CRI Online

چای او د درملنې خواړه

cri     (GMT+08:00) 2015-02-06 16:44:36

د بي لو چوان نامه شين چای

په اوسنې نړۍ کې چای، کافي او ککو د انسانانو درې عمده شربتونه تشکيلوي او په دې کې چای لومړی مقام لري. اوس په ګرده نړۍ کې په دريو پنځوسو هېوادونو کې چای کرل او چمتو کېږي، يو سلو پنځلس هېوادونه او سيمې له بهر نه چای واردوي او په څه دپاسه ۱۷۰ هېوادونو او سيمو کې وګړي د چاي څښلو عادت لري. نو ځکه چای د انساني روغتيا لپاره ګټور شربت ګنل کېږي، د اوږدې مودې راهيسې د چاي خښوونکو څخه د چای ډېر ګټور رول راجمعبندي شوی دی. د مثال په توګه د چای څښل تږی لېری کوي، ناقراره زړه اراموي، ستړيا کموي، اشتها زياتوي او د زړه او رګونو د ناروغۍ، د سرطان ناروغۍ د مخنيوي او د سترګو د روښانه ساتلو لپاره ګټور رول لري.

د څېړنو له مخې په چايو کې ويتامين بي دوه او سي موجود دي چې دغه دوه ډوله مواد د سترګو مرواريد اب په مخنيوي کې موثر رول لوبولای شي. مثلا د چين د جه جيان ولايت د يو روغتون د هغې پلټنې له پايلې څخه چې په دوو سوو تنو نوموړو ناروغانو تر سره شوې، څرګنده شوې چې په نوموړو ناروغانو کې د چای څښلو عادت لرونکو خلکو تناسب ټيټ و چې شمېر يې يوازې ۶۵ تنه دي، نور ټول د چای څښلو عادت نه لري. چين په نړۍ کې تر ټولو نه لومړی د چايو ښيګڼې موندلې او هغه يې کرلي او د چاي چمتو کولو کارونه يې پيل کړی و. په چين کې د چای قسمونه ډېر زيات دي، د يوې نامکملې احصايې له مخې د چين د چای قسمونه څه دپاسه پنځو سوو ډولونو ته رسېدلي دي چې په دې جمله کې څه دپاسه دوه سوه ډول يې ډېر شهرت لري. لکه د چين د جيانګ سو ولايت سو جو ښار د بي لوه چون په نامه چای، د هان جو ښار د سي هو لونګ جينګ په نامه چای او داسې نور.

په چين کې د چای خانو د رامنځته کېدو تاريخ هم ډېر لرغونی دی او څه دپاسه دوه زره کلن تاريخ لري او تر اوسه پورې د چين په ډېرو ځايونو کې لا چای خانې ډېرې ليدل کېږي. په چين کې د چای څښلو عادتونه عموما په دې ډول دي چې خلک په بېلا بېلو فصلونو کې بېلا بېل چای څښي، لکه د پسرلي په فصل کې د ګل چای څښي. دغه ډول چای ښه بوی لري او روح تازه کوي. په دوبي کې شين چای څښي، دغه ډول چای يخنۍ خاصيت لري. ګرمي او تنده لېرې کوي. په مني کې ابي او شين چای څښي، دغه ډول چای د خولې ناړې زياتوي او د سږي او پوستکي د روغتيا لپاره ګټور دي. په ژمي کې تور چای څښي چې دغه ډول چای د ګرمۍ خاصيت لري او د يخنۍ د لېرې کولو رول لري.

د مۍ اوماچ

د پسه غوښې اوماچ

 

درملني خواړه

د درمنلې خواړه په عمده توګه د خواړو او ځينو طبي بوټو څخه جوړ شوي دي چې د ناروغۍ د علاج او روغتيا د ساتنې رول لوبولای شي. په نړۍ کې د درملني خوړو اشپزي مهارت د چين ځانګړی خاص مهارتونه ګڼل کېږي. په چين کې دا برخه هم لرغونی تاريخ لري.

د درملني خواړه خپل خصوصيتونه لري. ويل کېږي چې درملنې خواړه د درملو او خوراکونو ترمنځ د يو ډول موثر جوړښت دي چې نه يوازې د ناروغۍ د علاج موثريت لري بلکه غذايي ارزښت هم لري. د درملنې خواړه نه يوازې د درملو سره فرق لري، بلکه د عمومي خوراکونو سره هم يو شان نه دي. درملني خواړه د چين د عنعنوي طب يوه مهمه برخه تشکيلوي. د درملنې په بېلا بېلو خواړو کې درملنې اوماچ د چينايانو په ورځني ژوند کې ډېر ليدل کېږي. د چين د عنعنوي طب له نظره د سبزيو، غلودانو، غوښو په ګډون هر ډول خواړه خپل خاصيت او ګټې لري چې ځيني يې د ګرمۍ خاصيت لري او ځيني يې د يخنۍ خاصيت لري. دغه راز خواږه خوړه ګرمي او ترخه خواړه يخني پيدا کوي. له دې امله چې د نوموړي اوماچ جوړونه ساده ده، نو د چين په ډېرو ځايونو کې د درملني او روغتيايي اوماچ رستورانونه او د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډېر ليدل کېږي مثلا په پسرلي کې د سبزيو اوماچ خوري. په دوبي کې د شنه نخودو اوماچ خوري، په مني کې د ريشای نيلوفر اوماچ خوري او په ژمي کې د پسه غوښې اوماچ خوري او داسې نور. د اوماچ جوړونه عموما ساده ده چې اصلي مواد يې اوبه او وريجې تشکيلوي. عموما لومړی وريجې په اوبو کې ډېرې نرمې پخوي او وروسته نور شيان لکه سبزي، غوښې او نور بېلا بېل د روغتيا ګټور خواړه او مسالې پکې اچوي او له نرمو وريجو سره يې بيا يو ځای پخوي تر څو ښه وخوړل شي. بله خبره دا ده چې د بېلا بېلو اوماچ د پخولو په وخت کې د مسالې انتخاب هم د توجه وړ دي. په دې هکله نه يوازې د اوماچ خوند ته توجه بايد وشي، بلکې د روغتيا ساتنه بايد هم په نظر کې ونيول شي. لکه په اوماچ کې شات اچول د سږي روغتيا، د درد د لېرې کولو لپاره ګټور دي. په اوماچ کې ادرک اچول يخني لېرې کوي او داسې نور.



اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای