د چين د تانګ امپراطورۍ دوره په شپږ سوه او اتلسم کال کې جوړه شوه او د واکمنۍ وخت يې دوه سوه او نهه نوي کالونه دي. په دې امپراطورۍ دوره کې د چين اقتصاد ډېر ښه او سمسور و چې له امله يې چيني ټولنه، کلتور، ساينس او تخنيکونه او د وګړو ژوند په چټکه توګه پرمختګ او وده کړې وه چې چين د نړۍ د نورو هېوادونو او سيمو په مقايسه ډېر وتلی و. په هغه وخت کې جاپان د مرئيتوب په دوره کې و او مشرانو يې وغوښتل چې له چين څخه د وتلي نظامونو او کلتورونو زده کړې وکړي چې ګڼ شمير زده کوونکي او استازي يې چين ته ليږلي وو.
د تانګ امپراطورۍ دورې ماڼۍ
د تانګ امپراطورۍ دورې بازار
له دې امله چې د تانګ امپراطورۍ په دوره کې سمندري سفر دومره خوندي او د ډاډ ور نه و، له جاپان څخه چين ته تلل ډېر سخت او خطرناک وو. زيات جاپاني زده کوونکي د سمندري پېښو له امله مړه شوي وو. په اوه سوه او شپاړسم کال کې، نولس کلن ابوجومالو چې د سمندر له لارې د سيل په جريان کې ستونزې ليرې کړې وې، د چين د وخت پلازمينه چانګ ان ښار ته تللی وو او د چين په عالي رتبه ښوونځي " تای شيو" کې يې زده کړې پيل کړې وو. له دې وروسته هغه په چين کې د حکومتي چارواکو د انتخاب په ازموينو کې هم ګډون کړی او پکې بريالي شوی او د چين په حکومت کې يې کارونه هم کړي وو.
ابوجومالو
ابوجومالو چيني کلتور پوه و له د چين او مشهورو شاعرانو، اديبانو او د هنر خاوندانو سره يې اشنايي درلوده. د چين په تاريخ کې ډېر وتلی او مشهور شاعر لي بای د ابوجومالو ښه دوست و او کله کله به يې له هغه سره شراب څښل، سندرې به يې ويلې او شعرونه به يې ليکل. په اوه سوه او دوه پنځوسم کال کې، ابوجومالو شپږ پنځوس کلن و او په چين کې يې اوه دېرش کالونه ژوند وکړ. د چين د وخت پاچا د ابوجومالو د سترو خدمتونو درنښت او د جايزې ورکولو لپاره يې هغه د چيني حکومت د ځانګړي استازي په توګه وټاکه او له ده څخه يې وغوښتل چې په چاپان کې د چين کلتورونه او وتلې پاليسۍ خپرې کړي.نو ابوجومالو جاپان ته ستون شو، خو په سمندري لاره کې د ده بيړۍ له بدې پېښې سره مخامخ شوه چې طوفان د ده بيړۍ د ويتنام يو بندر ته يووړه، د بېړۍ زياتره مسافرين د ځايي وحشي وګړو لخوا ووژل شول چې يوازې د ابوجومالو په ګډون لسګونه تنه ترې ژوندي پاتې شول.
سخت طوفان
د دې بيړۍ د بدې پېښې خبر چين ته ورسېد، د ابوجومالو دوستانو فکر وکړ چې هغه به مړ شوی وي او ډېر خواشيني وو. شاعر لي بای د ده د يادونې لپاره دوه شعرونه وليکل. دا دوه شعرونه ډېر مشهور دي چې په اوسنۍ زمانه کې يې موږ لا هم لوستلی شو. لي بای په خپلو شعرونو کې د ده او ابوجومالو تر منځ دوستۍ ته بيا کتلي، په خيال کې يې د چاپان منظرې بيان کړي او خپل دوست ته يې نيکمرغه هيله څرګنده کړه. درې کاله وروسته، ابوجومالو د ډېرو سختو ستونزو له ليرې کولو وروسته بيرته چين ته ولاړ. د لي بای په ګډون د ده دوستانو ډېر حيران وخوړ او ډېر خوشحاله شول.
شاعر لي باې
په هغه وخت کې د چين پاچا بدل شوی و، خو د ابوجومالو وتلی توان او لياقت د هر پاچا لخوا ستايل کېده. نوي پاچا هم هغه د حکومتي چارواکي په توګه وټاکه. له دې وروسته هغه خپل ټاټوبي جاپان ته ولاړ نه.
په اوه سوه او اويايم کال کې، ابوجومالو د چين په پلازمينه چانګ ان کې د دوه اويا کلونو په عمر مړ شو.
يو زر او اويا کاله مخکې، موټر، اورګاډی او الوتکې موجود نه وو، د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ لارې ډېرې سختې وې. خو د بېلا بېلو کلتورونو تر منځ تګ راتګ تل ساتل شوی وو.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |