CRI Online

د هګۍ وريجې او په چيني سوس کې د غوايي غوښې پخول.

cri     (GMT+08:00) 2015-03-24 15:19:19

وريجې د بېلا بېلو هېوادونو له عمده خوراکونو څخه دي، خصوصاً په اسيايي سيمه کې خلک د وريجو خوړلو عادت لري. دغه راز د وريجو پخول هم بېلا بېل دي. چين هم د وريجو لوی مصرفونکی هېواد دی. په چين کې د وريجو قسمونه هم ډېر دي. په جنوبي چين کې د اوسېدونکو د ډوډۍ پر ميز باندې وريجې ډېر مهم ځای لري. ويل کېږي چې د چين په جنوبي سيمه کې وريجې د خلکو حتمی ورځني خوراک دی. نو په دې وجه د وريجو څخه جوړ شوي خوراکونه بېلا بېل او د جوړونې شکلونه يې هم ډېر زيات دي. مثلا د غوښو وريجې، د سابو وريجې، د هګۍ وريجې، د ميوو وريجې، چسبناکي خوږي وريجې، د نخود وريجې او داسې نور. د هګۍ وريجې د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډېر ليدل کېږي او جوړونه يې هم ساده ده. لومړی څلور هګۍ، يو کيلو وريجې، سل يا دوه سوه ګرامه شين پياز، برابره مالګه او غوړي تيار کړي، بيا هګۍ په يوه کاسه کې ماتې کړئ او و يې لړئ، شين پياز ميده ميده کړئ. بيا وريجې په جوش اوبو کې پخې کړئ چې پخې شوې وريجې بايد نه نرمې او نه کلکې وي. دغه راز وريجې هم کېدای شي چې په ديګ کې د بخار په واسطه پخې کړئ. پخې شوې وريجې له ديګ څخه يو بل لوی لوښي کې واچوي او و يې لړئ څو چې وريجې جلا جلا او يخې شي. وروسته د ميده شوي شين پياز زياته برخه په هګۍ کې واچوي او و يې لړئ، بيا ديګ د اور دپاسه کېږدئ او برابر غوړي پکې واچوئ، غوړي چې سره شي، هګۍ پکې واچوئ او و يې لړئ څو چې هګۍ جلا جلا او يو ځای نه شي، هګۍ چې ژيړې او پخې شي، له ديګ څخه يې راوباسئ او په يوه کاسه کې يې واچوئ. ور پسې بيا په ديګ کې برابر غوړي واچوئ او ديګ بيا پر اور باندې کېږدئ. غوړي چې سره شي، نوموړي پاتې شوي شين پياز پکې واچوئ. کله چې په غوړي کې د سره شوي پياز څخه خوش بوی راشي، يخې وريجې او هګۍ سره يو ځای په ديګ کې واچوئ او و يې لړئ چې وريجې ګرمې شي، برابره مالګه پکې واچوئ، په دې ډول د هګۍ وريجې تيارېږي. که د دغو وريجو د خوړلو په وخت کې لږ څه ساده سبزي يا ميوې يا يوه کوچنۍ کاسه ښوروا هم تيار شي، دا به ډېر خوندور او د خوښۍ وړ وي.

ډېر خلک د غوايي له غوښو څخه جوړ شوي خوراکونه خوښوي. د غوايي په غوښو کې ډېر ويتامينونه، معدني مواد او لوړ پروتين موجود دي، نو د غوايي غوښو خوړل د انسان د روغتيا او قويوالي لپاره ډېر ګټور دي او د غوايي له غوښو څخه جوړ شوي خوراکونه په بېلا بېلو هېوادونو کې د خلکو د ډوډۍ پر ميز باندې ډېر مهم مقام لري. په چيني سوس کې د غوايي غوښې پخول د چين د شمالي خوا د مسلمانانو يو ډېر د خوښۍ وړ خوراک دی او د خلکو په ورځني ژوند کې ډېر ليدل کېږي. د دغه خوراک جوړونه په دې ډول ده. لومړی پنځه سوه ګرامه د غوايي غوښه، پنځه ويشت ګرامه چيني سوس، پنځه ويشت ګرامه ادرک، پنځهويشت ګرامه شين پياز، برابره بوره او پخپله خوښه د اړتيا وړ نورې مسالې تيارې کړئ، بيا ادرک پره پرې کړئ، شين پياز او د غوايي غوښه ټوټه ټوټه کړئ، وروسته د غوايي غوښه په جوش اوبو کې د څو دقيقو لپاره جوش کړئ او بيا يې له اوبو څخه راوباسئ او په يو بل لوښي کې يې واچوئ، له دې وروسته په يو ديګ کې برابر غوړي واچوئ، ديګ د اور دپاسه کېږدئ، غوړي چې سره شي، نور ادرک او شين پياز پکې واچوئ او و يې لړئ تر څو په ديګ کې د پياز او ادرک ښه خوش بوی رامنځته شي، بيا د غوايي غوښه او سوس واچوئ، په عين وخت کې برابره بوره او نورې مسالې چې د خپلې خوښې سره مو برابرې دي، پکې واچوئ. که مرچ مو خوښېږي، هم کولای شي چې سره شوي مرچ ور زيات کړئ. ور پسې په ديګ کې برابرې اوبه واچوئ، ښوروا چې جوش شي، په نرم اور نوموړې غوښه وايشوي تر څو د غوايي غوښه نرمه شي. په دې ډول نوموړی خوراک تيارېږي. د غوايي غوښه که څه هم د انسان لپاره ډېره ګټوره ده، مګر د روغتيا ساتنې لپاره د دې غوښې د خوړلو په هکله پرهيزونه هم بايد د توجه وړ وي. مثلا د غوايي غوښې زيات خوړل د هغو کسانو لپاره ګټور نه دي چې د وينې لوړ فشار او د زړه او دماغ د رګونو په ناروغيو اخته شوي وي. ځکه د غوايي په غوښه کې ډېر زيات پروتين موجود دي چې دغه ډول مواد د نوموړو ناروغانو لپاره داسې خطرناک مواد ګڼل کېږي چې د وينې غوړي زياتوي او د وينې رګونه کلکوي او د وينې شريان بند وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای