CRI Online

د بورتسچ(Bortsch) ښوروا او د مۍ او زنبق ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2015-03-11 09:55:26

د انسانانو د ډوډۍ خوړلو په دريو وختونو کې ښوروا د خوراکونو يوه مهمه برخه نيسي. ښوروا نه يوازې يو ډول خوندور خوراک دی، بلکې د انسان روغتيا لپاره هم ګټوره ده. د چين د خلکو په اصطلاح چې وايي که د ډوډۍ له خوړلو مخکې يوه خوله ښوروا وڅښئ، د زړښت پر مهال به مو بدن ته ځانګړی زيان و نه رسېږي. ځکه د ډوډۍ له خوړلو مخکې د انسان معده عموما خالي وي او زياته هوا پکې ځايېږي، خصوصا په ژمي کې په خالي معده کې زياته يخه هوا ځای نيسي، نو که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لومړۍ برابره توده ښوروا وڅښي، يخه هوا به له معدې نه ووځي، کله چې معده ښه توده وي، ښه کار کولای شي او د انسان د هاضمې توان هم قوت مومي. نو ويل کېږي چې د ښوروا څښل د انسان روغتيا ساتنه کې مهم رول لري. د ښوروا بېلا بېل ډولونه دي او د جوړونې طريقې يې هم ډېرې دي. د بوتسچ ښوروا يوه ډېره خوندوره ښوروا ده چې سرچينه يې په اوکراين کې وه او جوړونه يې په دې ډول ده. د څلورو تنو د اړتيا سره سم لومړی نيم کيلو د غوايي غوښه، دوه غټ پياز، درې يا څلور سوربانجان ، برابر کرم په دې ډول تيار کړئ چې غوايي غوښه ټوټه ټوټه کړئ، غټ پياز، سوربانجن او کرم هم په برابره توګه ټوټه ټوټه کړئ. لومړی د غوايي غوښه په جوش اوبو کې د دوو يا دريو دقيقو لپاره لږ څه جوش کړئ، بيا يې له جوش اوبو څخه راوباسئ او په يو بل لوښي کې يې واچوئ، ور پسې په يو بل ديګ کې برابر غوړي واچوي او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، سوربانجان پکې واچوئ او و يې لړئ، کله چې سوربانجان نرم شي، برابر اوبه پکې واچوئ او په عين وخت کې غوايي غوښه پکې واچوئ او په ښوروا کې يې جوش کړئ، هغه وخت چې نوموړې ښوروا په جوش راغله، نو اور نرم کړئ او له اړتيا سره سم د غوايي غوښه پکې جوش کړئ تر څو د غوايي غوښه پخه او نرمه شي، بيا ټوټه شوي غټ پياز او کرم ور زيات کړئ او د يو څه وخت لپاره يې په ښوروا کې جوش کړئ. کله چې نوموړی پياز او کرم نرم شي، برابره مالګه او پخپله خوښه نورې مسالې ور زياتې کړئ. نو دغه ډول ښوروا په دې طريقې سره تيارېږي. د بورتسچ په نامه ښوروا نه يوازې ډېره خوندوره ده، بلکې د غذايي پلوه د انسان روغتيا لپاره هم ډېره ګټوره ده.

د دوبي په موسم کې هوا ډېره توده او په بهر کې د لمر وړانګې ډېرې تېزې او سختې وي. په دې موسم کې خلک بايد تر وسې پورې د لمر له وړانکو څخه ځانونه لېرې وساتي. ځکه په دې موسم کې که څوک د اوږد وخت لپاره د لمر تر وړانګو لاندې پاتې شي، د لمر وهلو په ناروغۍ اخته کېږي او په دې حال کې له بدن څخه د زياتو اوبو وتلو په اثر به يې د بې هوشۍ سبب شي. نو په دې موسم کې د بدن اړتيا وړ د اوبو پوره کول ډېر مهم دي. عموما د دوبي په فصل کې د خلکو د ‌ډوډۍ پر ميز باندې بېلا بېلې خوندورې ښورواګانې ډېرې ليدل کېږي. په چين کې ښوروا د خوراکونو يوه مهمه برخه تشکيلوي. د چين زيات خلک د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د ښوروا څښلو عادت لري. مثلا په پسرلي کې د هګۍ ښوروا خوري چې دغه ډول ښوروا د بدن اړتيا وړ غذا پوره کوي، په ژمي کې د غوښې ښوروا خوري چې دغه ډول ښوروا د بدن يخني لېرې کوي. په دوبي کې د سبزي يا مۍ څخه جوړه شوې ښوروا خوري چې دغه ښوروا ګرمي کموي. د مثال په توګه د مۍ او زنبق ښوروا يوه ډول ډېره خوندوره او د روغتيا لپاره ګټوره ښوروا ده. خصوصا په دوبي کې د دغه ډول ښوروا خوړل د انسان لپاره ډېره ګټه لري. مۍ د چين د عنعنوي طب له نظره د يخنۍ خاصيت لري، نو په دوبي کې د ميو ښوروا خوړل د انسان د بدن حرارت کموي. زنبق يو ډول نبات دی چې شکل يې د ګل په شان او رنګ يې سپين دی. دغه ډول نبات خوړل کېږي او د يخنۍ خاصيت لري. په چين کې ډېر خلک د مۍ او زنبق ښوروا خوښوي. جوړونه يې هم ساده ده. لومړی دوه نيم سوه ګرام مۍ او سل ګرامه زنبق تيار کړئ. ښه به دا وي چې مۍ وړاندې د يوې شپې لپاره په اوبو کې خيشتې کړئ څو چې لږ څه نرمې شي. د پخولو په وخت کې لومړی په ديګ کې زياتې اوبه واچوئ او ديګ د اور دپاسه کېږدئ، اوبه چې جوش شي، مۍ پکې واچوئ او جوش يې کړئ. مۍ چې نرمې او پخې شي، مينځل شوي زنبق پکې واچوئ او د څو دقيقو لپاره يې جوش کړئ. په دې ډول دغه ښوروا تيارېږي. له خوړلو مخکې دغه ښوروا د څه وخت لپاره په يخچال کې کېږدئ څو چې ښوروا يخه شي. که خواږه خواړه مو خوښېږي، کولای شي چې پخپله خوښه بوره هم ور زياته کړئ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای