CRI Online

د جوارو کيک او د پسه د غوښې کوفته

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 11:03:32

ټولو ته معلومه ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې جوار د خلکو د خوراکونو مهمه برخه تشکيلوي او د جوارو د خوراکونو قسمونه هم ډېر زيات دي. د اړوندې څېړنې له مخې جوار د انسان صحت د قويوالي، د ناروغۍ د مخنيوي او د عمر د اوږدوالي لپاره ډېر ګټور خوراک ګڼل کېږي. لکه د جوارو اوماچ د چين د عنعنوي طب له نظره دغه ډول خوراک د انسان د معدې روغتيا ساتنې لپاره ډېر ګټور دي. د اوسنيو طبي څېړنو سره سم د ښه غذايت له نظره په جوارو کې د انسان بدن د اړتيا وړ ډول ډول غذايي مواد پکې موجود دي. د اړوندو تحقيقاتو له مخې په هغو سيمو کې چې د جوارو څخه د پخېدونکو خوراکونو شمېر ډېر زيات دي. لکه د جوارو اوماچ، د جوارو کيک او د جوارو سبزي او داسې نور چې په دې کې د جوارو کيک ډېر مشهور او ليدل کېږي. جوړونه يې هم بېلا بېل شکلونه او لارې چارې لري. عمومي جوړونه يې په دې ډول ده. لومړی نيم کيلو د جوارو اوړه، څلور هګۍ، برابره مالګه او غوړي تيار کړئ. د جوارو اوړه په يوه لوښي کې واچوئ او په عين وخت کې برابرې اوبه، د اړتيا وړ مالګه او ماتې شوې هګۍ سره يو ځای پکې واچوي او و يې لړۍ څو چې د جوارو اوړه خيشته او ګډ. وروسته په يوه ديګ کې لږ څه غوړي واچوئ، ديګ د اور دپاسه کېږدي. غوړي چې لږ سره شي، په يوه لويه کاچوغه يې په نوموړي خيشته شويو اوړه چې زغاله او هوار شوي وي، پکې واچوئ او په عين وخت کې اور نرم کړۍ څو چې د جوارو ډوډۍ ورو ورو وچه او پخه شي او په دې ډول دغه خوراک تيارېږي. که چېرې مو خواږه خواړه خوښېږي، هم کولای شئ چې د نوموړي کيک د جوړولو په وخت کې د مالګې په ځای بوره پکې واچوي. د اړوندو طبي کارپوهانو د څېړنې له مخې په جوارو کې نه يوازې ډېر غذايي مواد موجود دي، بلکې د سرطان ناروغۍ د مخنيوي لپاره هم ګټور مواد پکې شته. ځکه په جوارو کې زيات د مګنيزيم عنصر موجود دي چې دغه ډول مواد د سرطان سلول د منځته راتګ او ودې د مخنيوي لپاره رول لري.

د پسه د غوښې کوفته

د پسه له غوښې څخه جوړ شوي خواړه د ډېرو خلکو خوښېږي او په انسانانو کې ډېر عموميت لري. د پسه غوښه نه يوازې ډېره خوندوره او غذايي طاقت يې ډېر قوي دی. په تېره بيا د ژمي په موسم کې د پسه غوښې خوړل د بدن يخني لېرې کولای شي. د پسه غوښې کوفته يو ډول ډېر خوندور خوراک دی، جوړونه يې په دې ډول ده، د پسه غوښې کوفتې د جوړولو لپاره نيم کيلو د پسه قيمه، دوه هګۍ، لږ څه نشايستوي مواد، شين پياز او ادرک په کار دي او په دې ډول تيارېږي، لومړی شين پياز او ادرک ميده ميده کړئ، هګۍ په يوه کاسه کې ګډې کړئ، بيا به د غوښې قيمه، لږ څه نشايستوي مواد، برابره مالګه او ميده شوي پياز او ادرک يو ځای په کاسه کې واچوئ او سره يو ځای يې ولړئ او يوه يوه دايروي کوفتې جوړې کړئ. وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي واچوئ او د اور دپاسه يې کېږدئ، غوړي چې سره شي، کوفته يوه يوه پکې واچوئ او ورو ورو يې ولړئ څو چې جلا جلا شي. کله چې د کوفتې رنګ ژيړ او پخې شي. له غوړو څخه يې را وباسي، بيا کولای شي چې د پيازو، ادرکو او نشايستوي موادو څخه خوندره شيره ورته جوړه کړئ او په کوفتې باندې يې واچوئ او ورو ورو يې ولړئ، په دې ډول کوفته تيارېږي. د پسه غوښې د کوفتې څخه يو ډول خوندوره ښوروا هم جوړېدای شي او جوړونه يې په دې ډول ده چې په ديګ کې نيمه برخه اوبه واچوئ او د اور دپاسه يې کېږدئ، کله چې اوبه جوش شي، نوموړي کوفتې چې په غوړو کې مو وار له مخه سرې او پخې کړي، پکې واچوئ. يوه يا دوه دقيقې وروسته لږ څه ميده شوی شين پياز او شنه دنيا يا د خپلې خوښې سره سم نورې مسالې هم پکې واچوئ، په همدې شکل بيا دغه خوندوره ښوروا تيارېږي. که څه هم د پسه غوښه ډېر ښه خوراک دی، مګر د توجه وړ خبره دا ده چې له دې امله چې د پسه غوښه د ډېر البومين لرونکې ده، نو ښه به دا وي چې د پسه غوښې تر خوړلو وروسته سمدلاسه چای و نه څښي. ځکه په چای کې اسيد موجود دی، نو که اسيد له البومين سره يو ځای شي، يو ډول تريو البومين به مو په معده کې پيدا شي چې دغه ډول مواد د انسان د کولمو د هضم قابليت کمزوری کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای