوانی نظر تر زياتې اندازې پورې بدله شوی.

فوجيهارا تاکويا د چيني ځوانانو لوړه ارزونه کوي او د دوی د يادونې په ترڅ کې يې وويل چې چينی ځوانان ډېر فعال او شوق او ذوق يې هم لوړ دی .هر کله چې ور سره خبرې کوي ، ځان ترې اغيزمن ګڼم.

د جي سي سي اې ټولنه چې د فوجيهارا تاکويا پکې کار کوي،په چين کې د جاپان د سوداګريزې او صنعتي ټولنې فرعي څانګه ده. هغه وويل ، د ده عمده کار همدا دی چې په چين کې د سوداګريز چاپيريال د ښه والي لپاره د جاپاني تصديو د غوښتنې راغونډوي او په سوداګريزو چارو کې د دغو تصديو پرمخ موجودې ستونزې د چين حکومت ته وړاندې کوي.د چين د حکومتي کارکوونکيو د يادونې په ترڅ کې هغه وويل (اواز.......) د چين حکومتي کارکوونکي چې را سره همکار وو، د احترام وړ دي او د جاپان په باب ښه معلومات لري.دوی نه يوازې په جدي توګه د جاپاني تصديو رښتينې ستونزې اوريدلې بلکې راسره يې ډېرې مرستې کړې دي چې پرما يې ژوره خاطرې پرې ايښې دي.

فوجيهارا تاکويا په بېجينګ کې د نيم کال لپاره ژوند کړی او د روان کال په لومړنۍ نيټه خپل ټاټوبی ته ستون شوی او هلته يې له خپلو کورنيو غړو سره يو ځای نوی کالمانځلی و.هغه وويل (اواز....) بېجينګ ته د رسيدو په لومړيو ورځو کې مې هر دوه اوونۍ له کورنيو غړو سره ويډيويي خبرې کولې ، خو اوس دغه حالت بدل شوی دی.ځکه په بېجينګ کې له ژوند سره عادي شوی يم .د نوي کال په لومړنۍ نيټه جاپان ته ستون شوم، ومې غوښتل چې انا او کورني غړي زما اوسني شکل وګوري. کله چې دوی زما ښه حالت وليد ، اندېښنه يې له منځه ولاړه.

د پلان له مخې فوجيهارا تاکويا بايد په بېجينګ کې د دريو کلونو لپاره کار وکړي.هغه وويل چې د ده د ماموريت په موده کې به هرو مرو دا کار وکړم چې خپلوان مې له بېجينګ څخه ليدنه وکړي چې نه يوازې به د ده کار او ژوند له چاپيريال څخه ليدنه وکړي بلکې رښتينی چين به احساس او وګوري .هغه وويل( اواز......) غواړم چې د کورني غړي مې بېجينګ ته سفر وکړي. رښتيا ده چې په بېجينګ کې له اوسېدونکيو جاپانيانو څخه ډېر يې د خپل ارمان په لرلو سره دلته د خپلو چارو په جوړولو بوخت دی .کله نا کله به مې ور سره خبرې کولې او ګډو نظريو ته رسيدلو .د دوی په اند په بېجينګ کې د اقتصاد پرمختيايي حالت په جاپان کې نه شی ليدل کېدای او ډېر کارونه دلته تر سره کيدای شي.بېجينګ او چين د ډېرو جاپانيانو لپاره جذاب دی.

په چين کې د سلانيز پلان د يادونې په ترڅ کې فوجيهارا تاکويا په خوشحالۍ سره وويل چې غواړم چې له جانګ جيا جي څخه ليدنه وکړم. ځکه چې دغه ښار د هاليوود د يوه فلم اخيستونکی ځای دی .که څه هم ډېر عکسونه مې يې کتلي دي، خو لاهم غواړم چې هلته سفر وکړم.

په چين کې د خپل ژوند په هکله هغه هم يوه موخه ټاکلې چې خپل وطن ته د ستنېدو پر مهال د چيني ژبې د سويې په ازموينه کې ښې نمرې وګټي .نو د ده په زړه کې په ٢٠١٤ کال کې څه رنګ د چين استازيتوب کوی ؟زمونږ د خبريال دغې پوښتنې ته په ځواب کې هغه وويل ، سور رنګ مې غوره کړی.ځکه دغه رنګ د شوق او ذوق استازيتوب کوي. چين ته له راتګ نه مخکې مې هغه خبر تر لاسه کړ چې چين چټک پرمختګ کړی دی . بېجينګ ته تر رسيدو وروسته مې په واقيعيتو کتل.نو زما په اند په ٢٠١٤ کال کې سوررنګ د چين د پرمختګ نښه وه.د مرکې په پای کې هغه هم هيله څرګنده کړه چې ټول چينايان د چين د اقتصادي پرمختګ سره سره لاترقي او خوښي ومومي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای