CRI Online

د مۍ اوماچ او د سرکې هګۍ

cri     (GMT+08:00) 2015-04-17 14:59:26

په چين کې ډېر خلک د اوماچ خوړلو عادت لري. له دې امله چې له يوې خوا د اوماچ قسمونه ډېر زيات دي او جوړونه يې هم ساده ده، له بلې خوا د زاړو واړو د هضم لپاره ګټور هم دي، نو اوماچ د خلکو ډوډۍ پر ميز باندې ډېر ليدل کېږي او مهم ځای هم لري. وريجې د اوماچ يوه مهمه برخه تشکيلوي. په چين کې خصوصاٌ د چين په جنوبي سيمه کې بېلا بېل خوندور اوماچ پيدا کېږي، مثلاٌ د غوښو اوماچ، د سبزيو اوماچ، د بېلا بېلو نخودو اوماچ، د هګۍ اوماچ او د ميوو اوماچ او داسې نور. له بېلا بېلو اوماچونو څخه د نخودو اوماچ د زياتو خلکو ډېر خوښېږي. لکه د مۍ اوماچ چې جوړونه يې په دې ډول ده. د څلورو تنو په اندازه، لومړی دوه سوه ګرام مۍ، درې يا څلور سوه ګرامه وريجې تياري کړي. د دغه ډول اوماچ د جوړولو لپاره ښه به دا وي چې د جوړېدو وخت ي،ې ورځې مخکې مۍ په اوبو کې واچوئ څو چې مۍ نرمې شي. د جوړولو په وخت کې په يو ديګ کې د ديګ نيمه برخه اوبه واچوئ او په عين وخت کې نوموړې تيار شوې مۍ پکې واچوئ. ديګ د اور دپاسه کېږئ او مۍ پکې جوش کړئ، اور نرم کړئ او د نيم ساعت نه زيات وخت لپاره يې جوش کړئ تر څو چې وريجې نرمې شي او په دې توګه د مۍ اوماچ تيارېږي. دغه اوماچ د کال په څلورو فصلونو کې د خلکو لپاره د خوړلو وړ دي. د ژمي په موسم کې له دې امله چې هوا يخه ده، که د ډوډۍ خوړلو په وخت کې لومړی يوه کاسه ګرم اوماچ وخوري، دا د روغتيا لپاره ډېره ګټوره ده. ځکه د ګرمۍ اوماچ په خوړلو سره به يخه هوا له معدې نه ووځي. خصوصاً دغه ډول اوماچ د هغو ناروغانو لپاره هم ډېره ګټه لري چې د هضم لياقت يې کمزور دي. که په دوبي کې دغه ډول اوماچ خوړل هم د انسان لپاره مساعد دي. د چين د عنعنوي طب له نظره مۍ يخ خاصيت لري. نو که په دوبي کې د مۍ اوماچ تر پخېدو وروسته هغه لږ څه يخ کړئ، بيا يې وخوري. د بدن حرارت به مو لېرې کړي. په چين کې زيات خلک دا عادت لري چې د دوبي په ډېره ګرمه ورځ کې د مۍ ښوروا خوري تر څو له دې لارې د بدن حرارت لېرې کړي.

د سرکه هګۍ يو ډېر خوندور دی او جوړونه يې هم ډېره ساده ده. د سرکې هګۍ د غذايت له پلوه نه يوازې د انسان لپاره ډېر ګټور خوراک دی، بلکه غوړي هم نه لري. جوړونه يې په دې ډول ده چې لومړی بايد څلور يا پنځه دانې هګۍ، لږ څه شين پياز، ادرک، اوږه، غوړي، پنځه کاچوغې سرکه، برابره مالګه، بوره او نيمه کاسه اوبه سره په دې ډول يو ځای کړئ چې هګۍ په کاسه کې ووهئ او مالګه په اندازه پرې واچوئ، شين پياز، ادرک، اوږه ميده ميده کړئ. بيا برابر غوړي په ديګ کې واچوئ، غوړي چې سره شي، څو دانې تور مرچ پکې واچوئ. بيا پکې هګۍ ور ماتې کړئ چې و يې لړئ. کله چې د هګيو دواړه مخونه ژيړ شي، بيا ور ته پنځه کاچوغې سرکه واچوئ او د لږ څه وخت لپاره يې د اور دپاسه پرېږدئ، بيا وروسته ميده شوي شين پياز، اوږه، ادرک، بوره، دنيا او لږ څه اوبه پکې واچوئ او د پنځو دقيقو لپاره يې بيا هم د اور دپاسه پرېږدئ او سرپوش ور باندې کېږدئ، په دې ډول خواړه تيار او پخې شوې هګۍ د ژيړ رنګه په لرلو سره لکه د کيک په شان ډېرې ښکلې او خوندورې ښکاري. ټولو ته معلومه ده چې سرکه د انسان د روغتيا لپاره هم ګټوره ده او زموږ په ورځني ژوند کې يو ډېر ضروري شی دی. خصوصاُ سرکه د هغو سپين ږيرو او سپين سرو لپاره چې د هاضمې طاقت يې ضعيف وي، ډېره ګټه لري. سرکه د انسان لاړي او د معدې تيزاب زياتوي او اشتها لوړ وي. همدا شان د انسان بدن په دننه کې اخيستل شوي چربي د سرکې په واسطه تجزيه کېږي، نو د طب د پوهانو له نظره سرکه د وينې د لوړ فشار او رګونو د کلکوالي د مخنيوي او اعلاج لپاره هم ګټه لري. دغه راز سرکه د کولمو د ساري ناروغۍ خصوصاُ د دوبي په موسم کې د خونې پيچش، لويه تبه او کولرا د مخنيوي لپاره ګټور رول هم لري. نو د سرکې خوړل د خلکو لپاره خصوصاُ د زړو کسانو لپاره چې د ناروغيو په نسبت يې د مقاومت لياقت کمزور دی، ډېره ګټه لري.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای