CRI Online

بهرنيان په چين کې عنعنوي جشنونه تيروي

cri     (GMT+08:00) 2015-03-13 10:49:45

په چين کې ډېر زيات په زړه پورې عنعنوي دودونه شته. مثلأ، د چينګ مينګ جشن، دا د مړه شويو خپلوانو او دوستانو د يادونې ورځ ده. خلک په دې ورځ د مړه شويو خپلوانو او دوستانو د قبرونو په وړاندې ډول ډول خوراکونه، مېوې او شراب ږدي او دوی ته له نيکمرغۍ ډلې هيله څرګندوي. ځکه چې چينايان باور لري چې دوی په يوه بله نړۍ کې ژوند کوي چې موږ د دوی نړۍ نه شو ليدلی. په هغه نړۍ کې دوی زموږ په شان هم زده کړې کوي، کار کوي، له يو بل سره اشنايي کوي،خوب کوي، لوبې کوي او داسې نور.که دوی غواړي چې په هغه نړۍ کې لوړ ټولنيز مقام ونيسي، دوی دې هم نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي. د دوان وو جشن د پسرلي په پای او د دوبي په پيل کې يو جشن دی. نېښ وهونکې خزندې د دې جشن څخه بيا فعاليږي. په راتلونکي ګرم دوبي کې د سختې ګرمۍ له امله ډول ډول ناروغۍ هم رامنځته کيږي. نو چينايان د اې څاو په نوم يو ډول واښه پر جامو باندې پورې کوي. ويل کيږي چې دغه ځواکمن قوت لرونکي واښه به نېښ وهونکی خزندې تار په تار کړي او خلک به خپل ځانونه د ناروغيو له خطرونو څخه وژغوري. د چونګ يانګ جشن په ورځ کې، خلک غرونو ته ځي او د کورنۍ غړو د امن او روغتيا هيلې د څرګندولو لپاره يو د بل ويښتانو کې د جو يوو په نوم د ونې څانګې ږدي. لنډه دا چې عنعنوي جشن تاسو ته زيات خوندونه رسولی شي او د خلکو او منظرو تر منځ واټن لنډوي.

البته، په چين کې تر ټولو مهم جشن پسرلنی جشن دی. يو بهرنی په چين کې کېدای شي چې د چينګ مين، دوان وو، چونګ يانګ او نور جشنونو سره سره اشنايي و نه لري او يا يې و نه پېژني، خو هغه به حتمي د پسرلني جشن پيژني. يو چيني وګړي کيدای شي چې د يو کال په درېيو سوو او څلور شپېتو ورځو کې د خپل ټاټوبی څخه لېرې په نورو ځايونو کې زده کړې، کار يا ژوند کوي، يقين دی چې هغه د پسرلني جشن په ورځ په خپل کور کې له خپلوانو او دوستانو سره يو ځای د نوي کال د مبارکۍ په فعاليت کې ګډون کوي. د پسرلني جشن دومره سترې اغيزې لري چې په چين کې بهرنيان هم دغه جشن تيروي او د دې جشن له خوښيو خوند اخلي.

د سږ کال د فبرورۍ په اتلسمه نېټه، د پاکستاني د هرې ورځې پوست ورځپاڼې مسئول مدير مخدوم بابر د لومړي ځل لپاره د چين د ګوانګ جيو په ښار کې د پسرلني جشن تير کړ.هغه وويل،

ما څو څو ځله چين ته سفرونه کړي دي او دا زما لومړی ځل دی چې د ګوانګ جيو ښار ته ځم. دا يو جنوبي ښار دی چې په ژمي کې يې هوا ډېره مناسبه ده. ځايي وګړي ډېر خوشحاله دي.د بېجينګ او شانګهای اوسيدونکي ډېر کوښښونه کوي او د ساعتېرۍ وخت نه لري. خو د ګوانګ جيو ښاريان له ژوند څخه خوند اخلي.

په دوه زره او شپږم کال کې، ښاغلي مخدوم بابر په بېجينګ کې پسرلنی جشن تير کړی و. اوس له هغه وخته نهه کلونه تير شوي، د ده په سترګو، په چين کې څه بدلونه رامنځته شوي دي که نه؟

هغه وويل، چينايان د يو لړ تجارتي پاليسو د پلي کېدو په رڼا کې شتمن شوي دي. اوس ګڼ شمير چينايان په جشنونو کې نورو ځايونو ته د سيل لپاره ځي چې له دې جملې څخه زيات سيلانيان بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کړي. زما چيني دوستانو ما ته ويلي دي چې دوی نه يوازې د سيل له لارې ساعتيري کوي، بلکې د نورو هېوادونو تجارتي چاپيريال له نژدې پېژني او ګوري.

اوس په هر کال کې کابو څوارلس مليونه وګړي نورو هېوادونو ته د سيل لپاره ځي، خو لږ لږ چينايان د پاکستان د منظرو سيمې ته ځي. ښايي دوی د پاکستان له امنيتي حالاتو اندېښمنه لري.

هغه وويل، د پاکستان او چين ديپلوماتانو پاکستان ته د چيني سوداګرانو، زده کوونکو او کارپوهانو د سفرونو د زياتوالي لپاره زيات کوښښونه کړي دي. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په راتلونکې مياشت کې له پاکستان څخه ليدنه وکړي. زه باور لرم چې په هغه وخت کې چين او پاکستان به د تجارت، تعليم او علم په ساحو کې يو لړ يادداشتونه لاسليک کړي. برسيره پر دې، فکر کوم چې لا زيات چيني سوداګران به د IT او ساوفت ويرونو په برخو کې له پاکستان سره همکارۍ وکړي.

دا په چين کې د مخدوم بابر د پسرلني جشن او د ده هيلې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای