CRI Online

د چين په سه چوان ولايت کې سوړ اش او د چرګ غوښې ښوروا

cri     (GMT+08:00) 2015-03-11 10:49:57

په چين کې اش د زياتو خلکو د خوښۍ وړ خوراک ګڼل کېږي. دغه راز د اش قسمونه يې هم ډېر زيات دي. لکه د هګۍ اش، د چرګ د غوښې اش، د غوايي غوښې اش او داسې نور. د اش جوړونې شکلونه هم بېلا بېل دي. مثلا ايشول شوي اش، سوړ اش، د ښوروا اش او داسې نور. ويل کېږي چې بېلا بېل اش د چينايانو د ډوډۍ پر ميز باندې مهم ځای لري. د بېلګې په توګه په شمالي چين کې د لان جو ښار د غوايي غوښې اش چې په چين کې د مسلمانانو يو ډول عنعنوي خوراک ګڼل کېږي، ډېر شهرت لري. نژدې د چين په ټولو لويو او کوچينيو ښارونو کې د لان جو غوايي غوښې اش رستورانونه ليدل کېږي. د چين په جنوب لويديځه خوا د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې يو ډول سوړ اش هم ډېر مشهور دی او د هېواد په ډېرو ځايونو کې د دغسې اش رستورانونه هم ډېر ليدل کېږي. د دغه اش جوړونه مشکله نه ده. د څلورو تنو په اندازه لومړی يو کيلو اش تيار کړئ، بيا برابر شين پياز، دڼيا او اوږه په دې ډول تيار کړئ چې په جلا جلا توګه ميده ميده شوي وي، سربېره پر دې برابره بوره، لږ مالګه، سرکه، سور مرچ هم چمتو کړئ. وروسته په يو ديګ کې زياتې او برابرې اوبه واچوئ، داسې چې يو کيلو اش پکې وايشول شي. ديګ د اور دپاسه کېږدئ. اوبه چې جوش شي، اش پکې واچوي او و يې لړئ څو چې اش سره جلا جلا شي. د اش پخولو په وخت کې دې ته متوجه شي، اش چې تازه پاخه شئ، سم دلاسه يې له اوبو څخه وباسئ څو چې اش ډېر خوړين او نرم نه شي. بيا د نوموړي اش څخه تر وسې پورې اوبه وباسئ، بيا دغه اش په يو بل ديګ کې واچوئ او لږ څه غوړي پکې واچوئ او و يې لړئ څو چې پاخه شوي اش جلا جلا شي. وروسته نوموړی اش يخ کړئ او په دې ترڅ کې څو څو واره اش جلا جلا کړئ. کله چې اش پوره يخ شي، بيا به نوموړي اش، ميده شوي شين پياز، دڼيا، اوږه، برابره مالګه، بوره، سرکه او سور مرچ پکې واچوئ او سره يو ځای يې ولړئ. نو په دې وسيله به دغه سوړ اش تيار شي. البته هم دا رنګه کولای شئ چې د خپلې خوښې سره سم نورې مسالې هم پکې ور زياتې کړئ. دغه ډول خوراک ډېر خوندور دی او خصوصا په دوبي کې د سوړ اش خوړل اشتها زياتوي.

د چرګ غوښې غذايي ارزښت ډېر لوړ دی او د چرګ له غوښو څخه جوړ شوي خوراکونه هم ډېر خوندور دي چې په دې کې د چرګ ښوروا هم ډېره خوندوره ده. په چين کې ډېر خلک دا عادت لري چې د چرګ غوښې څخه بېلا بېل ډوله ښورواوې جوړوي. ځکه دغه ډول ښوروا نه يوازې خوندوره بلکې د روغتيا د ساتنې لپاره هم ګټوره ده. خصوصا د هغو ښځو لپاره چې تازه يې ماشوم زېږدلی او د هغو کسانو لپاره چې تازه له ناروغيو جوړ شوي، د چرګ ښوروا څښل د دوی روغتيا د بيا ښه والي او قويوالي لپاره ډېره ګټه لري. د چرګ ښوروا جوړول بېلا بېل دي. په دې کې د چرګ د يو ډول ساده ښوروا جوړونه په دې ډول ده چې يو کيلو ګرام چرګ غوښه، يوه يا دوه دانې ادرک، لږ څه شين پياز او برابره مالګه تيار کړئ. لومړی د چرګ دننه او دباندې برخه ټوله پاکه کړئ، بيا چرګ په دوو يا څلورو برخو پرې کړئ او په يو ديګ کې يې واچوئ. وروسته اوبه په يو ديګ کې واچوئ داسې چې اوبه د چرګ غوښه پټ کړي، بيا ادرک په نرمه پرده پرې کړئ، شين پياز څو برخې پرې کړئ بيا به د چيني بنام سره يو ځای په يو ديګ کې واچوئ. ديګ د اور دپاسه کېږدئ، اوبه چې وايشول شي، پورته شوي تيز رنګ شيان راوباسئ، بيا اور نرم کړئ او د نيم ساعت يا له نيم ساعت نه د زيات وخت لپاره ورو ورو چرګ پوخ کړئ. چرګ چې پوخ شي، برابره مالګه پکې واچوئ، که سپين مرچ مو خوښېږي، هم کېدای شي چې لږ څه سپين مرچ پکې واچوئ. په دې توګه د چرګ ښوروا تيار شوه. د دغه ښوروا د جوړولو په وخت کې پخپله خوښه نور شيان هم ور زياتولای شئ. مثلا الوګان، خرما، جوار، نخود او داسې نور. که څه هم دغه ښوروا د هغو کسانو لپاره چې تازه له ناروغيو څخه جوړ شوي، د روغتيا د بيا ښه کېدو لپاره ډېره ګټوره ده، خو د توجه وړ خبره دا ده چې په دوبي کې يې زياته و نه څښئ. ځکه په دوبي کې هوا ډېره ګرمه وي، زيات غوړي لرونکې ښوروا يا خوراکونه د نوموړو کسانو لپاره مساعد نه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای