CRI Online

خوږ او تريو کب خواړه او سوربانجان او د پسه غوښه

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 13:56:24

د نورو غوښو په نسبت د پسه غوښه نرمه او خوند يې زيات دی، نو ډېر خلک د پسه غوښه خوښوي. له سوربانجن سره د پسه غوښه يو ډول ډېر خوندور خوراک دی او جوړونه يې په دې ډول ده. لومړی نيم کيلو د پسه غوښه، برابر غوړي، مالګه، بوره، لږ څه نشايسه او يوه کوچنۍ پياله د سوربانجن يا رومي بانجن روب تيار کړي، د دغه خوراک جوړونه په دې ډول ده: اول ټوله غوښه په اوبو کې جوش او پخه کړي، غوښه چې پخه شي، بيا يې له اوبو څخه راوباسي او د تار په شکل يې پرې کړي. يعنی ريښې ريښې يې کړي. بيا په ديګ کې لږ څه غوړي واچوي، ديګ د اور دپاسه کېږدي، غوړي چې سره شي، د رومي بانجن روب لږ څه اوبه، برابره مالګه او بوره له غوښې سره يو ځای په ديګ کې واچوي او د لږ څه وخت لپاره يې جوش کړي. وروسته لږ نشاسته ور زياته کړي څو چې په ديګ کې شيره ټينګ شي. نو دغه خوراک تيارېږي. د دغو خواړو خصوصيت دا دی چې نه يواز رنګ يې ډېر ښکلی، بلکې خوږ او تريو خوند هم لري. ويل کېږي چې دا يو ډېر مزه دار خوراک دی. د زاړو واړو ډېر خوښېږي. خو د توجه وړ خبره دا ده چې د هغو کسانو لپاره چې هاضمي طاقت يې کمزور دی. ښه به دا وی چې د پسه غوښه زياته و نه خوري. خصوصاٌ د شپې د ډوډۍ په وخت کې بايد غوښه و نه خوري. ځکه تر شپې ډوډۍ وروسته د خوب وخت دی. که غوښه وخوړل شي، دا به معدې ته زيان ورسوي. په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي د سهار ډوډۍ دې ښه، د غرمې ډوډۍ دې ډېره او د ماښامۍ ډوډۍ دې لږه وي. خو افسوس خبره دا ده چې په ورځني ژوند کې يو زيات شمېر خلک د بېلا بېلو علتو له امله دغې تجربې نه مني، بلکې لا هم سهار لږه خوري. غرمه ساده خوري او د شپې په خپل نس کې د خوراکونو نندارتون جوړوي. که خلک په خپل ژوند کې کلونه کلونه داسې عادت وساتي، نو کله چې کره عمر ته ورسېږي، ډېر امکان شته چې په بېلا بېلو ناروغيو اخته کېږي. نو هيله ده چې د خپلې روغتيا ساتنې لپاره د خوراکونو خوړل کنترول کړي.

د اړوندې علمي څېړنې له مخې، د کب غوښه د نورو غوښو په نسبت د انسان روغتيا لپاره زياته ګټه لري. د امريکا په يوه تحقيقاتي راپور کې ويل شوي چې په امريکا کې د هغو کسانو شمېر چې د وينې فشار او زړه په ناروغيو اخته شوي د جاپانيانو په پرتله ډېر زيات دی. يو مهم علت يې دا دی چې جاپانيان د کبانو خوړلو عادت لري. په چين کې ډېر خلک هم د کب خوړلو عادت لري او د کب پخولو طريقې هم بېلا بېلې دي. مثلاٌ په شمالي چين کې له کب څخه د خواړو جوړونه عموماٌ په دې ډول ده چې لومړی کب په غوړو کې سره کړي چې دوه مخونه يې ژيړ رنګ شي، بيا بېلا بېلې مسالې لکه ادرک، پياز، اوږه او داسې نور ور سره يو ځای په ديګ پخوي او د پنځلس يا شل دقيقو تر پخولو وروسته بيا تيار شو چې دغه ډول خوراک ته د سور رنګ کب وايي. خو په جنوبي او ختيځ چين کې له دې امله چې له سيندونو او سمندر سره نژدې دی، نو د کب پخولو طريقې نسبتاٌ ډېرې زياتې دي. لکه د کب پر ه، د سره شوي کب، خوږ او تريو کب او داسې نور. د خوږ او تريو کب خواړه يو ډول ډېر خوندور خواړه دي. د دغه خوراک د جوړولو لپاره لومړی يو برابر کب چې لږ غشي يا هډوکي ولري، لس ګرامه بوره، برابره سرکه، سل ګرامه نشايستوي مواد، لږ څه سرکه، ادرک، پياز، اوږه، مالګه او نيم کيلو غوړي تيار کړي. بيا کب پاک ومينځي او پرونه يې لېرې کړي. وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي واچوي او ديګ د اور دپاسه کېږدي. کله چې غوړي سره شي، نوموړی کب پکې واچوي، خو اور لږ څه نرم کړي. کله چې د کب دوه مخونه ژيړ رنګه شول. له غوړيو څخه راوباسي. ور پسې په يو بل ديګ لږ څه غوړي واچوي چې غوړي سره شي. ادرک، پياز او اوږه چې ميده ميده شوي وو، پکې واچوي تر څو ژيړ رنګ او خوش بوي پيدا کړي، بيا لږ شالې اوبه، برابره مالګه، بوره او سرکه پکې واچوي، تر څو برابره ښوروا جوړه شي. کله چې ښوروا په جوش راغله. په نوموړي کې کب واچوي او د لس دقيقو لپاره يې جوش کړي. کله چې کب پوخ شو، نو نشايستوي مواد پکې واچوي او و يې لړي. تر هغه وخت يې په اور پرېږدي چې تر دې وروسته خواړه تيار کړي چې په خوند سره يې وخوري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای