CRI Online

بهرنيو سيلانيانو ته به په چين کې د شيانو اخيستلو په برخه کې يوولس سلنه ماليات کم شي

cri     (GMT+08:00) 2015-02-05 16:18:43

ډېر چيني سيلانيان هغه امتيازي تګلاره لري چې په نورو هېوادونو کې د شيانو اخيستلو په برخه کې ماليات کموي.په نژدې راتلونکې کې به بهرنی سيلانيان په چين کې هم له همدغې تګلارې څخه ګټه واخلي.د چين د ماليې وزارت په دې وروستيو ورځو کې خبر ور کړ چې بهرنيو سيلانيانو ته به د چين په ټاکلو سيمو کې د شخصي شيانو د اخيستلو په ترڅ کې يوولس سلنه ماليات کم کړي شی.د اړوندو کارپوهانو په اند دغه تګلاره د کورنيو سيلانيزو چارو د پرمختګ او مصرف لپاره د يو ښه خبر په توګه ګڼل کيږي.

په دې هکله د چين د سوداګرۍ وزارت د څېړنيز انستيټيوټ د مصرف په اړه د څېړنيزې څانګې مرستيالې جاو پينګ دې ته اشاره وکړه چې د دغې تګلارې صادرول نه يوازې د کورني مصرف د هڅولو له اړتياوو سره اړيکې لري بلکې په دې برخه کې له نورو هېوادونو څخه يوه زده کړه ده.هغې وويل (اواز..........) د مصرفي اړتياوو زياتوالي نه يوازې پر کورنيو سيلانيانو بلکې پر بهرنيو سيلانيانو تکيه کوي. د دې تګلارې د صادولو موخه چين ته د لازياتو بهرنيو سيلانيانو جلبول او د سيلانۍ په ترڅ کې د دوی د مصرف هڅول دي.رښتيا ده چې د سفر د پای ته رسيدو پرمهال د بهرنيو سيلانيانو د مالياتو کمول يوه معياري تګلاره ده. زما په اند د يو لوی اقتصادي هېواد په توګه چين ياده تګلاره غوره کړې چې دا زموږ د اقتصاد له پرمختيايي سويې او د نړيوال کېدو له سويې سره سمون لري.

د معلوماتو له مخې که يو سلانی په يوه ورځ کې په يو ټاکلې مغازه کې د پنځه سوه يوانه شيان واخلي،نو دې به له دغې تګلارې څخه برخمن وي.

د دې تګلارې د غوره کېدو د يادونې په ترڅ کې پاکستاني سليم وويل چې دغه تګلاره د بهرنيو سيلانيانو لپاره جذبوونکی تګلاره ده او د محصولاتو د اخيستلو لپاره پرمخبيونکی رول لوبوي.هغه وويل (اواز........) ويل کيږي چې د چين حکومت پلان لري چې د بهرنيو سيلانيانو لپاره د مالياتو د کمولو تګلاره پلي کړي.باور لرم چې دا د پاکستانيانو لپاره جذبوونکی تګلاره ده .پاکستاني سيلانيان د چين له الکترونيکو توليداتو او جامو سره په تېره بيا د ماشومانو له جامو سره ډېره علاقه لري.که دغه تګلاره پلي شي، نو لازيات پاکستانيان به چين ته سفر وکړي او دلته به توليدات واخلي.

د دې خبر تر خپرېدو وروسته د چين د ماليې وزارت، د ګمراکاتو عمومي ادارې او د چين د مالياتو عمومي ادارې د هغو سيمو د ثبتېدو په کارونو بوخت دی چې د بهرنيو سيلانيانو د مالياتو د کمولو له اړوندو شرايطو سره سمون لري.د معلوماتو له مخې د چين د ګوانګ دونګ د هنګ چين ځانګړې اقتصادي سيمې تر نورو سيمو څخه مخکې د دغې تګلارې په پلي کولو پيل وکړ.د يادې څانګې مرستيالې جاو پينګ دې ته اشاره وکړه چې د اټکل له مخې به دغه تګلاره په راتلونکې نيم يا يو کال کې د ګرد هېواد په چوکاټ کې پلي شي ، خو اړوند کارونه بايد ور سره يو ځای شي.هغې وويل (اواز.........) دغه تګلاره د ګمراکاتو ادارې له خوا پلی شوې يوه تګلاره ده، خو رښتيا ده چې د دې تګلارې له پلي کېدو نه مخکې بايد اړوند کارونه تر تيب شي. تر هر څه لومړی د چين په دننه کې د توليداتو د پلورلو تګلاره بايد بدله شي او په عين وخت کې سوداګريزې موسسې بايد د بهرنيو سيلانيانو له خوا د شيانو اخيستلو نه مخکې ور ته معياري جدول برابر کړي. سربېره پردې د ګمرکاتو ادارې او اړوندې بانکي څانګې بايد د دې تګلارې د پلي کېدو لپاره اړوند خدمتونه وړاندې کړي. د عامه افکارو په اند د دغې تګلارې پلی کول په سيلانيزو چارو برخه کې يو ښه خبر دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای