CRI Online

د مڼو پراټه يا د مڼو بولاني او د مولۍ او د پسه غوښې ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2015-03-03 14:07:25

د خوراکونو جوړولو په وخت کې پرته د بېلا بېلو غوښو او سبزيو نه ډول ډول ميوې هم استعمالېدای شي. د منۍ پراټه يو ډول ډېر خوندور خوراک دی. جوړونه يې په دې ډول ده، لومړی يو سلو پنځوس ګرامه اوړه، يوه هګۍ، سل ګرامه شيدې، لږ شانې اوبه، دوه برابرې مڼې، سل ګرامه بوره، پنځه ويشت ګرامه غوړي. دا ټول په دې ډول تيار کړئ : اوړه په ديګ کې واچوئ، هګۍ په اوړو کې ووهي او سره يې ولړۍ، ور پسې بوره، شيدې او برابره اندازه اوبه ور سره يو ځای ولړي چې نرمه زغاله جوړه شي. وروسته په يوه ارکاره کې لږ څه غوړي واچوي او په اور يې کېږدي چې غوړي سره شي، وروسته په غوړيو کې نرمه زغاله واچوئ تر څو د پراټې په شان تيار شي. له دې وروسته د نوموړې مڼې پوستکې او زړي وباسئ او مڼه کوچنۍ کوچنۍ ټوټه کړئ او په يو بل ديګ کې يې واچوئ چې بوره ور سره وي او په ضعيف اور يې کېږدئ. کله چې مڼې نرمې شي. د پراټې په منځ کې يې واچوئ او پراټه ور باندې راتاووي، بيا يې په ارکاره کې کېږدي. خو مخکې لږ غوړي په ارکاره کې واچوي. کله چې د پراټې دوه مخونه ژيړ پاخه شي، نو په دې ډول د مڼو پراټه هم تياره ده. البتا هم کولای شي چې له خوړلو مخکې لږ څه بوره ور باندې هم واچوي چې دغه خوراک د ماشومانو ډېر خوښېږي. له دې امله چې په مڼو کې غني خوراکي الياف، ويتامينونه او کاني مواد موجود دي، نو دغه ډول ميوه د وينې د لوړ فشار، د دماغ د سکتې او د کولمو سرطان د مخنيوي لپاره ګټور رول لري. د اړوندې څېړنې له مخې د مڼې الياف د رګونو د کلکوالي او بندوالي مخنيوی کوي. دغه راز نوموړی الياف هم د کولمو حرکت چټکوي چې په نتيجه کې به له کولمو څخه زهري مواد لېرې کړای شي. نو ډکتران لارښوونه کوي چې بايد هره ورځ يوه يا دوه دانې مڼې وخورل شي چې د روغتيا ساتنې او د ځينو ناروغيو د مخينوي لپاره ګټوره مېوه ده.

مولۍ يو ډول ډېره ښه سبزي ده چې غذايي ارزښت يې هم ډېر لوړ دی. د اړوندې څېړنې له مخې په مولۍ کې ويټامين اې، بي، سي او ځيني معدني مواد لکه کلسيم، فاسفورس او اوسپنه موجود دي. همدا شان مولۍ د هاضمې او د بلغم د لېرې کولو لپاره هم ګټوره ده. له مولۍ څخه هم ډول ډول خوراکونه جوړېدای شي. لکه د مولۍ او د پسه غوښې ښوروا. جوړونه يې په دې ډول ده: يوه يا دوه برابرې سپينې مولۍ د تار په شان يې اوږدې پرې کړئ، بيا په يو ديګ کې اوبه واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ. کله چې اوبه واشيندلې، بيا د پسه غوښې څو کلولې کوفتې څو غوښې څو کلولي پکې واچوئ. کله چې د کوفتې کلولي پخې شوي، ټوټه شوې مولۍ پکې واچوئ. تر لږ څه وخت وروسته پکې لږ دنيا او د اړتيا وړ مالګه هم ور زياته کړئ. په دې توګه خوندوره ښوروا يا سوپ تيارېږي. د چين د عنعنوي طب له نظره مولۍ نه يوازې يو ډول ښه سبزي دخ، بلکې د درملي ارزښت يې هم ډېر لوړ دی. مثلا مولۍ د تودوخې ناروغۍ د مخنيوي او د معدې د هاضمې لپاره ګټوره ده. دغه راز په مولۍ کې ډېرې زياتې اوبه موجودې دي. که يې په اوبو کې پخې کړي او له اوبو سره يې وخوړل شي. د ورم د لېرې کولو او د ادرار لپاره مؤثر رول لري. مولي د ژمي موسم سابه دی. په ژمي کې هوا ډېره يخه او وچه وي، نو په دې موسم کې د سړو وهلو، ټوخې او داسې نورې ناروغۍ ډېرې وي چې ټول د وچې او يخې هوا له امله رامنځته کېږي. نو په دې موسم کې د انسان د روغتيا لپاره د اوبو پوره کول د توجه وړ مسئله ده. نو ډاکتران لارښوونه کوي چې په دې موسم کې د روغتيا ساتنې لپاره ښه به دا وي چې زياتې اوبه وڅښل شي. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې زياتې اوبه لرونکې ميوې او سبزۍ وخورئ. تر څو مو د بدن اوبه پوره شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای